ناهيلی ښار
وطن کې د يوه شي سخت کمی حس کېږي چې هغه راتلونکي ته "هيله" ده.
ډیری ځوانان وينم چې وطن نه په وتو دي. زما ډیر نږدې ملګرو، د پوهنتون د وخت ټولګیوالو او همکارانو وطن پرې ايښی او څو ګوته په شمار یې چې پاتې دي نو دوی هم د وتلو خبرې زمزمه کوي. داسې نه چې دوی سخت په مستي او هوس دي. بس وځي له ناکامه د وطن فراق ته زړه ښه کوي.
همدا د وتلو کیسې داسې په ناهيلي او مايوسي کوي چې زړه له ګوګله وباسي. د خوښۍ هر مجلس له ناخوالو سر ټکول، وطن حالاتو ته زړه خوړل او سراسر مايوسي وي.
يو وخت به مې چې مجلس کې ملګرو ته د نه وتلو ويل نو نظر به ډيرو بدرګه کاوه چې هو وطن پريښودل ندي پکار خو اوس چې چا ته دا خبر وکړې نو ټول را برګ شي چې خوله بنده کړه. حتا خپله به دوه زړی شې چې ايا دا مشوره ورکول معقول دي يا نه.
يوه هېواد ته تر دې لويه فاجعه نشته چې لوستي ځوانان یې هيله له لاسه ورکړي.
دا څه وطن شو چې سهار را پاڅې خبر وي فلانی ځوان یې په ډزو وژلی، بل نامعلومو کسانو، بسستان د موبايل غلو او هغه بل بيا خپله ځان په تېره کاڼي؟! غرغره کړ.
دا څه ژوند، څه وطن او څه راتلونکې او څه یې کیسه شوه....؟!
خدایه د وطن او ملګرو ټوله کیسه ستا غېبي مرستې ته محول ده. له وطن پرته بهر کې ژوند فراق او ښکاره جهنم، ذهني شکنجه او تدریجي مرګ....
خدایه پدې وطن څه وشول او د چا آزار و واهه چې داسې څلوېښت کاله څو نسله ځوریږي، کړېږي او ختمېږي....!
