No-IMG

د ورونو ترمنځ شخړه

د ورونو ترمنځ لانجه، بحث او جنګ کومه نوې پديده نده. دا د ژوند له ترخو يوه ده. د آدم ع د زامنو هر يو هابيل او قابيل له وخته شروع او تر نننه دوام لري او په نارمل شکل زمونږ او ستاسې کورنيو او ټولنه کې موجود دی.  دا نه وايم چې بيخي به استثنا نه وي ، هوکې شته ځينې فاميلونه چې د ورونو ترمنځ صميميت تر ډېره قائم او د ژوند ددې خوږو برخمن دي.

اما په ټوله کې ياده مسئله زمونږ او ستاسې په افغاني ټولنه کې تر ډېره تر سترګو کيږي. اکثر ګورو چې دوه ورونه سره خپلو کې د خفګان تر حده رسيدلي وي. ډېر لاملونه يې کېدلی شي، مثلا:حرص، حسد، متقابل احترام نشتون، مشر او کشر نا معلوم وي، ګډ او جماعي ژوند، د ورندارګانو له لاسه، کله، کله د ميراث د ترکې په وجه، د مالي معاملاتو په وجه او داسې نور.....

د ياد کار اضرار ډېر ګټه يې بيخي نسته!  يو مشکل بايد دومره لوی نشي د ورونو تر منځ چې خفګان او بدګذرانۍ ته لار وکړي ځکه پدې کار سره دښمن يا بدبين قوت اخلي د ورونو په وړاندې!

کله چې موسی ع د تورات له نازېدلو وروسته بېرته ښار ته ګرځي او خلک ګمراه شوي وي او د خوسي عبادت ته يې مخه کړي اوسي نو لومړی خپل ورور هارون ع له ګرېوانه را ونيسي او پدې هکله ځينې پوښتنه وکړي، نو هارون ع ځواب ورکړي چې:  قوم زه يواځې او ضعيف وموندلم او د مرګ ګواښ يې راته وکړ نو ته هم په ما دښمن نور مه خوشحالوه او ما د ظالمانو سره په قطار کې مه ودروه.

لدې معلومه شوه چې کله هم دوه ورونه خپلو کې په جنګ شي او يا وي نوکه چيرته عاقلانه او مسئولانه برخورد ونشي نو  شته ځينې مغرضې کړۍ زمونږ او ستاسې ټولنه کې چې دغه اور ته پوکۍ ورکوي او د اور د زياتېدو لامل ګرځي د کوم په نتيجه کې چې دوه ورونه د تناره خوراک کيږي!

ورورولي د يو او دوه ورځو تړون ندی چې انسان فکر وکړي چې جنګ مې وکړ او خلاصه شوه خبر. نه، کله هم داسې نه کيږي. تاسې به هم ټولنه کې دا رنګ خلک ليدلي وي چې کلونه له يو او بله خفه وي اما د غم او خفګان په وړاندې بيا يو و بل ته غاړې وتلي. په يو او بل درديږي ځکه دوی روحي لحاظ يو له بل سره تړلي وي!

کله هم چې د ورونو ترمنځ کومه خبر راځي نو بهتر همدا ده چې د خپلمنځي تفاهم او خبرو له لارې ياده مسئله حل کړي او په آسانه دې ددې اجازه چاته نه ورکوي چې د دوی تر منځ مداخله وکړي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک