No-IMG

د دې وطن د سلامت په پار…

تاریخ به هغوی ونه بښي او د دې ملت وجدان د محاکمې په پنجره کې به هغه کسان تل ولاړ وي چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې نظام د ړنګېدو او نظامي ځواک د انحلال له خطر سره مواجه کړ. یوازې دې «پردیو» راسره داسې ونه کړل، هغه بې شعوره کسان هم په دې ګناه کې شریک دي چې په هره ناروا کې یې د هغوی ننګه او ملاتړ وکړ. نو هغه جفا چې غني افغانستان سره وکړه، نه یوازې باید عزل شي، محاکمه دې هم شي.

طالبان هم باید دا په یاد ولري چې دا غریب او بېوزله ملت خپلو بچو ته یوه مړۍ ډوډۍ په سختۍ پیدا کوي، د دوی په جېبونو کې دومره څه نه شته چې په مالیاتو یې یو دولت او دا مهم بنسټونه ورغول شي. نو ستاسې هم تاریخي مسؤلیت دی چې د وطن مهم تاسیسات، امنیتي ځواک داسې زیانمن نه شي چې د بېرته په پښو درولو نه وي. دا هره «قولِ اردو» دا هر ټانګ او هره الوتکه او هر سرتېری (د CIA روزل شویو تروریستي صفري او KPF اجرتي قاتلانو نه بغیر) د دې خاورې شتمني ده چې باید ډېر احتیاط ورسره وشي او هر پُل، سړک، دولتي ودانۍ او نورې عامه او شخصي شتمنۍ د دې وطن دي چې باید محافظت یې وشي. په جګړه تاکید او د نظامي تسلط له لارې تر واک ته رسېدو دې د مذاکرې، سولې او تفاهم لاره غوره شي. کېدای شي په جګړه کې د برلاسي لوري په توګه ډېر امتیاز او ونډه واخلي، داسې چې د دوی فکري خط هم په کې وپالل شي؛ خو د هغه غرور پر اساس دې تصمیم نه نیول کېږي چې دوی ناټو، امریکا او د نړۍ نور زبرځواکي مات کړل، نو دوی به تل د همدې مشروعیت او زور نه برخمن وي. پراخه سینه، د نورو زغمل او د متفاوتو افکارو خاوندانو سره کار کول به افغاني ټولنه کې د دوی ځای لا پراخ او ټوله وېره او اندېښنې ختمې کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک