No-IMG

احمد مسعود ډېر زيات ټرېن او کار پرې شوی

يو څه موده وړاندې مو د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود سره د نجم د ارتباطاتو د ټيم په مشرۍ ليدنه درلوده. زمونږ (نجم) هدف له ناستې دا وو څو داسې يو پلټفارم کې د هېواد ځوانان را منسجم کړو چې په سوله او نورو مشترکاتو کې همغږي اوسو. چون احمد زموږ له فکره خبر وو نو د سيد جمال الدين افغاني يې دا لړۍ را شروع او همداسې د ياد فکري تسلسل نور مشران ياد کړل او زياته يې کړه چې د احمدشاه مسعود د ارمانونو دا ول چې افغانستان کې اسلامي نظام، وروري، عدالت او سوله قائمه اوسي او زه هم د پلار لار تعقيبوم.

د مجلس وروسته خپلمنځي ارزيابۍ کې زما نظر د احمد په رابطه دا وو چې:

د احمد برخورد کاملا تصنعي وو. د هغه ناسته ولاړه او خبرې ټول شکلياتي ول. دا هر څه يې زموږ لپاره وويل . احمد ډېر زيات ټرېن شوی او کار پرې شوی. پدې پوی دی چې مقابل سره کومسې خبرې په کوم انداز کې وکړي. خبرې يې ټول هوايي پدې دي چې دی زموږ له ملاقات نه مخکې او وروسته د شمال د جهادي قمندانانو سره ليدنه درلوده!!

دی له هماغه وخته په ملېشه سازۍ کې مصروف وو. هماغه وخت يې  خلک مسلح کول. او دا دی څو مياشتې وروسته دا هر څه لکه لمر څرګند شول!

دی په رښتيا خپلو خبرو کې درواغجن و. نن چې دا د مقاومت په نوم کوم څه غږوي دا مقاومت د هېواد او وطن لپاره نه بلکې خپل شخصي مفاد لپاره کوي.

دوی د افغانستان اسلامي امارت سره د قدرت د وېش په سر زياتې چنې ووهلې اما د طالب له نر دريځه مې قربان کړې چې د داسې فرسوده شخصيتونو سره هېڅ قسم جوړ جاړی نکوي

زه پنجشير کې د روان جنګ مخالف يم اما دا هم بايد ووايم چې د پنجشير اوسيدونکو نبايد دوی ته خپله غېږه کې ځای ورکړی وای! لوبه که هر څه مبهمه ده هغه به له وخت سره واضحه شي اما څنګه چې نور ولاياتو کې پرته له مقاومته هر څه تسليم او د هر چا مال، عزت او سر خوندي وو دا هم بايد همداسې شوي وای. دا بدبختی د پنجشير څو بد ذاته بچيو په پنجشير لورولی!

خدای دې زمونږ چارې ښې کا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک