د سولې که د زور حکومت
طالبانو دوه کارونه وکړل؛ یو یې د ټولو تحلیلونه غلط ثابت کړل او بل یې چې چېرته دُښمن و، ذلیل یې کړ. که ډېر لرې لاړ نه شو، همدا تېره اونۍ روسانو خپل تحلیل خپور کړ او ویې ویل چې د طالبانو منابع کمزورې شوي دي، د ولایتونو د نیولو وس نه لري. طالبانو د همدې ارزونې د اعلان په سبا باندې نیمروز ونیوه او دا دی په یوه اونۍ کې یې شپږ ولایتونه لاندې کړل. د دښمنانو په ځپلو کې یې هم نه کورني رقیبان، نه حکومت او نه دوی سره په جګړه کې اَړَمو هېوادونو ته برَم پرېښود. خپلې تېرې تېروتنې یې هم تکرار نه کړې؛ د تخار او جوزجان نیولو ته یې له جنوبه لښکر جوړ نه کړ؛ هر ځای یې د هغې سیمې په طالبانو ونیوهٔ. د حکومت د ولسي پاڅونونو په نامه نسخو هم کار ورنه کړ او په امنیتي لیکو کې هم مورال په دې کچه نه دی چې د دې موج مخه ونیسي؛ که څه هم د امکاناتو له مخې لا حکومت تر طالبانو غښتلی دی. نو داسې ښکاري چې طالبان به تر یوې میاشتې د کابل د دروازو زنځیرونه وشړنګوي او کابل کې هم څوک د مقابلې توان نه لري؛ لومړۍ کرښه به نهایت کې بیا هم هغه د باګرام «روایتي دوه لارې» وي. لنډه دا چې طالبان د دې حکومت د ړنګولو پوره وس لري؛ مګر پوښتنه دا ده چې آیا طالبان په زور د ټول افغانستان د نیولو او حکومت کولو وس لري؟
د پورتنیو دلایلو په پام کې نیولو سره به د طالبانو واکمني تر تېرې زمانې پراخه وي؛ خو په دوامداره توګه په زور حکومت کول یې د ناممکن تر بریده سخت دي. په څو دلایلو:
1. اوس خو طالبان په هېڅ کار نه لري؛ یوازې جګړه کوي او ډوډۍ یې هم په خلکو تاوان ده. خو کله چې حکومت ړنګ شي او طالبان یې ځای ونیسي، مجبور دي خدمات وړاندې کړي، حکومتولي وکړي، معاش ورکړي، عدالت تامین او د عدالت احساس ورکړي. د ټولو یا لږ تر لږه د غټو قومونو ملاتړ ولري یا لږ تر لږه د نارضایتۍ کچه لوړه نه وي.
2. اروپایي ټولنې، امریکایانو، د سیمې مهمو هېوادونو او ملګرو ملتونو ویلي چې امارت او یا په زور د طالبانو واکمنېدل به په رسمیت ونه پېژني. طالبان اړ دي نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او ویې پالي. دا ځل به حتی سعودي او امارات هم د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
3. خلکو په شلو کلونو کې ډېرې آزادۍ تجربه کړې، د دوی بېرته محدودول د پراخې نارضایتۍ سبب ګرځي. لکه د بیان آزادي یوه اشباع کوونکې آزادي ده؛ که خلکو نه اخېستل کېږي، نظام ته کرکې په زړونو کې وده کوي او هغه خطرناکه وي.
4. طالبانو له ظهوره تر اوسه نظامي ژوند لرلای، سیاست او حکومتولي ته یې ډېره موقع نه ده موندلې. د بلې خوا نه هغه خلک چې په یو څه پوهېږي یا شتمن دي، افغانستان یې پرې ایښی او یا هم د تېښتې په حال کې دي.نو د طالبانو په راتګ به وزګارتیا او فقر زیات شي او فقیره ټولنه د خپلو نظامونو خطرناکه دُښمنه وي.
5. په شلو کلونو کې یوه غټه، خو بې اتفاقه سیاسي ټولنه رامنځته شوې ده. که طالبان دا ټول وځپي، دوی مجبور دي متحد شي. طالبان په سیمه او نړۍ کې دُښمن هېوادونه لري چې په مالي، نظامي او سیاسي لحاظ د دوی ملاتړ کوي. بیا که قومونه ناراضه وي، ولسونه د آزادیو په سلبولو خپه وي او فقر وي، ډېر ژر د طالبانو د رژیم په مقابل کې له سره وسلواله جګړه پیلېږي. هغه مهال به طالبان داسې کمزوری مشروعیت لري، لکه اوسنی حکومت یې چې لري.
نو، د طالبانو سختې ورځې هغه مهال پیلېږي چې دوی دا نظام ړنګ او خپل قایم کړي. دا اوسنی «مومېنټم» طالبانو ته د بهرنیو ځواکونو وتلو او په نظام کې یوې پردۍ او بېکاره رهبرۍ ورکړی دی، که نه وي دومره غښتلي نه دي. په همدې لحاظ د نظام ړنګول باید په هېڅ وجه غوره نه شي. ښه دا ده چې طالبان دې حتی په همدې زور کې سولې ته غاړه کېږدي. دا غوښتنه یې نامعقوله نه ده چې اوسنۍ رهبري دې لاړه شي، یو سرپرست حکومت دې د سولې لپاره رامنځته شي. ځکه چې غني او ټیم
