No-IMG

سپینې ماڼۍ ته د غني او عبدالله وربلل کېدل

ولسمشر غني د شپږو میاشتو راهیسې د بایډن لیدل غوښتل، بالآخره یې غوښتنه ومنل شوه؛ خو، د دوی په لېست کې ډاکټر عبدالله شامل نه و، هغه د امریکایانو له لوري وبلل شو. د سپینې ماڼۍ له اعلامیې داسې ښکاري چې دا وروستی ملاقات وي؛ هغوی به خپله وروستۍ خبره ورته کوي. دوه کاله مخکې چې د سولې عالي فرصت مساعد شو؛ غني د Talib Killers (طالب وژونکي) په نامه څو تنه استخدام کړل، د هوایي بمباریو د محدودیت پالیسي یې لغوَ کړه او څومره جنایات چې وو، ویې کړل. ځینو په اونۍ کې ۵۰۰ مړي شمارل؛ ځینو د اطلاعاتي راز تر عنوان لاندې د پښتنو له قتل عامه خوند اخېست او غني د واک د ساتلو په جنون کې، په جېنوا کې وویل: سوله ۵ کاله وخت غواړي (زه چې وم، سوله به ونه وینئ). امریکایانو چې ولیدل خپل غلامان یې لګیا دي د دوی له واکه سوء استفاده کوي، خپل بې قید او شرطه وتل یې اعلان کړل. دا دی دوی لا نیم وتي نه دي، د وطن نیمې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې.

بایډن به غني ته واضح خبره وکړي؛ مګر تاثیر به ځکه ونه کړي چې امریکایان په دوی واقعي فشار نه راوړي او نصېحت په زمونږ والو ځکه تاثیر نه کوي چې د عمل معیار شخصي ګټې دي. غني نه سوله هم واک اخلي او سقوط هم؛ سوله یې ترې ژر اخلي، نو سوله تر سقوطه بده ده. زما د یوه حکومتي ملګري خبره، سوله او سقوط دواړه په «س» پیلېږي؛ نو مونږ ته یې فرق نه شته. بس د خلکو زامن دي، د جګړې په میدان کې سلاخي کېږي او که وطن ورانېږي، د دوی یې څه؟! نه یې بچیان دلته شته، نه یې شتمني او نه یې راتلونکې… دلته چې یې غلا کېده، شته او چې نه وه، د هوا مرغان دي، الوزي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک