No-IMG

په خدای ج توکل وکړئ

غره ختونکي غوښتل نړیوال ریکارډ جوړ کړي؛ نو یوازې یې د غره د دنګو مزل پیل کړ. د غره د لوړې څوکې مزل پرې وغمېد او شپه پرې راغله. تورو ورېځو اسمان ونیوه چې حتی لنډه فاصله د لیدو نه وه. د ستومانه غره ختونکي پښه وښوئېده او لاندې یې سقوط وکړ. د لوېدلو په حال کې یې نامکمل ارمانونه او هغوی چې ورته ډېر ګران وو، سترګو ته ودرېدل؛ مرګ سره یې لنډه فاصله احساسوله چې ناڅاپه د پړي د سر اوسپنیز غاښونه چېرته ونښتل او سړی په هوا کې زوړند پاتې شو. په ژورو ساه ګانو کې یې د خدای شکر ادا کړ او ویې ویل: خدایه! په تا باور او ایمان وژغورلم.

په ترږمیو کې یې یو غږ واورېده: که رښتیا باور لرې، نو پړی دې پرې کړه او ځان وغورځوه. سړي د دې خبرې په اورېدو لاندې وکتل، یوازې توره تیاره یې لیدله؛ نو فکر یې وکړ چې د دَرې تل کې به یې د وجود ټوټې هم په سختۍ د ټولېدو وي. پړی یې لا له ملا ټینګ تاو کړ او کلک یې ونیوه.

سبا خلکو یو مړی وموند، ټول حیران شول. یو کس د زمکې نه په یو متر لوړوالي کې، په داسې حال کې چې پړی یې ټینګ له ملا تاو و، د ډېرې یخنۍ له امله ساه ورکړې وه.

په خدای ج ایمان ولرئ او په سختو شېبو کې هم خپل باور له لاسه مه ورکوئ؛ په هغه توکل وکړئ، هېڅکله مو نه ناهیلي کوي… او ماته د خدای ج د وجود احساس تر ټولو ډېر په همداسې وخت کې شوی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک