No-IMG

وايي لغمان کي جګړه طالب کوي دولت نه

انصاف مو روزي شه، طالب خو تېر کال فبرورۍ په ۲۹مه د جګړې د ختمولو تابيا وکړه او د بهرنيو ځواکونو د خروج او د موقتې ادارې د رامنځته کېدو هوکړه وکړه.

دواوړه لوري بهرنيان او طالب له جنګه ستړي او بهرنی لوری له شل کلنې بې نتيجې جنګه نا خوښ وو. نور عوامل يې هم لرل کوم چې د بحث وړ دي اما دلته نه!

وشول څه؟ مخالفت چا وکړ؟ د جمهوريت د نامه تر شاه د سولې ضد کړيو څه څه ونکړل؟د هغوی چې سوله کې شخصي منافع خطر ته لوېيدل کوم کارونه ونکړل؟ آيا د آخري پېښو شاهدان نه ياست؟ نه يوازې دا، د منطقې او نړۍ پليتو استخباراتي لوبې نه وينئ!؟ او که لا مو فکر په يو کوچنۍ محدوده کې منحصر کړی او فقط يو لوری ملامت ګڼئ!

طالب څنګه له داسې يو دولت سره هر څه ومني کوم چې د سولې د توافق په اړه يو ځل امتحان ورکړی او ګورو چې د حزب اسلامي سره په کړي توافق نامه کې تر نننه په چل وفريب روان دی!؟

زه دا هم نه وايم چې طالب سل په سلو کې پر حقه دی. هغه لوري ته هم مشکلات شته. دا هر څه په ځای پريږدو

را ځو ديته چې د جګړې قربانيان څوک دي!؟ لږ وخت به ځان سره تم شو او سوچ به وکړو.....

معلومه ده چې زه او ته يې قربانيان يو، درد يې ما او تاته او دې مظلوم ولس ته دی! ښه نو چې داسې يو حالت وي نو

ولې دومره نفرت اوکينه د بل افغان په وړاندې!؟ هغه که طالب او که اردو/پوليس دی!

نو ګل وطنداره، تېر شه لدې چې دا شهيد او هغه مردار وبولې او کورنۍ يې د وير اوغم په ټغر ليدلو ارماني اوسې!

زه نه طالب او نه دولت کې يم، زه يو عادي افغان يم. زه شخصا د دواړو په وژل کېدو دردېږم او دا د ملت تباهي ګڼم!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک