عبد الستار سعادت
د عبد الستار سعادت لیکنی
د دې وطن د سلامت په پار…
تاریخ به هغوی ونه بښي او د دې ملت وجدان د محاکمې په پنجره کې به هغه کسان تل ولاړ وي چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې نظام د ړنګېدو او نظامي ځواک د انحلال له خطر سره مواجه کړ. یوازې دې «پردیو» راسره داسې ونه کړل، هغه بې شعوره کسان هم په دې ګناه کې شریک دي چې په هره ناروا کې یې د هغوی ننګه او ملاتړ وکړ. نو هغه جفا چې غني افغانستان سره وکړه، نه یوازې باید عزل شي، محاکمه دې هم شي.
طالبان هم باید دا په یاد ولري چې دا غریب او بېوزله ملت خپلو بچو ته یوه مړۍ ډوډۍ په سختۍ پیدا کوي، د دوی په جېبونو کې دومره څه نه شته چې په مالیاتو یې یو دولت او دا مهم بنسټونه ورغول شي. نو ستاسې هم تاریخي مسؤلیت دی چې د وطن مهم تاسیسات، امنیتي ځواک داسې زیانمن نه شي چې د بېرته په پښو درولو نه وي. دا هره...
نور ولوله
د سولې که د زور حکومت
طالبانو دوه کارونه وکړل؛ یو یې د ټولو تحلیلونه غلط ثابت کړل او بل یې چې چېرته دُښمن و، ذلیل یې کړ. که ډېر لرې لاړ نه شو، همدا تېره اونۍ روسانو خپل تحلیل خپور کړ او ویې ویل چې د طالبانو منابع کمزورې شوي دي، د ولایتونو د نیولو وس نه لري. طالبانو د همدې ارزونې د اعلان په سبا باندې نیمروز ونیوه او دا دی په یوه اونۍ کې یې شپږ ولایتونه لاندې کړل. د دښمنانو په ځپلو کې یې هم نه کورني رقیبان، نه حکومت او نه دوی سره په جګړه کې اَړَمو هېوادونو ته برَم پرېښود. خپلې تېرې تېروتنې یې هم تکرار نه کړې؛ د تخار او جوزجان نیولو ته یې له جنوبه لښکر جوړ نه کړ؛ هر ځای یې د هغې سیمې په طالبانو ونیوهٔ. د حکومت د ولسي پاڅونونو په نامه نسخو هم کار ورنه کړ او په امنیتي لیکو کې هم مورال په دې کچه نه دی چې د دې موج مخه ونیسي؛ که څه هم د امکاناتو له م...
نور ولوله
په خدای ج توکل وکړئ
غره ختونکي غوښتل نړیوال ریکارډ جوړ کړي؛ نو یوازې یې د غره د دنګو مزل پیل کړ. د غره د لوړې څوکې مزل پرې وغمېد او شپه پرې راغله. تورو ورېځو اسمان ونیوه چې حتی لنډه فاصله د لیدو نه وه. د ستومانه غره ختونکي پښه وښوئېده او لاندې یې سقوط وکړ. د لوېدلو په حال کې یې نامکمل ارمانونه او هغوی چې ورته ډېر ګران وو، سترګو ته ودرېدل؛ مرګ سره یې لنډه فاصله احساسوله چې ناڅاپه د پړي د سر اوسپنیز غاښونه چېرته ونښتل او سړی په هوا کې زوړند پاتې شو. په ژورو ساه ګانو کې یې د خدای شکر ادا کړ او ویې ویل: خدایه! په تا باور او ایمان وژغورلم.
په ترږمیو کې یې یو غږ واورېده: که رښتیا باور لرې، نو پړی دې پرې کړه او ځان وغورځوه. سړي د دې خبرې په اورېدو لاندې وکتل، یوازې توره تیاره یې لیدله؛ نو فکر یې وکړ چې د دَرې تل ک...
نور ولوله
غني ته هغه ورورسېدل چې غوښتل یې
دوه نیم کاله دمخه غني ته د سولې تاریخي قهرمانۍ چانس په لاس ورغی، خو هغه په واک کې پاتې کېدل غوره کړل. چېرته چې طالب ضدې سوې مُهرې وې، راپیدا یې کړې او د ټولو معیارونو په نقضولو یې هغوی په مهمو دندو وګومارل. بیا یې سوله ضدي روایتونه رامنځته کول؛ که هرې ډلې به هر چېرته جنایت وکړ، لنډ به یې په طالبانو واړاوه. خپل دویم مرستیال یې هزاره جاتو ته واستاوه، هغه خپل قوم ته وویل چې د طالبانو بېرته راتګ، د سدوزیو او محمدزیو د واکمنۍ راستنېدل دي. یعنې غني په واک کې د پاتې کېدو په جنون کې نه یوازې خپل سیاسي رسالت هېر کړ، پښتو یې هېره کړه، بلکې د جمهوري ریاست پر څوکۍ ناست او ملي نفاق ته یې لمن ووهله. د شمالي قوماندانانو ته یې پیسې ولېږلې، پنجشېر کې یې غونډې وکړې چې د پښتنو پر ضد خلک تحریک کړي.
کله چې ټ...
نور ولوله
تناقض
د ډېورند کرښې باندې اغزن تار باندې به خپه وي، «مرګ په پنجاب» نارې به وهي، خو غني ته به بابا وایي؛ لکه دا معامله چې بل چا کړې وي.
د اجمل احمدي تصویر به یې چپه زَړَولی وي، ځکه چې هغه یې رسماً ژبه له رسمیاتو حذف کړې، مګر غني یې محبوب ولسمشر دی؛ لکه هغه چې بل چا مقرر کړی وي.
د اساسي قانون او جمهوریت د دفاع سینه به ډبوي؛ خو د اساسي قانون تر ټولو ستر ناقض، د جمهوریت منحلوونکي او په افغانستان کې د اُلیګارشۍ مؤسس سره هېڅ ستونزه نه لري.
یو ماښام ملګرو مېلمه کړی وم؛ هلته یو دروند او وطنپرست کس چې د ملکي هوایي برخې پېلوټ و، سره مخامخ شوم چې د غني د نقدولو له امله یې رانه ګیله وکړه. ما ورته کړل: ولسمشر غني ولې درباندې ګران...
نور ولوله
اضطراري حالت
د ملکي هوایي برخه یا د مسافر وړونکو طیارو پېلوټان اجازه نه لري فراشوټ ولري. فلسفه یې ساده ده؛ که الوتکه اضطراري حالت سره مخ شي او پېلوټ وډار شي، مسافر او الوتکه هوا کې پرېږدي، خپله ځان اچوي. د پېلوټ په ارزښت پالنې، اخلاقي اصولو او زړورتیا باندې باور نه دی شوی، لنډ یې ترې فراشوټ اخېستی چې د ځان ژغورنې لپاره د مرګ تر شېبې د الوتکې د بچ کېدو هڅه وکړي او یا نورو مسافرو سره یو ځای مړ شي.
په شدید بحران یا جګړه کې ښکېل هېوادونه هم د سقوط په حالت کې مسافر وړونکې طیارې ته ورته وي. د هغو سیاستوالو او رهبرانو برخلیک چې خپل هېواد سره تړلی وي، مرګ، ژوند، اولاد او کورنۍ یې خپل وطن کې وي، که یې ژمنتیا کمزورې هم وي، د ځان، اولاد او کورنۍ د ژغورنې لپاره تر وروستۍ سلګۍ هڅه کوي چې ملک وژغوري، غیر مسؤلانه چل...
نور ولوله
سپینې ماڼۍ ته د غني او عبدالله وربلل کېدل
ولسمشر غني د شپږو میاشتو راهیسې د بایډن لیدل غوښتل، بالآخره یې غوښتنه ومنل شوه؛ خو، د دوی په لېست کې ډاکټر عبدالله شامل نه و، هغه د امریکایانو له لوري وبلل شو. د سپینې ماڼۍ له اعلامیې داسې ښکاري چې دا وروستی ملاقات وي؛ هغوی به خپله وروستۍ خبره ورته کوي. دوه کاله مخکې چې د سولې عالي فرصت مساعد شو؛ غني د Talib Killers (طالب وژونکي) په نامه څو تنه استخدام کړل، د هوایي بمباریو د محدودیت پالیسي یې لغوَ کړه او څومره جنایات چې وو، ویې کړل. ځینو په اونۍ کې ۵۰۰ مړي شمارل؛ ځینو د اطلاعاتي راز تر عنوان لاندې د پښتنو له قتل عامه خوند اخېست او غني د واک د ساتلو په جنون کې، په جېنوا کې وویل: سوله ۵ کاله وخت غواړي (زه چې وم، سوله به ونه وینئ). امریکایانو چې ولیدل خپل غلامان یې لګیا دي د دوی له واکه سوء استفاده کو...
نور ولوله
د جګړې قیمت
د جنګ، د وطنپرستۍ او له خاورې دفاع قیمت هغوی ورکوي چې د وطن په هېڅ امتیاز کې شریک نه دي؛ بس چې مړه شي، یو سم تابوت یې هم نصیب نه شي، کرېټ کړی یې کور ته واستوي. بل لوري ته هغوی چې د دې وطن هډوکي هم وشپېلول، د جنګ او وطن هېڅ پور نه پرې کوي؛ د یوه متقاعد جنرال زوی ووژل شو، زمکې او اسمانونو ورسره وژړل. حال دا چې همدې ځوان سره یو ځای ۳۰ قامتونه نور ړنګ وو، ۹۰ نور ورک وو، خو؛ هغوی د چا په یاد نه وو، ځکه چې د وطن پوروړي وو، باید ړنګ شوي وای.
چې د سر قوماندان اعلی زوی طارق غني، وراره یې، د دفاع، داخله او امنیت وزیرانو، نورو وزیرانو، چارواکو، سوداګرو او شتمنو زامن د جګړې لومړیو لیکو ته لاړ نه شي، د وطندوستۍ او وطنپرستۍ شعارونه دروغ دي. یا دا ده چې دوی د جګړې په حقانیت باور نه لري؛ نو بیا دې هېڅوک...
نور ولوله
سیاسي اجماع
د ځانګړې موضوع یا مسایلو په اړه د موافقو او مخالفو د نظر وحدت او ځانګړي هدف یا موخو ته د رسېدو لپاره د سیاسیونو یو ځای کېدو ته سیاسي اجماع وایي. ارګ لګیا دی د دولت عالي شورا په نامه سیاسي اجماع جوړوي؛ خو، یاده اجماع پورتني تعریف سره په تناقض کې جوړېږي.
ولسمشر غني په واقعیت کې فرکسیونونه جوړوي؛ د ځینو کسانو ډله جوړه کړي چې خپل «ناموافق سیاسیون» پرې کم ارزښته وښایي یا یې سیاسي انزوا ته بوځي. دا جوړښتونه د اجماع مخالف وضعیت رامنځته کوي، لا فاصلې او بې باورۍ تقویه کوي. همدا راز دا فرکسیوني ډلې هم کوچنیو او مؤقتي اهدافو لپاره کاروي؛ ځکه چې هغو سره هم یوه باثباته او باکیفیته رابطه نه شي ایجادولای. څو کسان ارګ ته وروغواړي، عکسونه ورسره واخلي او خپل رنځور مشروعیت ته ترې «مُسَکِن...
نور ولوله
د بُنبست نه احساسول او د جنګ ستراتېژي
طالبانو د ولایتونو تر نیولو د ولسوالیو او لویو لارو نیول غوره بللي دي. د دوی د جنګي ستراتېژۍ نه ښکاري:
1. د ولسوالیو په نیولو د سولې مذاکرات په ټپه نه درېږي. په غټو ښارونو برید نه کول، دوی نه د جګړه ییزې روحیې لرلو د ملامتۍ بار کموي.
2. د ولایت سقوط دوی ته ګران پرېوزي؛ ځکه، د ښارونو خلک طالب ضدې روحیه لري او افغان حکومت ته هم قضیه حیثیتي کېږي. نو طالبان پوهېږي چې ښایي په ډېرو تلفاتو یو ولایت ونیسي؛ خو ساتل یې ورته سخت دي.
3. په ولسوالیو جنګ کول، د جګړې لمن پراخوي چې د افغان حکومت لپاره نظامي مقابله سختوي.
4....
نور ولوله
د عدالت تحریف
د هزاره ټبر نسل وژنه ناسمه ادعا ده او دا پخپله د عدالت تحریفول دي چې هزاره ورونو ته هم ګټه نه رسوي. که د هزاره و جېنوسایډ مطرح وای، سُني هزاره ګان به هم تر برید لاندې راغلي وو. د شیعه ګانو نسل وژنه یو واقعیت دی چې ځینو عربي هېوادونو کې او دلته داعش د جېنوسایډ مصادیق ترسره کړل.
هغوی چې په حقوقو پوهېږي، په دې یې سر خلاص دی چې په نسل وژنه کې «خاص جُرمي قصد» د عمل په ارتکاب کې دخیل وي. په افغانستان کې د جېنوسایډ قربانیان په دې دلیل وژل شوي نه دي چې هزاره ګان دي، په دې دلیل «مجنی علیه» واقع شوي چې شیعه ګان دي. په بل عبارت، د دې جرم مرتکبینو د جرم د ارتکاب پر مهال قومي انګېزه نه درلوده، بلکې د خپلو مذهبي باورونو له مخې یې دا جنایات ترسره کړي.
...
نور ولوله
هغه پوښتنې چې باید ځواب شي
دولتونه د ولسونو د مادي او معنوي ملاتړ نه بغیر نه پایي. که یو دولت ونه شي کولای خپل ملت سره غښتلې اړیکه رامنځته کړي، ناکام دی او دوام یې د ناممکن تر بریده سخت دی. په دې ورځو کې جمهوریت نه د دفاع بحث تود دی؛ افغان حکومت چې تُندلارو ایډیالوژیکو مخالفینو سره د جګړې په ډګر کې ستومانه ښکاري، خلکو او سیاسي ټولنې نه غواړي چې ملاتړ یې وشي؛ یا په بل عبارت، د خپلې بقا لپاره هر چاته لاس غځوي. دا یوه اساسي پوښتنه ده چې باید ځواب ومومي. مونږ (افغانان) زیات د تحقیق او پلټنې کلتور نه پالو؛ که نه نو یوه هېواد کې چې سلو کلونو کې «اته» نظامونه له بُنیاده ړنګ شوي وي او نهم یې هم تر ستوني ډوب وي، باید ډېر بېطرفه-علمي تحقیقات شوي وای چې ولې په دې هکله مونږ په ټوله نړۍ کې داسې بې مثاله «مُضر» تاریخ لرو؟! مونږ باید د تح...
نور ولوله
