هغه پوښتنې چې باید ځواب شي
دولتونه د ولسونو د مادي او معنوي ملاتړ نه بغیر نه پایي. که یو دولت ونه شي کولای خپل ملت سره غښتلې اړیکه رامنځته کړي، ناکام دی او دوام یې د ناممکن تر بریده سخت دی. په دې ورځو کې جمهوریت نه د دفاع بحث تود دی؛ افغان حکومت چې تُندلارو ایډیالوژیکو مخالفینو سره د جګړې په ډګر کې ستومانه ښکاري، خلکو او سیاسي ټولنې نه غواړي چې ملاتړ یې وشي؛ یا په بل عبارت، د خپلې بقا لپاره هر چاته لاس غځوي. دا یوه اساسي پوښتنه ده چې باید ځواب ومومي. مونږ (افغانان) زیات د تحقیق او پلټنې کلتور نه پالو؛ که نه نو یوه هېواد کې چې سلو کلونو کې «اته» نظامونه له بُنیاده ړنګ شوي وي او نهم یې هم تر ستوني ډوب وي، باید ډېر بېطرفه-علمي تحقیقات شوي وای چې ولې په دې هکله مونږ په ټوله نړۍ کې داسې بې مثاله «مُضر» تاریخ لرو؟! مونږ باید د تحقیق اصلي او فرعي پوښتنې مطرح کړې وای، لکه:
1. ولې حکومتونه په دې ونه توانېدل خپلو خلکو سره دوامداره اړیکه ټینګه کړي؟
الف- آیا حکومت کوونکي بې وسي (وړ) نه و؟
ب- او که سیستم ځواب ورکوونکی نه و؟
2. افغان ولس ولې په دې ونه توانېده حکومتونو سره مادي او معنوي اړیکه ټینګه کړي؟
الف- آیا دوی د طبېعت له مخې محدودونکي ځواک سره ستونزه لري؟
ب- او که بیروني عواملو او مداخلو د دې اړیکې د رامنځته کېدو مخه نیولې ده؟
کېدای شي دې ته ورته نورې پوښتنې هم راولاړې شي او فرضیې ورته مطرح شي. د تاریخي اسنادو او اوسنیو واقعیتونو په رڼا کې، د سیاسي علومو، ټولنپېژندنې او دې ته ورته د «سوشیل ساینس» نورو علومو د اصولو په رڼا کې یې لاملونه پیدا شي. دا تحقیق ځکه ارزښتمن دی چې که مونږ دا پوښتنې ځواب نه کړې، هر نظام د ړنګېدو له خطر سره مخ دی. نه یوازې به دا جمهوریت ونه لرو، بلکې راتلونکی حکومت به هم ناروغ او په نهایت کې مړ (سقوط) شي. د دې لیکنې حوصله دومره نه ده چې دا سل کاله ټول راوسپړل شي، بلکې لنډ د همدې حکومت تاسیس ته یو نظر کتل په کار دي او دا مسئله باید وڅېړل شي چې ولې مونږ د نړۍ د ملاتړ او ډېرو مرستو په جلبولو، نړیوالو ارزښتونو خپلولو، د تاریخ تر هرې مرحلې زیاتې آګاهۍ ته د رسېدلو سره - سره، د یوه بل نظام د ړنګېدو له خطر سره مخ یو؟!
بُن نه به یې راپیل کړو:
د ۱۹ پېړۍ وروستیو کې د جرمنانو وسپنیز لومړي وزیر بېسمارک به ویل: که تاسې د یوه اوږده بحران (د حکومت فقدان) نه وروسته دولت تاسیسوئ، د خدماتو وړاندې کولو فکر به نه کوئ. ځکه چې خلک له تاسې نه داسې کومه توقع نه لري. د دولتونو په نه شتون کې د قدرت جزیرې رامنځته کېږي چې نوي تاسیس شوي دولت لپاره غټ تهدید وي. نو ستاسې ټول تمرکز باید د یوه ملي ځواک په جوړولو باندې وي. کله چې هغه جوړ شو، د قدرت جزیرې په زور او حکمت له منځه یوسئ. په دې کار به مو څو ګټې کړې وي: لومړی دا چې د یوه زورواکي له منځه وړل د دولت اتوریته (اعتبار) لوړوي، دویم دا چې د هغه تشه نوی دولت ډکوي او درېیمه ګټه یې د دولت د قدرت نُمایش دی چې سخت ضرورت ورته لري. کله چې مو د قدرت جزیرې ختمې کړې، بیا بیروکراسي جوړه کړئ، ورپسې خدماتو ته ورشئ. زمونږ ګاونډ کې امام علي رحمان همدا تیوري پلې کړه. تاجکستان کې یې عبدالله نوري (اخوانیان) او بیا محلي زورواکان (د دوی په اصطلاح بُقه ګان) وځپل، بیا یې خدماتو ته مخه کړه چې هغه هېواد په پښو ودرېده. مګر زمونږ نړیوالو متحدینو، د بېسمارک په کور کې مونږ ته د هغه د تیورۍ په خلاف دولت تاسیس کړ؛ لږ تر لږه دوه قوې (اجرائیه او قضائیه) د قدرت د جزیرو منځکې ووېشل شوې. د دولت بُنیاد ناروغ کېښودل شو.
طالبانو بیا ولې ولسي بستر پیدا کړ؟
که څه هم د طالبانو له واکمنۍ نه افغانانو ښه خاطره نه درلوده. مګر د امریکایانو په لاس د هغوی د نظام ړنګېدل د افغانانو مذهبي احساساتو او باورونو سره همغږي نه وو. غټه تېروتنه دا وشوه چې امریکایان کبر پسې اخېستي وو او زمونږ تنظیمي او سیاسي رهبرانو د راتلونکي په اړه سطحي تحلیل درلود. ملا عُمر په دې کچه ساده زړی سړی و چې څو سوه زره ډالر او څو لنډکروزر موټر یې کرزي صیب ته رالېږلي وو چې نور د ملک پاچا ته یې، دا د بیت المال «مال» دی، ته یې درواخله. ملابرادر څو نورو مهمو طالبانو سره چې نورو «هایلکسو» موټرو بدرګه کاوه، د کندهار هوایي ډګر ته څېرمه کرزي صیب سره مخ شوی و. ورته یې ویلي و چې که اجازه وي دا دوه میله وسله او دا موټر ځان سره وړم، خپل کلي کې اوسېږم. کرزي صیب ورته ویلي و چې هر څومره دې په کار وي، دروایې خله او بې غمه په خپل کور کې اوسه. مګر بله ورځ خالد پښتون ورپسې امریکایان وروستل، برادر وتښتېده، کور یې بهرنیو بمبارد کړ چې د ځینو اقاربو غوښې یې کلیوالو د ونو له څانګو راکوزې کړې. کله چې امرالله صالح د امنیت رئیس شو، بهرنيو ته به یې غلط معلومات ورکول؛ کلي بمبارد شول، هدیرې جوړې شوې، چاپې ووهل شوې، د کیوبا تر خاورې حتی نابالغ ځوانان د طالب او ترورېست په نامه یوړل شول چې یو نیم لا تر اوسه هلته پاتي دي. په دې توګه نه یوازې طالبان اړ شول چې وسلې ته لاس کړي، بلکې ولسي بستر یې هم ورته مساعد کړ. پاکستان چې د داسې موقع په لټه کې و، لکه روسانو سره د جګړې زمانه یې دوی ته خوندي ځایونه برابر کړل او یو ځل بیا وسواله جګړه پیل شوه.
د جګړې مشروعیت
جنګ د دې تر څنګ چې ډېر قیمت لري، قوي دلایلو ته هم ضرورت لري. په مذهبي ټولنو کې د جګړې تر ټولو مهم، دیني مشروعیت دی. طالبانو د افغاني او پاکستانیو ملایانو په مرسته خپل جنګ ته دیني مشروعیت پیدا کړ. د حکومت لوری په دې کې تر ډېره پاتې راغی. که څه هم حکومت د علماو شورا جوړه کړه، مګر حتی همدې شورا په واضح ډول د طالبان د جنګ مشروعیت ونه ننګاوه او افغان سرتېرو ته یې د طالبانو د وژلو فتوی ورنه کړه. په انفرادي ډول چې کومو علماو د طالبانو جنګ حرام وباله او یا یې یاغیان وګڼل، د دې لیکنې پر مهال یې تقریباً څوک ژوندي نه دي پاتي. حکومت ونه توانېد چې د هغوی امنیت ټینګ کړي؛ نور پاتې دیني علما هم په خپل ژوند وډار شول. ډېرو ملایانو د افغان سرتېرو جنازې ونه کړې چې د سرتېرو دیني روحیه یې لا کمزورې کړه. د جګړې ملي مشروعیت حکومت سره تر یو ځایه مرسته کړې؛ خو دا ملاتړ د دیني مشروعیت په مقابل کې کمزوری دی. د بلې خوا د بهرنیو موجودیت د طالبانو د اشغال روایت ته منطق ورکړی دی چې ملي مشروعیت کمرنګوي.
حکومتولي
غلط کادري سیاستونه، اداري، مالي او سیاسي فساد، د اخلاقي فساد تورونو، د خدماتو په وړاندې کولو کې کمزوري، ولس سره له نږدې کار نه کول او د ولسمشر غني په حکومت کې د «ټامي نرټیف» د خلکو او حکومت اړیکه ډېره کمزورې کړې ده.
اخلاقي بحث
جګړه ګرانه وي؛ مالي، ځاني او غټ معنوي تاوانونه لري. په جنګ کې تر ټولو مهم د دې تاوانونو د پور پرې کول دي. د جګړې د قیمت او امتیاز اخېستو تر منځ باید یو معقول تناسب موجود وي. د بېلګې په توګه:
په دې وروستیو کې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو بېزونه محاصره کوي او «لاوډسپیکر» کې پرې غږ کوي. د امرالله صالح او دانش زامن په عیش او عشرت کې ژوند کوي، د غني اولادونه په امریکې کې دي، د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو زامن تاسې سره د جګړې په لومړیو لیکو کې نه شته. دوی ستاسې له اعاشو غلا کوي او ځانونو ته یې دلته او بهر ماڼۍ او ښکلې زنده ګۍ جوړې کړې دي. آیا تاسې غواړئ دوی لپاره مړه شئ؟!
د طالبانو دا کار رواني او تبلیغاتي جګړه ده؛ خو اغېزمنه ځکه پرېوزي چې دا ټول دروغ نه دي. که طارق غني یو ځل حتی امریکې کې افغاني نظامي یونیفورم اغوستی وای او د مرستیالانو زامن د تخار په «درقد» او د بغلان په «دهنه» کې برګو جامو سره ښکاره شوي وای، طالبانو به د داسې الفاظو امتیاز نه وای لرلای. دلته د جنګ پور هغوی پرې کوي چې په تصمیم ګیریو کې نه شته او امتیازاتو کې برخه نه لري. برعکس، هغوی چې هر څه یې په واک کې دي، د جنګ هېڅ ډول پور نه پرې کوي. حکومت لا غیر دقیقې بمبارۍ کوي، جوماتونه، کورونه او نور ملکي اهداف ولي چې قضیه لا مغلقوي او د مخالفینو په ګټه تمامېږي.
نتیجه
که نظام تر اوسه پاتې، د بهرنیو د ملاتړ نتیجه او د طالبانو د تېرې واکمنۍ د ترخو تجربو له امله دی. مونږ ضرورت لرو سوله وکړو. جمهوریت یا هغه چتر چې ټول افغانان یې سیوري ته راټولېدای شي، د مذاکرې، خبرو او سولې له لارې وساتو. مګر مونږ بیا هم جدي اړتیا لرو، مطرح شوې پوښتنې ځواب کړو. کېدای شي تحقیقاتي مرکزونه دې غټې مسئلې ته پام وکړي او ویې څېړي.
