آيا د يو کنګل (Freeze) شوي حساب (Account) شتمنۍ لمنځه ځي؟!
مخکې لدې چې د امريکا لخوا د افغانستان پر موجوده ريزرف د لګيدلي بنديز په اړه وغږيږو، ښه ده وپوهيږو د يو حساب کنګل (Freeze)کول څه معنی؟
د حساب فريز کېدل د بانک يا بروکريج ( مالي اداره چې د پيرودنکي او پلورونکي تر منځ اړيکه قائموي) لخوا په حساب کې د ځينو معاملاتو د نه ترسره کېدو څخه عبارت دی. پدې وخت کې له حسابه پيسې ويستل او اضافه کولو ترڅنګ نور معاملات هم د يو څه مودې لپاره بنديږي. د حساب فريز کول د بانک، دولت، محکمې او يا هم درېيمې قانوني با صلاحيته ادارې لخوا په معلومو وختونو او شرايطو سره ترسره کيږي.
کله يو حساب فريز کيږي؟
په لنډو ټکو کې به ووايم چې دولت يا بانک يو حساب د شکمنو کړنو، جرمي کړنو او د يو شخص د وفات پر مهال تړلی شي. په نړيواله سطحه بيا دا کار د خارجي سرمايه ګذاريو حساباتو کې هم ممکنه ده. د نړۍ اکثره هېوادونه په متحده ايالاتو کې د ريزرفونه لري. افغانستان هم يو له هغو هېوادونه څخه دی کوم چې د۹.۵ بيليونه امريکايي ډالرو په اندازه ياد حساب په امريکا کې د نيويارک فدارلي ريزرف او نورو مالي معتبرو اداراتو سره لري. د افغانستان ريزرفونو دامريکې متحده ايالاتو د امر په اساس په امريکا کې د خارجي سرمايه ګذاريو د کنترول ادارې (OFAC) ادارې لخوا فريز ګرځول شوي، کوم چې با صلاحيته او قانوني اداره ده.
را ځو دېته چې د بايډن ادارې د افغانستان ريزرف کوم چې د ۹.۵ بيليونه ډالرو په ارزښت ده ولې بنده کړې او ددې آينده به څه وي لنډ بحث کړو:
د امريکا دولت د يکشنبې په ورځ ياد مبلغ ريزرف يا د کنګل کېدو خبر رسنيز کړ او ويې ويل چې طالبان بايد ياد شوي مبلغ ته لاس رسی پيدا نکړي. نړۍ وال بانکي او اقتصادي چارو کارپوهان پدې آند دي چې ياد بنديز يې د سياسي ثبات او نظام نشتون تر څنګ د طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو په وجه لګولی. ياد بنديز د نړۍ په تاريخ کې نوې مسئله نده. لدې مخکې هم امريکا ورته بنديزونه د ليبيا او وينزويلا په حکومتونو د يادو ملکونو د رژيمونو د سقوط پر مهال لګولي ول. همدا راز ويل کيږي چې ياد بنديز په راتلونکي نظام د فشار يوه نقطه ده څو د بشر او ښځو حقونه تضمين کړای شي.
د ياد حساب د کنګل کولو پايله څه کېدلی شي؟
ياد عمل د امريکا متحده ايالاتو لپاره خطرناک ثابتېدلی شي. ځکه پدې کار سره دوی طالبانو يا هم اسلامي امارت دا په ګوته کوي چې امريکا غواړي د دوی حکومت وران او خراب اقتصادي حالت سره مخ کړي نو وختې چې داسې يو سناريو موجوده وي نو طبيعي ده چې دا کار به د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ کيږي. او په وروستيو کې د بايډن له خبرو دا هم جوتيږي چې نغواړي نور د افغانستان په مسئله کې ښکېل واوسي.
آيا ياد حساب به بېرته پرانېتسل کيږي؟
د افغانستان د نوي حکومت او نظام په اړه له نړيوالو سربيره داخلي اندېښنې هم موجودې دي. د نظام د ساختار او جوړښت وروسته کله چې د نړۍ والو لخوا افغانستان نوی حکومت په رسميت وپېژندل شي نو بيا د ياد حساب پرانيسته د قانوني مراحلو د طی کولو وروسته به د افغانستان دولت خپل ريزرف حساباتو ته لاس رسی پيدا کوي.
شايق احمد غفورزی
۱۸/۰۷/۲۰۲۱
کابل، افغانستان
