د افغان وياړلو بچيو دا استعمار لکه د تېرو په څېر په مېړانه په شا وتمباوه
چا سوچ هم نه کاوه چې امريکا دې دومره زور ، ځواک او اقتصاد سره ونشي کولی چې افغانستان مستعمره کړي!
لله الحمد، دوی هم لکه د انګريز او روسانو تور مخي او له خجالته ډک حالت کې له وطنه په وتلو دي!
دوی د اشتراکي نظام له شعاره هاخوا بله کرغېړنه شعار چې د "ديموکراسۍ" په نامه وو پورته کړ. ويل يې چې د بيان آزادي ده، د ټولو رايه سره مساوي ده، جنسيتي تبعيض يې ناروا باله او د جنډر ايکوليټي پوچه فلسفه يې غږوله، د همجنسبازۍ پليت او د انساني کرامت خلاف عمل دوی روا وباله.... او داسې نور سلګونه شرمېدلي او تاريخي جنايتونه ددې شعار لاندې روا وبلل شول.
د افغان وياړلو بچيو دا استعمار لکه د تېرو په څېر په مېړانه په شا وتمباوه او دې ملت ته يې وياړ په برخه کړ.
رب تعالی دې د ټولو شهادتونه، غزاګانې، مالي کومکونه او هر راز همکاري چې د چا په وس وه کړې/کوي قبول کړي .آمين.
اوس څه بايد وشي؟
اوس وخت دی چې دولت او طالبان د سولې رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخلي او پرېنږدي چې دلته د منطقې او جهان خونخواره استخباراتي پلان شوي بربادوونکې پروژې پلي شي!
اجازه ورنکړي څو پخوانيو لسيزو ته وګرځو!
له لوريو تمه ده چې د بين الافغاني ډيالوګ او مذاکرې په نتيجه کې پداسې يو حکومت توافق وشي چې ددهغه په نتيجه کې سوکاله او آرامه افغانستان په کام راوړي.
د يو آزاد سوکاله او آباد افغانستان په هيله
