No-IMG

ملت د فقر سختې ورځې شپې سبا کوي

ملت د فقر سختې ورځې شپې سبا کوي. سهي ده چې صبر بايد ولرو او وخت ورکړو اوسني حکومت ته، دا بايد هر يو ومنو. اما فقر او بېکاري لوی چيلنج دی. او ددې پر وړاندې هره بې پروايي په يو لوی ناورين بدلېدلی شي. زه نه پوهېږم چې د رهبرۍ په سطحه کومې خبرې روانې دي اما دومره وايم چې اولويات لا ندي درک شوي! وايي چې "لوڅ له لارې تيريږي، اما وږی نه".رسول الله ﷺ له کفر وروسته د فقر نه پناه غوښته. د ا.ا.ا مشران بايد د هېواد له اوضاع دقيق خبر اوسي. اولويات وپېژني. اولوياتو ته توجه او کار وکړي. د خود سريو مخه ونيسي. اوس لپاره اولويت دا ندی چې ږيره پرېښودل شي او موسيقي دې بنده کړل شي. ږيره پرېښودل سنت ده. او تر ډېره ږيره لرل او بې ږيري توب د انسان خپل شخصي عمل دی، ثواب اوګناه يې ده ته ورګرځي نه ټولنې او حکومت ته!

ښه ده اوس لپاره توجه لويو مسائلو لکه، د حکومت تشکيل، په رسميت پېژندل، اقتصاد، تعليم او صحت... ته واوسي.

موږ ګورو چې د ط.ا.ل.ب تېر دور کې څوک بله نيوکه نه مګر دا چې امر بالمعروف و نهی عن المنکر اداره غندي. يادې ادارې په ملي او بين المللي  توګه د ط.ا.ل.ب او افغانستان خراب انځور وړاندې کړی. هيله او توقع مو دا ده چې ا.ا.ا د تېر دور امر بالمعروف او نهی عن المنکر له اشباهاتو پند واخلي. له حکمته کار واخلي قضاياو کې او اولوياتو ته ترجيح ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک