اضطراري حالت
د ملکي هوایي برخه یا د مسافر وړونکو طیارو پېلوټان اجازه نه لري فراشوټ ولري. فلسفه یې ساده ده؛ که الوتکه اضطراري حالت سره مخ شي او پېلوټ وډار شي، مسافر او الوتکه هوا کې پرېږدي، خپله ځان اچوي. د پېلوټ په ارزښت پالنې، اخلاقي اصولو او زړورتیا باندې باور نه دی شوی، لنډ یې ترې فراشوټ اخېستی چې د ځان ژغورنې لپاره د مرګ تر شېبې د الوتکې د بچ کېدو هڅه وکړي او یا نورو مسافرو سره یو ځای مړ شي.
په شدید بحران یا جګړه کې ښکېل هېوادونه هم د سقوط په حالت کې مسافر وړونکې طیارې ته ورته وي. د هغو سیاستوالو او رهبرانو برخلیک چې خپل هېواد سره تړلی وي، مرګ، ژوند، اولاد او کورنۍ یې خپل وطن کې وي، که یې ژمنتیا کمزورې هم وي، د ځان، اولاد او کورنۍ د ژغورنې لپاره تر وروستۍ سلګۍ هڅه کوي چې ملک وژغوري، غیر مسؤلانه چلند او غلطې فیصلې ونه کړي؛ خو، کله چې یې رهبران فراشوټونه ولري، د سقوط او بحران اوج کې ځان غورځوي (تښتي).
زه د ولسوالیو سقوط ډار کړی نه یم، جګړه ده او دا خبرې پېښېږي؛ خو د خپلو حکومتي رهبرانو او د ټیم فراشوټونو یې ډار کړی یم. د دوی کورونه دلته نه شته، بچي یې حتی د وطن ارګ ته راوستلای ونه شول. لومړی او حتی دویمه درجه قریبان یې یا دلته نه شته او یا د نورو هېوادونو پاسپورټونه لري؛ (Open Ticket) ورسره دي. یوه ورځ به ټول ځانونه له دې اور اخېستې طیارې نه واچوي. بیا به نو مونږ منتظر یو چې غره سره لږېږو، سمندر کې لوېږو او که په کومه دښته کې اور اخلو.
