د شايق احمد غفورزی لیکنی
زمونږ ټولنه کې اسلام ولې محکوميږي؟
دغه سوال نه يواځې ماته بلکې سلګونو او زرګونو ته له زياته وخته ذهن کې اوړي را اوړي. ډېرو به یې په اړه فکر او سوچ هم کړي اوسي. شايد ځينې لاملونه يې هم موندلي وي اما له شريکولو يې شايد په يو نه يو قسم په شا شوي اوسي. زما له نظره ځينې لاملونه يې کېدای سي په لاندې ډول وښايو:
۱- د اسلام له اصيل فهم څخه نا خبري يا هم نا درست فهم.
۲- د رسول الله ص د سيرته نا خبري. د اصحابو کرامو ژوند او تاريخ ته بې اعتنائي او نا خبري.
۳-دا چې مونږ يو سنتي ټولنه يو او معروف په مسلمانانو يو نو هر کړنه مو د اسلام له دائرې کتل کيږي.
۴...
نور ولوله
له IMF څخه پور اخیستل په ګټه دی او که په تاوان؟
پدې ورځو کې د سوشل میډیا له لارې د آی ایم ایف څخه د قرضي د نه اخیستلو لپاره مختلف جهتونه او انفرادي اشخاص مختلف څرګندونې کوي.
مخکې له دې چې ووایو له IMF څخه پور اخیستل زمونږ په ګټه او که په تاوان دي، باید پدې وپوهیږو چې آی ایم ایف اداره کله او د کومو اهدافو لپاره تاسیس شوې ده، غړي هیوادونه او د پور ورکولو او بیرته د ټولولو پروسه یې څنګه ده.
نړیوال پیسو صندوق یا International Monetary Fund په ۱۹۴۴ م کال کې د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د امریکا په Hampshire ایالت کې د ۴۴ هیوادونو د استازو په موجودیت کې دوهم نړیوال جنګ د مالي زیانونوو د جبرانولو په موخه تاسیس شو. او هدف یې دا وو څو له ...
نور ولوله
