د عبد الستار سعادت لیکنی
په دې نه ارزي
د ولسمشر په توګه، د ولسمشر غني موقف د درک وړ دی. هغه جمهور رئیس دی، بل هر یوه کس سره یې موقف او حالت فرق کوي. د سولې په اړه ولسمشر ستر ملي او تاریخي مسؤلیت لري چې هم باید احتیاط وکړي، ځان ډاډه کړي او هم وطن له دې وضعیته وژغوري، نور نو اور د وطن هډوکو ته رسېدلی، باید چې مړ شي. د جمهور رئیس دنده سخته ده. هغه باید د همدې تناقض په منځکې مزل وکړي؛ هم احتیاط وکړي او هم د ډېر احتیاط له امله دا فُرصت د لاسه ورنه کړي. په دې متناقض حالت کې ښه دا وه د ولسمشر تَله د سولې په لور درنده وای؛ ځان یې مطمئن کړی وای چې سوله واقعي ده، د دوام وړ ده، د ټولو ګوزاره د یو بل تر څنګ شونې ده او د وطن بقا په کې تضمین شوې، بیا لنډ ټول په همدې تله کې لوېدلی وای. مګر ولسمشر غني د احتیاط په نامه د جګړې د اعلان او تشدید ادبیات خپل کړل. مُتعصبو، سوله ضدو...
نور ولوله
د هغه حکومت چې لاسونه یې د خپلو خلکو په وینو سره شي، په خلکو حکومت نه شي کولای
نه پوهېږم دا حکومتونه، دا ستر قاتلان ولې د تاریخ بېسواده او ړانده وي. همدا درې لسیزې مخکې دلته روسانو خپل تر ټولو درانده بمونه په دې وګړو وغورځول، افغان کمونېستانو هم په زندانونو کې د خلکو نوکان او سترګې اېستلې، په ژوندیو بنیادمانو یې په بېلډوزرونو خاورې اړولې، د دې خلکو په ارادو سپاره نه شول. کارمل چې به ویل: مونږ د شلو میلیونو وګړو پر ځای یو میلیون سم خلک غواړو، دا دی دا ملت تر دېرشو میلیونو واوښت، خو د هغه حتی قبر نشته، هډوکي یې د آمو سیند یوړل.
دا د نیمروز د بمبارۍ تصویر دی، ټوله کورنۍ یې تباه کړې ده. دوی بیا د دې ملت استازیتوب کوي. یعنې خپل مؤکل څوک وژني؟
دا وطن او دا وګړي به پاتې وي؛ په یاد ولرئ چې د ځینو به قبرونه نه وي او که وي نو په دې خاوره به نه وي....
نور ولوله
که قاتل معلوم نه و، د ښار واکمن قاتل دی
که مونږ ټولې قرینې او په ځینو مواردو کې واضح ادعاوې له پامه وغورځوو او په حکومت شک ونه کړو چې په دې هدفي وژنو کې لاس لري، دا حکم قطعي کېږي چې حکومت بې کفایته او په ټوله مانا د نشت په حکم کې دی. نو پوښتنه دا ده چې آیا داسې غیرمسؤل او بې کفایته حکومت ته مالیه ورکول، خدمت کول او د سر په بیعه حفاظت ترې منطقي دی؟
البته هغه خبره په ټوله مانا پر ځای ده چې که قاتل معلوم نه و، د ښار واکمن قاتل دی. دا ترهګریز بریدونه او وژنې مشکوکې او نهایت مرموزې دي. هغوی چې حکومت نقدوي، د واټ پر سر وژل کېږي، قاتل یې په ډاډه زړه ځي.
هغه حکومت چې دویم کس یې په واضح ډول د جزاء قانون مادې د خلکو د ډارولو لپاره خپروي چې غږونه ستونو کې ونښلي، د حکومت وحشتناکه څېره هم خپلو منتقدینو ته ورښودلای شي چې غږونه یې ...
نور ولوله
نوې سناریو، نوي دروغ
کله چې صالح د امنیت رئیس و، د کار پر ځای یې توکمیزې عُقدې پاللې. بهرنیو ته یې غلط راپورونه ورکول چې کلي او کورونه به یې پرې بمبارد کړل.
د همدې غیرتي وګړو په کورونو یې بهرني پوځیان وروستل، بېګناه وګړي په نظامي اډو کې بندیان وو او ځینې خو یې لا تر ګوانتنامو ورسول.
هغه ناولی چلند و چې د طالبانو دویمه څپه راوالوته، د هغه غلط تدابیر او ناکامي وه چې طالبان دومره غښتلي شول چې تر نیمایي زیاته جغرافیه یې لاس کې ده او هغه صالح د ولسمشر د مرستیالۍ موقف کې د امنیې قوماندان او یا ښاروال په بست کې کار کوي.
کرزی صیب په آخر کې پرې پوه شوی و؛ چې هره بده پېښه به وشوه او بیا به امرالله صالح د توضېح لپاره ورغی، پخواني ولسمشر به ورته ویل: که اسناد لرې راته وایه، که نه وي د دروغو کیسو او داستانونو نه دې نور ستړی ...
نور ولوله
د افغانستان په خاوره کې مذاکره
په خپله خاوره کې مذاکرات د ټولو هیله ده؛ مګر حالات زمونږ دې آرزو سره پُخلا نه دي. ځکه، کېدای شي مذاکره د دولت یا طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې وشي؛ مګر که په دې جریان کې د مذاکرې په بهیر برید وشو، یو لوری به یې پر بل لوري اړوي.
امن د مذاکرې محل لپاره شرط دی او نړیوال نظارت هم. که دا تریخ واقعیت ومنو چې افغانانو د ډېرې زمانې راهیسې د خپلو لانجو د حل اهلیت بایللی، وضعیت سره به مو واقعي چلند کړی وي. همداسې په کور دننه مذاکرات د حکومت د ناسیونالېستي غیرت او احساس ښکارندوی نه دی، بلکې دوی تمه لري چې دلته به روان بهیر آسانه سبوتاژ کړي. د بُن د کنفرانس د دایرېدو پر مهال استاد رباني کټ مټ همداسې موقف درلود، هغه په کابل کې د یاد کنفرانس دایرېدل غوښتل. د امریکې د وخت ولسمشر (جورج ډبلیو بوش) رباني ...
نور ولوله
لوګر ته مه ځه، راشه په کابل کې د وکیلې زوی کنټرول کړه
لوګر ته مه ځه، راشه په کابل کې د وکیلې زوی کنټرول کړه، د اکسېجن د ورکو شویو ماشینونو پوښتنه وکړه. یوه وچه ډوډۍ دې په ملت ۱۹۰ افغانۍ حساب کړه او د IMF نه د پور اخېستنې دلیل او پر ځای لګولو وضاحت راکړه. پوهېږو د هلمند او د بلخ د خونړیو پېښو غم درسره نشته، د ننګرهار د څلورو ورونو په حق کې د جنایت په شان به دا هم زمونږ حافظې هضم کړي؛ خو، د احمدشاه بابا د سپکاوي ټپ ډېر تازه دی، یو څه خو یې په اړه ووایه. د ملت د ټولې شتمنۍ کیلي دې یوه بې هویته ته ورکړه، څپلۍ دې په پښو کړې، د PRS شدیدو امنیتي تداببرو کې د لوګر د ښار په یوه کوڅه کې تېر شوې. اوس به دې هر څه هېر شي او ټول به دې نننیو چیغو ته نارې کړي: زر کلن شې بابا... او ماته یا بل هر منتقد ته به دې ووایي: "تاته چوکۍ نه رسېږي. تا...
نور ولوله
یوه ساده پوښتنه، یو آسانه فورمول
د سولې مخالفین دې دا یوه پوښتنه حل کړي، مونږ یې تر شا ټینګ درېږو او هغه دا ده: آیا مونږ دا جګړه ګتلی شو؟ که یې ځواب مثبت و، زه د دې سولې پلوی نه یم. مګر که ځواب احساساتي الفاظ او یا غیر واقعي ادعا وي، مخالفت بې مانا دی. مونږ له بده مرغه د نظامونو د سقوط ډېر لنډ او بد تاریخ لرو. یو غل راپاڅېدۀ، د عبدالرحمن خان غوندې واکمن سلسله (د نمسي واکمني) یې ورختمه کړه. نادر خان د پاریس سفارت پرېښود، راغی حبیب الله کلکانی یې ړنګ کړ. داوود خان په څو ساعتونو کې د ظاهر شاه څلوېښت کلنه پاچاهي ورختمه کړه. څو تنه بې نومه بې نښانه کمونېستان راولاړ شول، داوود خان یې له کورنۍ سره پوپنا کړ. مجاهدینو نجیب، مجاهدین طالبانو او طالبان امریکایانو راوپرځول. یو ځای کې هم دا ملت د واکمن تر څنګ نه دی ولاړ (مهم عامل یې هم واکمن دی چې هېڅکله یې د خپل ولس...
نور ولوله
