څه سپین سترګی عجیبه شانته مخلوق دی
سرچپه زمانه او سرچپه ماناوې؛ ملت نه منم ، خو ملي قهرمان غواړم، کلی نه شته ، خو ملکي غواړم، افغانستان نه منم ، خو جمهوري ریاست یې غواړم، حکومت نه منم ، خو پنځوس سلنه د واک ونډه وال یې یم، سوله په رښتینې مانا نه منم ، خو د سولې د مارکېټ رییس یم، ملي بیرغ نه منم ، خو امتیاز یې اخلم، جهاد مې نه دی کړی ، خو د مجاهد په نوم یادېږم ، جمهوریت نه منم ، خو د جمهور رییس مرستیال یم، له شوروي سره مې اوربند کړی ، خو د شوروي د مخالف په نوم یادېږم، امریکایانو ته مې وویل غت غت بمونه واچوئ ، خو د امریکا مخالف هم یم، طالبان مې د نجات پرښتې وبللې ، خو چې زما مخالف شول ، نو بیا دای ایس ای زامن شول ، طالبانو تر کولابه ورسولو، خو موږ ځانونه د دوو یرغلونو د مخنیوي مبارزین ګڼو ، د کعبې شریفې له انګړه نیولې بیا د سپیدار تر ماڼۍ مو غبرګ غرګ قسمونه وخوړل، خو بیا هم موږ د دین ممثلین یو، یوه ورځ مو هم ملت ته رښتیا خبره و نه کړه ، خو بیا هم د ملت اراده تمثیلوو، د څلوېښتو نامسلمو هېوادو عسکر دلته پراته دي، خو بیا هم ځانته مجاهدین وایو. په ټول عمر کې یو موکیلو متر سړک او نه هم کوم پل او پلګوټی جوړ کړ ، خو بیا هم ځانونه د هېواد معماران او انجنیران ګڼو . یو عجیبه شان پاراډکس روان دی.
د کرزي د واکمنۍ اتیا سلنه واک ورسره وو ، خو بیا به یې هم ځانونه د نظام او حکومت اپوزېشن ګاڼه ، د غني صیب د جموریت پنځوس سلنه واک ورسره دی، خو بیا هم ناراضه دي ، یو یې ټګ شي بل تراټ ، یو یې د حکومت لوړپوړی چارواکی شي ، بل یې مخالف ، واکمن یې د مخالف ملاتړ کوي او مخالف د واکمن پر فساد سترګې پټوي.
د کرزي صیب په واکمنۍ چې به دې د دۍ ارزالو په باب لږ غبرګون وښود نو سم له لاسه به د تعصب په تور تورن شوې ، درباري غوړه مالان او مړغوږي پښتنانه چارواکي او مامورین به درته ټول یوې خواته شول ، د نفاق او ملي وحدت د مخالف په توګه به یې په ټولنه کې معرفي کړې، عجیبه خبره خو دا وه ؛ هغو خلکو چې نه ملي بیرغ مانه ، نه هیواد او نه ملي هویت ، هغوی ملي خلک ګڼل کېدل او هغوی چې به د دې ارزښتونو د خوندیتابه لپاره سر قرباني کاوه ، هغوی به فاشستان ګڼل کېدل. کله چې خبره د غني صیب انحصاري جمهوریت ته راغله ، نو که ده هر څومره په پیل کې دا خلک په غېږ ونیول ، د (( مسعود شناسۍ او مزاري شناسۍ )) کورسونه یې ورته پرانیستل ، خو ګرګ زاده اخر ګرګ شود..
غني هم د کرزي په شان فاشیست وګڼل شو او له دومره ځانصفایۍ سره سره بیا هم له دې توره خلاص نه شو ، نو اوس چې کله د غني پر ځینو کړنو نیوکه کوو ، د ارګ څو جمبوریان او د وخت په نرخ څو نور روږدي غوړمالان د غني ډار او وېره او د دې ملک له وینو څښونکو جلادانو سره معاملې د جمهوریت له لمنې غوټه کړي او یو دم کنځلو ته خولې خلاصې کړي.
که څوک غواړي د دې وطن د اصلي مخالفینو پر وړاندې شعوري مبارزه وکړي او د خپلو موقتي سیاسي او دولتي مشرانو په تېره بیا دکرزي او غني د مضرو معاملو دواړو څخه پرده پورته کړي.نو هغه به شل ډوله ستونزو او تورونو سره مخامخېږي .
نر هغه څوک دی چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال یې هغه ته د هېوادنیو خیاتونو تر کچې پورې د دې مضرو مصلحتونو یادونه کړې وي او بیا هم نر هغه څوک دی چې اوس د غني په واکمنۍ کې په ډاګه ده ته ووايي چې د ((جهاد او مقاومت)) په نامه افغان ضد ډلو ټپلو ته د هر ډول امتیاز ورکړه له ملي خیانت پرته بله مانا نه لري . سبا چې د کرزي په شان غني له واکه لرې شي او بیا موږ نیوکو ته کش ورکړو ، نو هغه بیا د ډارنو او تاریخ تېرو منتقدینو کار دی. د سرور دانش او امرالله صالح د خوشالۍ په خاطر د وطن له ملي ګټو تېرېدل او د سترو جنګسالارانو بښل همغه مانا لري ، لکه څنګه چې کرزي د د فهیم او خلیلي د خوشالۍ په خاطر سترو جنګسالارانو ته امتیاز ورکاوه، لکه څنګه چې کرزی نن د هغو جنایتکارانو په منځ کې ډېر وړوکی ، ذلیل او د ملت د یوې لویې هستې په منځ کې رټلی ښکاري ، که غني هم د جنګسالارانو پر وړاندې همدې ډول چلند ته دوام ورکړي ، د تاریخ د قضاوت څپېړه ورته همداسې انتظار کاږي.
په دې تصویرونو کې توتي ډېر ښکلی ښکاري او دا نور دتېرې شکلنې لنډغرې زمانې تازه انځورنه کوي
