No-IMG

د ژوند معادله

ژوند درې ورځې دی، پرون، نن او سبا!

پرون مو ژوند وکړ، تېره شوه او بيا نه را ګرځي.

نن ژوند کوو، دا د نن نه غير دوام نه مومي او د ورځ په تېرېدو د ماضي برخه ګرځي.

سبا هغه ورځ ده چې مونږ نه پوهيږو چېرته به يو، څه او څنګه حالت به لرو.

په همدې خاطر، وبخښئ، هېر کړئ او مخته ولاړ شئ، د الله مخلوق هغه ته پرېږدئ!

زه، ته او نور ټول  تلونکي يو لدې نړۍ نو د زړه له تله بخښنه وکوئ هغوی ته چې له تاسې سره بد کړي، که قصدا يې کړي وي او که سهوا، بخښنه ورته وکوه او يا يې هېر کړه!

ستا بخښل به هغوی ته ستا له لوري تحفه او که هېر يې کړې  نو دا به دې ځانته ډالۍ ورکړي اوسي !

او په ياد ولره چې ستا نفس په تا حق لري او هغه دا دی چې ته خپل نفس ته آرام ورکړې نه دا چې تعذيب يې کړې په زيات دردونو او بدو خاطرو ساتلو سره!

نو اړينه ده چې تېر هېر کړې او د يو درس په شکل ترې زده کړه وکړې او بيا دې خپل راتلونکي ژوند ته نظر او تياری وکړې!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک