دا ملت په پټکو او د زمکې په ډب ډب د ويرېدو ندی
سوله او د ترې را وروسته قوي نظام او د افغانانو يووالی ضروري دی
دا جګړه ده چې نن هند، پاکستان، ايران او نور هیوادونه چې يو وخت زموږ تر يوغ لاندې وو نن موږ ته فرمايشونه په مېز ږدي.
موږ د بېوسي په اوج کې راڼه راڼه ګورو او دوی هر يو وایي چې افغانان بايد سوله داسې، نظام هسې، اقليتونو سره دا رنګ، مذاهبو سره بل ډول او نورې نړۍ سره هم د دوی په خوښه او فرمايش اړیکې وپالل شي.
ټول ګاونډيان او ټول مغرض دې یې واوري چې افغانان له زر او زور غورځیدلي خو همت باقي او نامشروع فرمايشات مطلق مردود دي.
دا صلاحيت صرف د افغانانو دی چې ځانته څه ډول نظام، څه رنګ حکومت، نړۍ سره څرنګ روابط او خپلو کې يو بل سره څه ډول اړیکې پالل غواړي.
کله چې امريکا، ناټو او د همدې ګاونډيانو په ګډون ټولو نړيوالو پوځونو پر موږ خپله اراده په زور تحميل نشوای کړای، په سوله او له سولې پس هم هيڅوک هيڅ نشي کولای.
دا ملت په پټکو او د زمکې په ډب ډب د ويرېدو ندی
