دا ګونګ حالت ملت کوم نوي بحران ته سوق نکړي!
زه لدې وېرېږمه چې دا ګونګ حالت ملت کوم نوي بحران ته سوق نکړي!
زه منم چې د انجونو مکاتب او پوهنتونونه، بانکونه، تحصيلي ادارې، د ښځو حقه حقوق، اقتصاد، صحت ته پاملرنه، د دولت په رسميت پېژندنه، او نور... به وشي اما زمامداران بايد دا وژونکي خاموشي ماته کړي. هر ملا ټايپه دې نبايد د تلويزون او سوشل ميډيا له طريقه خودسرانه مواقفو اعلانولو ته پرېښودل شي. او پدې هم بايد دوی پوی شي دا کار يوازې د ذ.مجاهد دنده نده.
دلته له حالاتو يوازې هغه خبر دي کوم چې دوی سره سرکل کې دي. نور ولس له اندېښنو خوب نلري. هر يو د نا امېدۍ ټالونه زنګوي او بې سرنوشتۍ را اخيستي.
ا.ا.ا که نور هېڅ نکوي د روان وضعيت په اړه بايد ولس ته ډاډ ورکړي او خپلې روانې هڅې مېډيايي کړي. ولس ته زړه ورکړي او وښايي چې هر څه سمېدونکي دي. او که داسې ونشي نو د بدو عواقبو شاهدان به اوسو.
و ما علينا الالبلاغ
