د عدالت تحریف
د هزاره ټبر نسل وژنه ناسمه ادعا ده او دا پخپله د عدالت تحریفول دي چې هزاره ورونو ته هم ګټه نه رسوي. که د هزاره و جېنوسایډ مطرح وای، سُني هزاره ګان به هم تر برید لاندې راغلي وو. د شیعه ګانو نسل وژنه یو واقعیت دی چې ځینو عربي هېوادونو کې او دلته داعش د جېنوسایډ مصادیق ترسره کړل.
هغوی چې په حقوقو پوهېږي، په دې یې سر خلاص دی چې په نسل وژنه کې «خاص جُرمي قصد» د عمل په ارتکاب کې دخیل وي. په افغانستان کې د جېنوسایډ قربانیان په دې دلیل وژل شوي نه دي چې هزاره ګان دي، په دې دلیل «مجنی علیه» واقع شوي چې شیعه ګان دي. په بل عبارت، د دې جرم مرتکبینو د جرم د ارتکاب پر مهال قومي انګېزه نه درلوده، بلکې د خپلو مذهبي باورونو له مخې یې دا جنایات ترسره کړي.
د عدالت تحریفول د قربانیانو په حق کې زیاتی دی؛ ځکه چې د دې قضیې ناسم پر مخ وړل «هېڅ» ته د قضیې وړل دي.
ډارېږم چې دا یوه حقوقي مغالطه نه وي، بلکې تر شا یې د دې وطن د دښمنانو لاسونه وي. ځکه چې په افغانستان کې مذهبي اختلاف رنګ نه اخلي؛ شیعه او سنُي په غټ تصویر کې ښه اتفاق لري. مګر د قضایاو قومي کول ملي نفاق ته زمینه مساعدوي. همدا شعار «د هزاره و جېنوسایډ ودروئ» په خپله په هزاره ټبر کې د «قومي مظلومیت» احساس پیدا کوي او په اوتومات ډول یو بل قوم خپل قاتل بولي. خو مذهبي مظلومیت یې نه یوازې نورو سره د واټن لامل نه ګرځي، بلکې سره نږدې کوي یې.
