شايق احمد غفورزی
د شايق احمد غفورزی لیکنی
دا ګونګ حالت ملت کوم نوي بحران ته سوق نکړي!
زه لدې وېرېږمه چې دا ګونګ حالت ملت کوم نوي بحران ته سوق نکړي!
زه منم چې د انجونو مکاتب او پوهنتونونه، بانکونه، تحصيلي ادارې، د ښځو حقه حقوق، اقتصاد، صحت ته پاملرنه، د دولت په رسميت پېژندنه، او نور... به وشي اما زمامداران بايد دا وژونکي خاموشي ماته کړي. هر ملا ټايپه دې نبايد د تلويزون او سوشل ميډيا له طريقه خودسرانه مواقفو اعلانولو ته پرېښودل شي. او پدې هم بايد دوی پوی شي دا کار يوازې د ذ.مجاهد دنده نده.
دلته له حالاتو يوازې هغه خبر دي کوم چې دوی سره سرکل کې دي. نور ولس له اندېښنو خوب نلري. هر يو د نا امېدۍ ټالونه زنګوي او بې سرنوشتۍ را اخيستي.
ا.ا.ا که نور هېڅ نکوي د روان وضعيت په اړه بايد ولس ته ډاډ ورکړي او خپلې رو...
نور ولوله
ملت د فقر سختې ورځې شپې سبا کوي
ملت د فقر سختې ورځې شپې سبا کوي. سهي ده چې صبر بايد ولرو او وخت ورکړو اوسني حکومت ته، دا بايد هر يو ومنو. اما فقر او بېکاري لوی چيلنج دی. او ددې پر وړاندې هره بې پروايي په يو لوی ناورين بدلېدلی شي. زه نه پوهېږم چې د رهبرۍ په سطحه کومې خبرې روانې دي اما دومره وايم چې اولويات لا ندي درک شوي! وايي چې "لوڅ له لارې تيريږي، اما وږی نه".رسول الله ﷺ له کفر وروسته د فقر نه پناه غوښته. د ا.ا.ا مشران بايد د هېواد له اوضاع دقيق خبر اوسي. اولويات وپېژني. اولوياتو ته توجه او کار وکړي. د خود سريو مخه ونيسي. اوس لپاره اولويت دا ندی چې ږيره پرېښودل شي او موسيقي دې بنده کړل شي. ږيره پرېښودل سنت ده. او تر ډېره ږيره لرل او بې ږيري توب د انسان خپل شخصي عمل دی، ثواب اوګناه يې ده ته ورګرځي نه ټولنې او حکومت ته!...
نور ولوله
احمد مسعود ډېر زيات ټرېن او کار پرې شوی
يو څه موده وړاندې مو د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود سره د نجم د ارتباطاتو د ټيم په مشرۍ ليدنه درلوده. زمونږ (نجم) هدف له ناستې دا وو څو داسې يو پلټفارم کې د هېواد ځوانان را منسجم کړو چې په سوله او نورو مشترکاتو کې همغږي اوسو. چون احمد زموږ له فکره خبر وو نو د سيد جمال الدين افغاني يې دا لړۍ را شروع او همداسې د ياد فکري تسلسل نور مشران ياد کړل او زياته يې کړه چې د احمدشاه مسعود د ارمانونو دا ول چې افغانستان کې اسلامي نظام، وروري، عدالت او سوله قائمه اوسي او زه هم د پلار لار تعقيبوم.
د مجلس وروسته خپلمنځي ارزيابۍ کې زما نظر د احمد په رابطه دا وو چې:
د احمد برخورد کاملا تصنعي وو. د هغه ناسته ولاړه او خبرې ټول شکلياتي ول. دا هر څه يې زموږ لپاره وويل . احمد ډېر...
نور ولوله
آيا د يو کنګل (Freeze) شوي حساب (Account) شتمنۍ لمنځه ځي؟!
مخکې لدې چې د امريکا لخوا د افغانستان پر موجوده ريزرف د لګيدلي بنديز په اړه وغږيږو، ښه ده وپوهيږو د يو حساب کنګل (Freeze)کول څه معنی؟
د حساب فريز کېدل د بانک يا بروکريج ( مالي اداره چې د پيرودنکي او پلورونکي تر منځ اړيکه قائموي) لخوا په حساب کې د ځينو معاملاتو د نه ترسره کېدو څخه عبارت دی. پدې وخت کې له حسابه پيسې ويستل او اضافه کولو ترڅنګ نور معاملات هم د يو څه مودې لپاره بنديږي. د حساب فريز کول د بانک، دولت، محکمې او يا هم درېيمې قانوني با صلاحيته ادارې لخوا په معلومو وختونو او شرايطو سره ترسره کيږي.
کله يو حساب فريز کيږي؟
په لنډو ټکو کې به ووايم چې دولت يا بانک يو حساب د شکمنو کړنو، جرمي کړنو او د يو شخص د وفات پر مهال تړلی شي. په نړيوال...
نور ولوله
د افغان وياړلو بچيو دا استعمار لکه د تېرو په څېر په مېړانه په شا وتمباوه
چا سوچ هم نه کاوه چې امريکا دې دومره زور ، ځواک او اقتصاد سره ونشي کولی چې افغانستان مستعمره کړي!
لله الحمد، دوی هم لکه د انګريز او روسانو تور مخي او له خجالته ډک حالت کې له وطنه په وتلو دي!
دوی د اشتراکي نظام له شعاره هاخوا بله کرغېړنه شعار چې د "ديموکراسۍ" په نامه وو پورته کړ. ويل يې چې د بيان آزادي ده، د ټولو رايه سره مساوي ده، جنسيتي تبعيض يې ناروا باله او د جنډر ايکوليټي پوچه فلسفه يې غږوله، د همجنسبازۍ پليت او د انساني کرامت خلاف عمل دوی روا وباله.... او داسې نور سلګونه شرمېدلي او تاريخي جنايتونه ددې شعار لاندې روا وبلل شول.
د افغان وياړلو بچيو دا استعمار لکه د تېرو په څېر په مېړانه په شا وتمباوه او دې ملت ...
نور ولوله
د ورونو ترمنځ شخړه
د ورونو ترمنځ لانجه، بحث او جنګ کومه نوې پديده نده. دا د ژوند له ترخو يوه ده. د آدم ع د زامنو هر يو هابيل او قابيل له وخته شروع او تر نننه دوام لري او په نارمل شکل زمونږ او ستاسې کورنيو او ټولنه کې موجود دی. دا نه وايم چې بيخي به استثنا نه وي ، هوکې شته ځينې فاميلونه چې د ورونو ترمنځ صميميت تر ډېره قائم او د ژوند ددې خوږو برخمن دي.
اما په ټوله کې ياده مسئله زمونږ او ستاسې په افغاني ټولنه کې تر ډېره تر سترګو کيږي. اکثر ګورو چې دوه ورونه سره خپلو کې د خفګان تر حده رسيدلي وي. ډېر لاملونه يې کېدلی شي، مثلا:حرص، حسد، متقابل احترام نشتون، مشر او کشر نا معلوم وي، ګډ او جماعي ژوند، د ورندارګانو له لاسه، کله، کله د ميراث د ترکې په وجه، د مالي معاملاتو په وجه او داسې نور........
نور ولوله
وايي لغمان کي جګړه طالب کوي دولت نه
انصاف مو روزي شه، طالب خو تېر کال فبرورۍ په ۲۹مه د جګړې د ختمولو تابيا وکړه او د بهرنيو ځواکونو د خروج او د موقتې ادارې د رامنځته کېدو هوکړه وکړه.
دواوړه لوري بهرنيان او طالب له جنګه ستړي او بهرنی لوری له شل کلنې بې نتيجې جنګه نا خوښ وو. نور عوامل يې هم لرل کوم چې د بحث وړ دي اما دلته نه!
وشول څه؟ مخالفت چا وکړ؟ د جمهوريت د نامه تر شاه د سولې ضد کړيو څه څه ونکړل؟د هغوی چې سوله کې شخصي منافع خطر ته لوېيدل کوم کارونه ونکړل؟ آيا د آخري پېښو شاهدان نه ياست؟ نه يوازې دا، د منطقې او نړۍ پليتو استخباراتي لوبې نه وينئ!؟ او که لا مو فکر په يو کوچنۍ محدوده کې منحصر کړی او فقط يو لوری ملامت ګڼئ!
طالب څنګه له داسې يو دولت سره هر څه وم...
نور ولوله
آرامتيا او سکون په څه کې ده؟
ټول پدې هڅه کې يو چې آرامه او پر سکونه ژوند ولرو. مختلف سوچونه او فکرونه کوو چې څنګه کولی شو آرام اوسکون ومومو . کله نا کله له ډېر سوچ او فکر ستړي شو، ناهيلي شو او وايو چې اصلا آرام دې زنده ګۍ کې نشته. اما واقعيت دا ندی، ژوند دومره هم ستړی ندی څومره چې مونږ فکر کوو. ژوند د اسلام په دائره کې ښکلی او آسان دی، دا مونږ يو چې آسان ژوند مو ځانته سخت کړی او خپله خوشالي او سوکالي له اسلامه ورهاخوا بل څه کې لټوو.
خوشحالي، سوکالي او آرام د انسان په ښو او بدو پورې تړلې ده . رسول الله ص وفرمايل: نيکي هغه ده چې په ترسره کولو يې زړه ته اطمنان او روح ته سکون وبخښل شي، بالعکس بدي بيا هغه ده چې روح او زړه دواړه نا ارامه کړي. دا حديث امام احمد روايت کړی.
ياد حدي...
نور ولوله
ماديت او معنويت
لاندې درې پوښتتې بايد انسان همېش له ځانه وپوښتي:
آيا ژوند مې وکړ؟
آيا مينه مې وکړه؟
آيا زه نورو ته مهم وم؟
يادو درې واړه پوښتنو ته بايد انسان ځواب ولري. زما په نظر، د پورته سوالونو ځواب تر ډېره د انسان د ايډيالوژۍ/مفکورې پورې تړلې ده.
مثلا، که ماده پرست ذهنيت درلودونکي وي نو د لومړي سوال ځواب کې به د مادياتو په اړه فکر کوي وايي به چې موټر لرم، کور لرم، عيش او عشرت مې وکړ، چکرې او خوند مې واخيست له ژونده او.... اما که معنويت ورته راجح وي نو هغه بيا وايي ما ژوند کې خپل د خلقت د هدف لپاره څه وکړل؟ او د الله ﷻ د خلق خدمت مې څومره وکړ؟
د مينې او مهم والي مسئله هم د ذهنيت/مفکورې پورې تړلې ده. د مينې په اړه د ماده پرستانو ت...
نور ولوله
د ژوند معادله
ژوند درې ورځې دی، پرون، نن او سبا!
پرون مو ژوند وکړ، تېره شوه او بيا نه را ګرځي.
نن ژوند کوو، دا د نن نه غير دوام نه مومي او د ورځ په تېرېدو د ماضي برخه ګرځي.
سبا هغه ورځ ده چې مونږ نه پوهيږو چېرته به يو، څه او څنګه حالت به لرو.
په همدې خاطر، وبخښئ، هېر کړئ او مخته ولاړ شئ، د الله مخلوق هغه ته پرېږدئ!
زه، ته او نور ټول تلونکي يو لدې نړۍ نو د زړه له تله بخښنه وکوئ هغوی ته چې له تاسې سره بد کړي، که قصدا يې کړي وي او که سهوا، بخښنه ورته وکوه او يا يې هېر کړه!
ستا بخښل به هغوی ته ستا له لوري تحفه او که هېر يې کړې نو د...
نور ولوله
غرور او تکبر دی چې انسان هلاکت ته بيايي!
تکبر او غرور بد او مردود عمل دی. ټولنه کې منفور انسان هم هماغه وي کوم چې کبر او غرور لري.د تکبر او غرور انجام کله هم ښه نه وي. د ياد موضوع د اثبات لپاره مختلف قرآني نصوص لرو. تاسې ته به بهتره معلومه وي کله چې فرعون د خدايۍ دعوه وکړه او وه يې ويل چې :
أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلْأَعْلَىٰ
زه ستاسو رب يم تر ټولو اوچت.
نو الله کريم، فرعون، لښکر او د هغه پلويان هلاک کړل او د دنيا او آخرت له رسوايي او شرمنده ګۍ سره يې مخ کړل!
بل ځای کې د رجيم شيطان له عبرته ډک داستان قرآن کې ذکر شوې او د د رټل کېدو لامل يې ځانته غره والی ياد شوی.
الله متعال شيطان مخاطبوي او ترې پوښتي:
...
نور ولوله
د ورونو ترمنځ شخړه
د ورونو ترمنځ لانجه، بحث او جنګ کومه نوې پديده نده. دا د ژوند له ترخو يوه ده. د آدم ع د زامنو هر يو هابيل او قابيل له وخته شروع او تر نننه دوام لري او په نارمل شکل زمونږ او ستاسې کورنيو او ټولنه کې موجود دی. دا نه وايم چې بيخي به استثنا نه وي ، هوکې شته ځينې فاميلونه چې د ورونو ترمنځ صميميت تر ډېره قائم او د ژوند ددې خوږو برخمن دي.
اما په ټوله کې ياده مسئله زمونږ او ستاسې په افغاني ټولنه کې تر ډېره تر سترګو کيږي. اکثر ګورو چې دوه ورونه سره خپلو کې د خفګان تر حده رسيدلي وي. ډېر لاملونه يې کېدلی شي، مثلا:حرص، حسد، متقابل احترام نشتون، مشر او کشر نا معلوم وي، ګډ او جماعي ژوند، د ورندارګانو له لاسه، کله، کله د ميراث د ترکې په وجه، د مالي معاملاتو په وجه او داسې نور........
نور ولوله
