No-IMG

د مضر مصلحت وروستی حد

هغوی چې د جمهوریت چغې وهي  ، تر ټولو زیات د جمهوریت مخالف او د جمهوریت سوداګر دي . جمهوریت خو د قانون حاکمیت دی ، جمهوریت خو د خلکو د سر او مال خوندیتوب دی ، جمهوریت خو پرمختګ او سړیتوب دی.

هر څوک چې د قانون حاکمیت نه غواړي او د جمهوریت چغې وهي ، د هغه په جهالت او منافقت کې شک مه کوئ !

چغې شي ، چکچکې شي ، نارې شي ؛ اساسي قانون مې سره کرښه ده ، پر اساسي قانون معامله نه کوم ، پر اساسي قانون معامله د اولاد پر سر معامله ده ، خو تر سېج لاندې نه ګوري چې د اساسي قانون اکثره مخالفین او نقضوونکي ورته ناست دي او چکچکې هم ورته وهي ، مانا دا چې موږ خو لا هېڅکله هم له اساسي قانونه سرغړوای نه دی کړی !؟

اوس به د دفاع وزارت د دې شهیدانو موضوع یوه ورځ دوه ګرمه وي ، هیت به وټاکل شي ، څېړنې به پیل شي ، نتیجه به وځنډول شي ، بیا به په هېواد کې نورې دردوونکې حادثې رامنځته شي ، پر دې حادثې به سیوری خپور شي ، ځای به یې نورې حادثې ونیسي او په دې ډول به د تېر په څېر یوه حادثه د بلې حادثې په ګردو غبار کې ورکه شي.

اوس نو د دې حادثې څېړنې ته هم اړتیا شته !؟ خو هغه دی د سرور دانش ملېشه خپله وايي چې دا کار موږ کړی ، هر څه معلوم دي ، خو دفاع وزارت او د ارګ چارواکي بیا وايي چې نه هر چا چې دا کار کړی پرېږدو یې نه، خو لا یې هم له ډاره نوم نه شي اخیستلای. اوس پوښتنه دا ده چې دا (( هر چا)) څوک دی ؟ چې دوی یې معلوموي او بیا سزا ورکوي ؟ ( هر چا ) خو معلوم دی . سرور دانش دی ، علیپور دی او همداسې پسې ځه سر یې اصفهان ته رسي.

تېرو تجربو ته په کتو سره وېره دا ده چې قاتلینو ته د سزا پر ځای نور امتیاز ور نه کړای شي. هیت به و ټاکل شي ، ترکیب یې هم باید ملي ! وي د سرور دانش غوراوی به په کې شامل وي،  موضوع به سړه شي ، بیا به د هیت د کار او زحمت نتیجه ارګ ته راوړل شي ، سرور دانش ، محقق او نور قانونپالي ! به ناست وي ، هیت به ووایي چې زموږ څېړنې او موندنې دا ښیي چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې او په سیمه کې دښمن د دې توان نه لري ، چې زموږ الوتکه وولي .

که طالب په سیمه کې موجود وای ، نو په اسانۍ سره پرې لاس پاکېدلای شو، خو اوس تخنیکي ستونزه تر ټولو اسانه پلمه ده. محلي چارواکي چې پر عليپور یې د دې حادثې تور پورې کړی ، د ناسم راپور او د ملي وحدت ! د مخالفت په تور ، یا به پر کور کېنول شي ، یا به څارنوالۍ ته معرفي شي او یا به له خپلو موقفونو تغیر او تبدیل شي ، علیپور او نور علیپوریان به نور هم زړور او ونازل شي ، دانش به په خپل وړاندیز له جمهور ریس غني څخه د سیمې د امنیت د لا ټینګښت ! په خاطر د محلي پولیسو او  ولسي پاڅونوالو په نوم نور تشکیلات واخلي او په دې ډول به جمهوریت ! لاپسې و غځول شي او د قانون حاکمیت ته به لاره اواره شي.په همدې جمهوریت او همدې اساسي قانون کې چې د نږدې نهو لسو کلونو په بهیر کې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې و نه شوې ، نو د عليپور ، شجاعي او نور قاتلینو نیول هم همداسې در بوله .

که جمهور ریییس غني یو سلنه هم دې جمهوریت او اساسي قانون ته ژمن وي ، همدا شېبه دې سرور دانش د دفاع وزارت د شهیدانو په قضیه کې ، د جرم د شریک او د قاتل د متضمن په توګه د محاکمې مېز ته راکاږي ، علیپور به خپله محکمې ته حاضر شي ، نه څېړنې ته اړتیا شته ، نه هم نورو تلفاتو او د وخت ضایع ته . نو که غني دا کار نه شي کولی د خدای په خاطر دې نه نور پر جمهوریت ملنډې وهي ، نه دې پر ځان ، نه پر ملت او نه هم پر اساسي قانون ...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک