د محمد اسماعیل یون لیکنی

اخر تر کومه دا سپین سترګي؟

د سردار داودخان د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته وتښتېده ، د (ای ایس ای )او نصیرالله بابر له خوا یې روزنه وشوه ، وايي د پاکستان مخالف یو. په پنجشېر کې یې د پاکستان په مستقیمه لمسونه د داودخان د رژیم خلاف وسلوال بغاوت وکړ ، ناکام شو ، خو وایي د پاکستان مخالف یو. د شوروي د یرغل پرمهال یې له پاکستانه وسلې او پیسې تر لاسه کولې ، وايي د پاکستان مخالف یو. له پېښوره نیولې تر کوټې - چتراله ، له اسلام اباده نیولې تر ایبټ اباده د رباني د جمعیت  دفترونه وو ، وايي موږ د پاکستان مخالف یو. د پېښور په ارباب روډ کې د رباني په نامه ېوه بشپړه کوڅه او د ښار په څنډو کې د خراسان په نامه د جمعیت ځانګړی کېمپ و ، و...
نور ولوله

ټول شموله که چورشموله حکومت؟؟

په دې ورځو کې یو ځل بیا د ټولشموله حکومت اوازې دي ، خو دا ځل دا اوازې د طالبانو له خولې راوځي . نږدې درې کاله وړاندې دا غږ د ډاکتر عبدالله په خوله کې زمزمه کېده. اوس راځو د دې اصطلاح مانیز او تطبیقي اړخ ته : الف- مانیز اړخ یې : (ټوله ) کلمه مطلق حکم لري ، یانې دا چې هېڅ شی یا برخه ترې بهر پاتې نه شي ؛ تر اکثریت ، نسبي اکثریت او غوڅ اکثریت پورته حالت ته ویل کېږي ، یانې سل په سل کې برخه چې ان نیم سلنه یې هم بهر پاتې نه شي . ب- تطبیقي اړخ  یې : لکه څنګه چې سیاسیون وايي موږ یو ټولشموله حکومت جوړوو او یا یې غواړو او یا داسې حکومت چې ټولو ته د منلو وړ وي. دا ا...
نور ولوله

جنګونه او شرمونه

د ۲۰۱۴ م کال تر ټاکنو وړاندې مې ښاغلي ډاکټر صیب اشرف غني ته وویل، چې د شمالټلوالې له مشرانو او نورو لنډغرو سره به د تعامل په برخه کې له ډېر احتیاط او دقت څخه کار اخلې ، وارخطا کېږې به نه ، دوی غوروپش کوي ، تقاضا یې ډېره لوړه وي ، خو بیا د یو امتیاز په مقابل کې له خپلو  ډېرو غوښتنو تېرېږي ، بل خصوصیت یې دا دی چې یو امتیاز  دې ورکړ بیا سمدلاسه بله تقاضا کوي . دا ډول خلک چې له قومي ، سمتي او ژبني تعصبه ډک دي هېڅ ډول ، ملي ، وطني او دیني ارزښتونو ته ژمن نه دي ، سیاسي ژوند یې پر معاملې ولاړ دی او پر معاملې پایي. غني د خپل حاکمیت په بهیر کې درې ځله ؛ د ملي وحدت حکومت،  اوسني حکومت او اوسمهال د طالب ضد جنګسالاریز ایتلاف په جوړونه کې له دې ډول ډلو ...
نور ولوله

ساندې

چې  څومره  په  سکروټو  دې ویشتلی دی وطن خو  بیا  مې هم د زړه کور کې  کرلی  دی  وطن ای خدایه چې کعبه دې دلته جوړه وای نو څه؟ د  تا په  ننګ  مې  هر وخت  درېدلی دی  وطن کاڼه یې کړې ړانده یې کړې لاسونه یې کړې شل د  چا  له  بدنېتۍ  چې    کړېدلی  دی    وطن راوځي  به دوزخ نه ،  شي زرغون  به یوه  ورځ له    ډېرو   ازموینو   مې  ،  وتلی   دی    وطن اخر    به     ورته   راشي   ، ...
نور ولوله

درې نامثمره معجزې

افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ډېرې جګړې کړي ، چې اکثره یې ګټلي او ځینې یې بایلولي هم دي. افغانانو نږدې ټولې هغه جګړې ګټلي چې د خپلې عقیدې له مخالفانو سره یې کړي ، لکه د انګرېزانو ، روسانو او اوس د امریکایانو پر ضد جنګونه، خو یو شمېر هغه جنګونه یې بایلولي چې د دوی خپل همدینه په کې په مستقیم او نا مستقیم ډول را ښکېل وو، لکه د مغلو پر وړاندې جګړه او د پنجاب له خوا د افغانستان پر ضد اویا کلنه پټه او نا اعلان شوې جګړه. د اسلام د مخالفو او مغایرو زبرځواکونو پر ضد جګړې که څه  هم ډېرې خونړۍ وې ، خو افغانان یې د میدان داسې بریمن وو ، چې زیان یې دوی ، خو ګټې یې نورو ته ورسېدلې. د شلمې پېړۍ په سر کې د انګرېزانو ماتې یوه پوځي معجز...
نور ولوله

جنګسالاران په کوم قېمت!؟

یادښت: دا لیکنه د ننني او سباني نسل او تاریخ لپاره لیکل شوې ، څوک چې وخت او اوسېله نه لري، نه دې لولي. د دې اوسني حکومت د ژوند تداوم د امریکا په ژمنو ، مرستو او لېوالتیا پورې تړلی ، نه یې جنګسالاران ساتلی شي او نه یې بې ریښې ټامیان . د ولس او نظام خبره له منځه وتلې ده، نه دا ولس له دې حکومت څخه ملاتړ کوي او نه هم دا حکومت د جمهوریت او نطام اصولو ته ژمن دی . د حکومت واکمنو لا وختي د جمهوري نظام او ولس پر مخ څپېړه ورکړې : څلور ځله یې ولس تېروېستی او بیا یې له جنګسالارانو او مافیایي کړیو سره ګډوله حکومت جوړ کړی دی . د جمهوري نظام او اساسي قانون تر ټولو ستر مخالفین اکثره همدغه حکومتي چارواکي دي چې هم د حکومت او نظام له مالي ، سیاسي، پوځي او نورو امکاناتو ګټه ...
نور ولوله

د بېکسه غره سفر

یوازې پرون یې له ناروغۍ خبر شوم ، په وټساپ مې ورته پیغام پرېښود ، ما ویل بهر کې یم کنه ضرور دې پوښتنې ته درتلم، خو د دفتر ملګرو ته مې ویلي نن دې ضرور لیدو ته درځي . نن یې په فیسبوک کې د مرګ خبر خپور شو، وټساپ مې چک کړ ، لکه چې دردونو او نهیلۍ ډېر پسې ستړی کړی و؛ زما د غږیز پیغام د کتلو مجال یې نه و پیدا کړی. مصطفی عمرزی صیب یادوم ، د اوسېلې ، سړیتوب ، کار او زیار یو لوی غر. هغه تر پنځوسو عنوانونو زیات کتابونه لیکلي او ژباړلي وو چې اکثره یې چاپ شوي دي . زه خو یې ځکه د زیات احسان پوروړی یم چې یوازې تر لسو عنوانو زیات یې زما کتابونه په داسې دري ژباړلي وو ، چې له اصل سره یې پوره پوره سیالي کوله. هغه ته خدای پاک داسې یو خارق العاده  استعداد ورکړی و، چې څنګه یې به یې پښتو متن وکوت ، نو سم ...
نور ولوله

د اوږدې غمیزې یو دردوونکی تصویر

دلته یو افغان ځوان ( ډاکټر میوند نجرابی) پر ابدي خوب ویده دی ؛ د البېروني پوهنتون ځوان استاد او ځوان ډاکټر . تر څنګ یې پلار ( ډاکټر فاروق نجرابی) د درد په بستره کې تاو او د غم پر خوب ویده دی. د یوه شهید مړي او د یو ژوندي مړي لپاسه یوه دردوونکې رڼا په دې خاطر خوره ده ، چې د دې دردوونکي حالت یو ویرجن تصویر زموږ سترګو ته را ورسوي. ډاکټر فاروق نجرابی عادي سړی نه دی، هغه د دې وطن یو طبیب دی ، یو رنځپوه دی، یو سیاستوال دی او یو سیاستپوه دی، هغه دوه درې ځله د وطن د مالکیت د احساس له مخې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ، خو نن هماغه نوماند ولسمشر جګړې داسې پر ملا مات کړ چې د خپل شهید ګلاب تر څنګ داسې پاڼې پاڼې رژېدلی، چې د نړۍ هېڅ طبیب یې د رغېدو او ډاډګېرنې وس نه لري.دا دی د ادیانو او ايډیالوژیو په نوم د ساده ، بېسوه او بېکسه ولس د ژون...
نور ولوله

د لغمان اوسنی وضعيت د چا له خوا او پر کومه خوا؟

شل ورځې وړاندې لغمان ته تللی وم، حالات مې چې وکتل د لغمان په ويالو کې د ژوند اوبه هم بهېدې، خو د يوې تراژيدۍ وږم هم لګېده، پر همغه شېبه مې د لغمان له والي، امنيې قومندان او نورو اړوند مسولينو سره په لغمان کې د احتمالي ناورين په باب خپله اندېښنه شريکه کړه، بيا کابل ته راغلم، دلته مې په کابل کې په خصوصي ډول د کورنيو چارو سرپرست وزير او نورو اړوند چارواکو ته په لغمان کې د جګړې او بشري ناورين احتمال توضيح کړ. په تېره نږدې يوه مياشت کې مې هره شېبه له چارواکو سره په لغمان کې د غميزې د پېښېدو اندېښنه شريکه کړې، رسنيو ته مو ځکه خبره نه ايستله چې کېدی شي چارواکي پاملرنه وکړي او ستونزه له قانوني لارې حل شي. زموږ غټه اندېښنه دا وه او ده چې کلي، پوستې او ولسوالۍ به لاس په لاس شي او په تېرو شلو کلونو...
نور ولوله

اوربند؛ د سړیتوب یو ګام

 موږ یو غمځپلی او جنګ ځپلی ولس یو، نږدې نیمه پېړۍ ده چې دلته جنګ روان دی، دا د بشریت د تاریخ تر ټولو اوږده ، بېرحمه او دردونکې جګړه ده ، اوس چې په دې جګړه کې یوه ورځ هم اوربند کېږي ، د زرګونو افغانانو ژوند ژغورل کېږي ، اوس ورځینۍ جګړه لږ تر لږه د پنځه سوو افغانانو د ژوند په قېمت تمامېږي ، افغان ولس د دایمي اوربند مستحق دی ، که اوسنی درې ورځینی او یا څو ورځینی اوربند د دایمي اوربند لپاره یو ښه پیلامه شي ، لکه څنګه چې د ټولو افغانانو هیله ده ، نو دا به د ټول ولس د نېمکرغۍ لپاره یو ښه زېری شي. خدای دې وکړي د تېر اوربند په شان یو ځل بیا د هېواد سرتېری او طالب یو بل ته د مینې او پخلاینې غېږه ورکړي او د سولې دښمن مو ذلیل شي. له فیسبوکي جنګیالیو هم هیله کوو چې د مجازي نړۍ له لارې د کرکې د خورولو هڅه مه کوئ ، ښه کار ته په ښ...
نور ولوله

حمله

ژوندون   څه دی ؟ باد   راوړې   شان څپه ده نیمه   مړه ،  نیمه  ژوندۍ ،  نیمه  ویده   ده دا چې هر څوک د شیطان په دام کې لوېږي لومړی   وار   دی او  لومړی  ځل   تجربه   ده د   دې    غلو    مقابله     اسانه      نه       ده د هر غله  لاس کې  ټوپک دی ، هم ډيوه  ده د   هغه   د کور    چتونه    به   هم  ړنګ  کړي بله   کړې   چې&...
نور ولوله

د سولې وروستي فرصتونه

پر دې اکثره کارپوهان پوهېږي چې افغانستان کې روانه درې څلوېښتکلنه جګړه ، د سترو زبرځوکوانو جګړه وه او افغانان په کې د سونتوکو په توګه قرباني شول . البته په دې غمیزه کې د افغانانو توره او مېړانه پر خپل ځای د یادونې وړ ده ، خو دلته توره او سیاسي بصیرت کله هم سره موازي نه شول ، نو ځکه خو یې د یوې مثمرې نتیجې پر ځای افغانانو ته دا لویه غمیزه د میراث په توګه پرېښودله. اوس تقریباً د وروستي ځل لپاره بیا د سولې لپاره یو څه فرصت برابر شوی، که له دې فرصت څخه هم ښکېلې غاړې سمه ګټه پورته نه کړي ، نو د دې اټکل شته چې هېواد داسې یو لوی ناورین ته لاړ شي چې تر تېرو غمیزو هم ډېر خطرناک وي .  اوسنیو فرصتونو ته هم د هیله منتیا او هم د نهیلۍ په سترګه کتل کېدی شي: ۱...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک