غني ته هغه ورورسېدل چې غوښتل یې
دوه نیم کاله دمخه غني ته د سولې تاریخي قهرمانۍ چانس په لاس ورغی، خو هغه په واک کې پاتې کېدل غوره کړل. چېرته چې طالب ضدې سوې مُهرې وې، راپیدا یې کړې او د ټولو معیارونو په نقضولو یې هغوی په مهمو دندو وګومارل. بیا یې سوله ضدي روایتونه رامنځته کول؛ که هرې ډلې به هر چېرته جنایت وکړ، لنډ به یې په طالبانو واړاوه. خپل دویم مرستیال یې هزاره جاتو ته واستاوه، هغه خپل قوم ته وویل چې د طالبانو بېرته راتګ، د سدوزیو او محمدزیو د واکمنۍ راستنېدل دي. یعنې غني په واک کې د پاتې کېدو په جنون کې نه یوازې خپل سیاسي رسالت هېر کړ، پښتو یې هېره کړه، بلکې د جمهوري ریاست پر څوکۍ ناست او ملي نفاق ته یې لمن ووهله. د شمالي قوماندانانو ته یې پیسې ولېږلې، پنجشېر کې یې غونډې وکړې چې د پښتنو پر ضد خلک تحریک کړي.
کله چې ټرمپ د یوه ټویټ په کولو سره د سولې پروسه وځنډوله، په هغه ورځ په ارګ کې نږدې له ډېرې خوشحالۍ د غني په شمول د ډېرو زړونه درېدلي وو؛ په کومه خوشحالۍ کې؟ دې لپاره چې سوله ونه شوه، که جنګ وي یا په هر قیمت په واک کې د پاتې کېدلو په خوشحالۍ کې یې خپل ټول فېسبوکي لښکر ته دنده ورکړې وه چې سوشیل میډیا کې د سولې پلویانو ته پېغورونه ورکړي او دوی «نڅا او پای کوبیانې» کولې.
خپل ټول وس یې وکړ چې د امریکې انتخاباتو پورې د مذاکراتو پرمختګ ته اجازه ورنه کړي؛ په دې تمه چې ټرمپ ټاکنې بایلي او بایډن به د دوحې تړون لغوه او یا به یې شرایط وربدل کړي. نیمه هیله یې پوره شوه، جوبایډن انتخابات وګټل، په ارګ کې بیا خوشحالۍ پیل شوې، د امریکې تر دېموکراتانو د غني ټیم ډېر خوشحاله و؛ هر یو یې د مرتضوي په اندازه خوند واخېست. جالبه وه چې په دوحه کې یې خپل مذاکراتي ټیم ته یوه نیمه میاشت رخصتي ورکړه. دې لپاره چې خبرو کې ځنډ راشي؛ بایډن د سولې ټولې هڅې لغو او جګړه اعلان کړي.
کله چې یې د خلیلزاد د ماموریت تمدیدېدل ولیدل، د امریکې د باندنیو چارو وزیر لیک ورته راغی، پوه شول چې د دیموکراتانو بریا د دوی برخلیک نه بدلوي. بیا یې د سولې د سبوتاژ لپاره بله طرحه ولیکله، غوښتل یې ځان ته اخلاقي وجاهت ورکړي، هغې هم ګټه ونه کړه.
دا دی اوس هغه فرصتونه نه شته، غني ته هغه ورورسېدل چې مستحق یې و. د خدای ج فیصله به داسې وه او ظلم و چې د دومره جفا، غلا، قانون ماتونې، دروغو، تمثیل او پوپولیزم نه وروسته غني د سولې اتل شوی وای.
خیر، دا به د اخلاقي اصولو، انساني لوړو اصولو پر بنسټ قضاوت وي؛ خو هغه چې څه (د قدرت دوام او پیسې) انتخاب کړي و، هماغه یې تر لاسه کړل. دا دی دوه نیم کاله نور په ارګ کې پاتې شو. د اپیکوریزم د فلسفې له مخې چې انسان له څه نه خوند اخلي، هغه باید وکړي او هغه ته باید ورسېږي. غني له پیله د تاریخ له قضاوته نه ډارېده، واک نه یې خوند اخېست، هغه یې غوره کړی و؛ د اتلولۍ او نېکنامۍ په مخ یې لاړې «توو» کړې وې.
