No-IMG

غرور او تکبر دی چې انسان هلاکت ته بيايي!

تکبر او غرور بد او مردود عمل دی. ټولنه کې منفور انسان هم هماغه وي کوم چې کبر او غرور لري.د تکبر او غرور انجام کله هم ښه نه وي. د ياد موضوع د اثبات لپاره مختلف قرآني نصوص لرو. تاسې ته به بهتره معلومه وي کله چې فرعون د خدايۍ دعوه وکړه او وه يې ويل چې :

أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلْأَعْلَىٰ

زه ستاسو رب يم تر ټولو اوچت.

نو الله کريم، فرعون، لښکر او د هغه پلويان هلاک کړل او د دنيا او آخرت له رسوايي او شرمنده ګۍ سره يې مخ کړل!

بل ځای کې د رجيم شيطان له عبرته ډک داستان قرآن کې ذکر شوې او د د رټل کېدو لامل يې ځانته غره والی ياد شوی.

الله متعال شيطان مخاطبوي او ترې پوښتي:

قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ ۖ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِينَ .

ته څه شي منع کړې لدې چې زما په لاسونو خلق شوي موجود ته سجده ونکړې؟ آيا تا لويي وکړه او يا هم ته له پخوا د لوړو خلکو له جملې يې؟

رجيم شيطان ځواب کې وايي:

قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ ۖ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ .

زه له ده نه ډېر بهتره يم، زه دې له اوره او دی دې له خټې پيدا کړی!

نو همدا کړنه يې باعث کيږي څو د الله له رحمته د تل لپاره وشړل شي.

همدارنګه الله متعال فرمايي:

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍۢ فَخُورٍۢ

يقينا الله تعالی خوښ نه ګڼی کبرجن او فخر کوونکی.

متأسفانه، زمونږ ټولنه کې يو ټولګی داسې هم شتون لري چې د لږ څه په لرلو هغه که ماديات او که معنويات وي بيا د ځمکې خلکو ته نه ګوري. پرواز يې ډېر لوړ وي، مقابل ورته سپک او کمزوری بريښي. د نورو حقوق پايمالوي او ځان له هر څه بالا بولي. تاسې به په خپل ژوند کې مشاهده کړي اوسي چې ياده طبقه خلک په ټولنه کې بغير د غوړه مالانو د بل هېڅ شخص ښه نه راځي.

نو بهتره همدا ده چې که څومره هم يو شخص د مادياتو يا هم د معنوياتو په لحاظ لوړيږي، هومره يې بايد حلم، تواضع او خاکساري ډېره شي. د رب تعالی منونکی او شاکر بنده اوسي څو د دنيا او عقبی کاميابي او سر بلندي يې نصيب شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Sikandar Shams

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍۢ فَخُورٍۢ يقينا الله تعالی خوښ نه ګڼی کبرجن او فخر کوونکی

محمداعجازالحق شریعت یار

تکبریواځې الله (ج)سره ښایې۔ نو انسان دتکبر کولو له وجي هلاکت طرف ته بیایې

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک