ماديت او معنويت
لاندې درې پوښتتې بايد انسان همېش له ځانه وپوښتي:
آيا ژوند مې وکړ؟
آيا مينه مې وکړه؟
آيا زه نورو ته مهم وم؟
يادو درې واړه پوښتنو ته بايد انسان ځواب ولري. زما په نظر، د پورته سوالونو ځواب تر ډېره د انسان د ايډيالوژۍ/مفکورې پورې تړلې ده.
مثلا، که ماده پرست ذهنيت درلودونکي وي نو د لومړي سوال ځواب کې به د مادياتو په اړه فکر کوي وايي به چې موټر لرم، کور لرم، عيش او عشرت مې وکړ، چکرې او خوند مې واخيست له ژونده او.... اما که معنويت ورته راجح وي نو هغه بيا وايي ما ژوند کې خپل د خلقت د هدف لپاره څه وکړل؟ او د الله ﷻ د خلق خدمت مې څومره وکړ؟
د مينې او مهم والي مسئله هم د ذهنيت/مفکورې پورې تړلې ده. د مينې په اړه د ماده پرستانو تصور مال، زرق و برق او جسمي اړيکه ده اما د معنوي فکر لرونکو لپاره مينه د مال، دنيايي زرق و برق، جسمي اړيکې ورهاخوا د ارواحو او معنوياتو سره د تعلق مسئله ده. دوی مينه د الله ﷻ له ذات، رسول ﷺ، صحابه، مور و پلار، ..... سره وي او دا اړيکه يې هم د الهي ارشاداتو په رڼا کې وي. ماده پرستان هم وايي مونږ مينه کوو اما فرق دې کې دی چې هغوی مينه له معنوياتو خالي وي، هلته که اړيکه هم وي نو د مادياتو په شاوخوا کې څرخيږي، بالکل د معنويت پکې څرک هم نه وي.
همدارنګه،مهم والی د ماده پرستو په وړاندې داده چې ما څومره خلک پېژني او زما د مال په وجه څومره خلک زما احترام کوي. بله خوا، د معنويت لرونکو لپاره مهم والی دا دی چې پورته آسمانونو کې دوی څومره پېژندل شوي او په کوم څه پېژندل شوي، ښه او که بد! همدا راز، زما رول په ټولنه کې څه وو؟ آيا کوم مثبت تغير خواته مې د ټولنې سوقولو کې ونډه وه؟ خپل محيط کې څومره اغېزمن وم؟ او داسې نور....
د ياد سوال او ځواب په پای کې که چېرته يو شخص ځان مثبت وه ارزوي نو د راحت احساس به وکړي او فکر کوي چې مسئوليت يې ادا کړی، او که داسې نه وي نو فکر به کوي چې ناکامه شخص دی!
د ماده پرستانو کاميابي همدا پورته ذکر شوي شيان دي، يعنې د مادياتو ترلاسه کول ورته کاميابي ښکاري او ځان به مثبت ارزيابي کوي، اما حقيقت کې دا کاميابي نده
کامياب يوازې هغه دي چې دا هر څه يې د معنويت په اساس ترسره کړي اوسي!
نو
عزيزانو، دعا به کوو چې الله ﷻ مو له محض مادي فکره وساتي او د معنويت په لور سفر کې راته لارې آسانه او پرانيزي.
