No-IMG

د بُنبست نه احساسول او د جنګ ستراتېژي

طالبانو د ولایتونو تر نیولو د ولسوالیو او لویو لارو نیول غوره بللي دي. د دوی د جنګي ستراتېژۍ نه ښکاري:

1. د ولسوالیو په نیولو د سولې مذاکرات په ټپه نه درېږي. په غټو ښارونو برید نه کول، دوی نه د جګړه ییزې روحیې لرلو د ملامتۍ بار کموي.

2. د ولایت سقوط دوی ته ګران پرېوزي؛ ځکه، د ښارونو خلک طالب ضدې روحیه لري او افغان حکومت ته هم قضیه حیثیتي کېږي. نو طالبان پوهېږي چې ښایي په ډېرو تلفاتو یو ولایت ونیسي؛ خو ساتل یې ورته سخت دي.

3. په ولسوالیو جنګ کول، د جګړې لمن پراخوي چې د افغان حکومت لپاره نظامي مقابله سختوي.

4. په ولسوالیو جګړه، حکومت اړباسي چې هوایي ځواک نه ډېره استفاده وکړي؛ تجربې ښودلې چې د حکومت «غیر دقیق» هوایي بریدونه او یا د طالبانو له لوري کلیو او کورونو نه استفاده، حکومت نظامي «اکټ» ته مجبوروي چې د «عمل او نتیجې» د نېغې اړیکې د اصل او حکومت نه د تشدد د توقع نشتوالی له امله مسؤلیت دولت ته متوجه کوي. په نتیجه کې د خلکو او دولت تر منځ واټن پیدا کېږي.

5. د هرې ولسوالۍ په نیولو سره د حکومت حیثیت، واکمني او جغرافیه صدمه ویني؛ په مقابل کې طالبانو ته د قدرت د «نمایش» زمینه مساعدېږي چې د «استحقاق» بحث رامنځته کوي. د «تکتیکي شاتګ» اصطلاح د حکومت حیثیت ته څومره زیان رسولی دی.

6. لویې لارې د یوه هېواد د زړه د شریانونو حیثیت لري. همدا اوس حکومت د زمکې له لارې د خپلې واکمنۍ لاندې سیمو سره لږو ځایونو کې وصل دي. که یوه نقشه رسمه شي، د حکومت واکمني «جزیره یي» بڼه خپله کړې ده.

د داسې جګړه ییزې ستراتېژۍ نه جوتېږي چې طالبان د سولې روان بهیر کې تاکتیکي ګډون کوي چې اخلاقي مسؤلیت ورته متوجه نه شي او همدا راز اغفالوونکې تګلاره هم ده.

طالبان به د سولې طرحه خامخا لري؛ خو ښایي داسې وي چې حکومت به په نظامي لحاظ نیسي او بیا به دوی سره د واک د وېش اختیار او ابتکار وي. طالبان پوهېږي چې په هغسې حالت کې به د ډېرو توقع ټیټه شي. ځینې چې اوس غټې برخې غواړي، هغه حالت کې به یوازې خپلو ماڼیو کې ژوندي پاتې کېدل او ورسره حساب نه کېدل غواړي.

دې لوري ته ارګ مېشتي هم په بُنبست باور نه لري؛ ځکه چې که هغوی د سقوط او سولې په منځکې انتخاب ته اړ شي، د نظام ړنګېدل به غوره کوي. د دې لپاره چې سقوط وخت نیسي او تر سولې یې د واک ورځې په کې ډېرېږي. همدا راز به په سقوط کې د دوی غلاوې او ټول فساد ورک شي. طبعاً د کورنۍ جګړې احتمال زیات دی؛ غني به لکه ډاکټر نجیب یو بل (خو ژوندی) اتل وي. دا دی اوس مونږ ته لګیا دی او د سبا د قهرمانۍ پوپولېستیک ادبیات کاروي.

سخته وطن ته ده او د «اور اخېستي ځنګل ونو» ته چې رېښې لري، پښې او وزرونه نه لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک