د جګړې قیمت
د جنګ، د وطنپرستۍ او له خاورې دفاع قیمت هغوی ورکوي چې د وطن په هېڅ امتیاز کې شریک نه دي؛ بس چې مړه شي، یو سم تابوت یې هم نصیب نه شي، کرېټ کړی یې کور ته واستوي. بل لوري ته هغوی چې د دې وطن هډوکي هم وشپېلول، د جنګ او وطن هېڅ پور نه پرې کوي؛ د یوه متقاعد جنرال زوی ووژل شو، زمکې او اسمانونو ورسره وژړل. حال دا چې همدې ځوان سره یو ځای ۳۰ قامتونه نور ړنګ وو، ۹۰ نور ورک وو، خو؛ هغوی د چا په یاد نه وو، ځکه چې د وطن پوروړي وو، باید ړنګ شوي وای.
چې د سر قوماندان اعلی زوی طارق غني، وراره یې، د دفاع، داخله او امنیت وزیرانو، نورو وزیرانو، چارواکو، سوداګرو او شتمنو زامن د جګړې لومړیو لیکو ته لاړ نه شي، د وطندوستۍ او وطنپرستۍ شعارونه دروغ دي. یا دا ده چې دوی د جګړې په حقانیت باور نه لري؛ نو بیا دې هېڅوک نه مري او یا دا ده چې دوی د جنګ قیمت ورکولو ته تیار نه دي، نو بیا په دې جنګ کې اخلاق نه شته، د غریبو زامن دې هم د داسې دوه مخو او دروغجنو تر قوماندې لاندې ځانونه نه وژني.
