No-IMG

تناقض

د ډېورند کرښې باندې اغزن تار باندې به خپه وي، «مرګ په پنجاب» نارې به وهي، خو غني ته به بابا وایي؛ لکه دا معامله چې بل چا کړې وي.

د اجمل احمدي تصویر به یې چپه زَړَولی وي، ځکه چې هغه یې رسماً ژبه له رسمیاتو حذف کړې، مګر غني یې محبوب ولسمشر دی؛ لکه هغه چې بل چا مقرر کړی وي.

د اساسي قانون او جمهوریت د دفاع سینه به ډبوي؛ خو د اساسي قانون تر ټولو ستر ناقض، د جمهوریت منحلوونکي او په افغانستان کې د اُلیګارشۍ مؤسس سره هېڅ ستونزه نه لري.

یو ماښام ملګرو مېلمه کړی وم؛ هلته یو دروند او وطنپرست کس چې د ملکي هوایي برخې پېلوټ و، سره مخامخ شوم چې د غني د نقدولو له امله یې رانه ګیله وکړه. ما ورته کړل: ولسمشر غني ولې درباندې ګران دی؟

هغه راته وویل: ولسمشر مسکو ته سفر درلود، په پلاوي کې داوود سلطان زوی هم ورسره و. کله چې الوتکې ته راوختل، سلطان زوی په خراب انداز کې وویل: که پوهېدم چې دا الوتکه «بزنس کلاس» نه لري، سفر مې نه په کې کاوه. ولسمشر یې خبره واورېده، په غوسه یې ورته وویل: ته مه ځه، زه په کې سفر کوم. ماته د ولسمشر ساده ګۍ او د هغه «کبرجن او فاسد» ترټلو خوند راکړ، ځکه غني راباندې ګران دی.

ما ورته وویل: جالبه ده چې د هغه (سلطان زوی) په ترټلو غني خوند درکړ، مګر هغه کس یې چې د کابل ښاروال مقرر کړی، درته هېڅ مُهمه نه ده.

د غني «محدود» پلویان چې په ټاکنو کې یې شمېر معلوم شو، همداسې تناقضاتو کې راګیر دي. زه چې څه لیکم، تبصرو ته نه ځم، ځکه ما خپله خبر کړې وي او خلک به خپل نظر پرې لري. خو کله یو نیم ملګری راته وایي چې د غني پلویان درته له چوکاټه وتلي شیان لیکي. هغوی په خپل انداز راته وایي چې «د مچیو ځالې ته لاس مه وروړه » یا یو نیم ملګری لږه شدیده ژبه وکاروي «سپي مه غَپَوه». مګر زما ځواب بیا ورته همدا وي چې دا زمونږ «حقانیت» ښکاروي چې مخالفین مو مقابل کې منطق نه لري، نو څو ښکنځلمار خو نباید مونږ ته مسیر او جهت وټاکي؛ یا مونږ قافلې ته ورته یو، خپل منزل وهو، د دوی یې خوښه

مګر زه ځینې تورونه اورم چې ګویا ما د دندې پر مهال د حکومت هر څه «ګل ګلزار» ښودل او اوس هر څه بد او ناروا ښایم. تاسې ټول ننګوم (چلنجوم)، یو داسې پوست، مرکه او یا لیکنه که چا زما پیدا کړه چې ما دا حکومت ګل ګلزار ښکاره کړی وي، وعده کوم اپوزیسیون پرېږدم، سکوت کوم. کولای شئ د ګوګل، فېسبوک یا یوټیوب «سرچ انجن» ته ورشئ، که مو یو مورد هم پیدا کړ، پور درکوم. مخالفت به مې زیات پیدا کړئ چې د دندې پر مهال مې کړی، ملکي تلفات مې غندلي، د غلطو مقرریو مخالفت مې کړی وي، د سولې ننګه مې کړې وي، او د فساد ضد غږ مې اوچت کړی وي؛ خو ننګه مې کړې نه ده. ځکه چې حکومت کوونکي د دفاع وړ نه وو. ښایي یوازنی مامور وم چې د غني سترګو ته مې کتل او سخته خبره مې ورته کوله. ډېرو به هغه وخت په دې ترټلم چې حکومتي موقف لرم او مخالف هم یم.

وطن مو خپل دی، هوا یې تنفسوو، د سپینو واورو او د زړه د تل اوبه یې څښو، راباندې حق لري. په دې خاوره کې مې وینه ګډه ده. د همدې ۲۰۰۷ کال نه راپه دېخوا مې د کورنۍ ۷ کسان شهیدان شوي چې خوریان او یوازنی زلمی وراره مې هم په کې شامل وو. شپږ کاله مې خارج رتبې بست کې کار کړی، مګر دا اوس کرایي کور کې ژوند کوم او په همدې زنده ګۍ ویاړم. هر باد او طوفان چې را الوتی یا راروان دی، ورته ولاړ یم. ځکه چې فکر کوم، د زمکې پر مخ همدا زمکه او اسمان ما پورې اړه لري، بل آدرس نه لرم. موافقت او مخالفت مې په همدې بنیاد دی. زه به یم (یا مې مړی یا ژوندی) او دا خاوره به وي؛ مګر شک لرم چې د ځینو به حتی مړي په دې خاوره کې خښ شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک