د جدې شپږمه، هغه ورځ چې افغان وزرې ماتې شوې
نن ورځ زموږ د څلویښت کلن ناورين سرنخ او د ټولې بدمرغۍ پېلامه ده.
هغه ورځ چې سور پوځ سل زړونه يو او د غېر مستقيم يرغل نه وروسته یې مخامخ يرغل سره په حیرتان بندر د هوا او زمکې له لارې زموږ دروازې ماتې او پر کور مو راننوتل.
روسانو حفیظ الله امین له تېغه تیر او ببرک کارمل یې په خپلو ټانګونو سپور د افغانانو مشر اعلان کړ. له دې مستقيم يرغل وړاندی روسانو د خپلو ګوډاګي کمونستانو پر مټ وار له مخه د سردار داود خان په هڅونه د محمد ظاهر شاه مستحکم نظام سرپوښ مات او ور پسې یې په خپله د سردار داود سر تر وزرو لاندې کړ.
کمونستانو يواځې سردار نه بلکې ټول نسل او خاندان یې د وحشت په اوج کې داسې له تیغه تیر کړ چې د ارګ با عظمته ديوالونه د سردار داود دوه مياشتني لمسيانو پر وينو ولړل او د کور مېرمنو زګیرويو ته یې د ارګ دنګ قامته ونې حېرت زده نندارګرې وې.
روسان دغه وخت د قدرت په هغه اوج کې ول چې ټوله مرکزي اسيا یې په خېټه کې اچولې او د هضم په نيت له مستۍ نه هره خوا غرغړانده پیچېدل او د افغانستان له تسخير وروسته د نړۍ له دې تخت بامه د نړيوال يکه تازي وزر ټپولو ته یې چمتوالی نيوه.
موږ د روسانو له يرغل وړاندې په دې سيمه کې يو باثباته نظام او سيال ملت درلود چې نړيوالو سره راکړه ورکړه کې افغان مشرانو او افغان هويت اوچت معيار او وقار درلود. هغه وخت کابل د اسلام اباد، تاشکند، عشق اباد، دوشنبې او نورو شاخوا هیوادنو پلازمینو په پرتله ډیر مډرن، مهذب او کابل کې ژوند په اوچته سويه وو. موږ له محمد نادر خان نه نيولې بيا د محمد ظاهر شاه څلوېښت کلن اقتدار او ورپسې له سردار دواده يو منظم او د وخت اړتيا مطابق قوي روزل شوی پوځ راپاتې وو.
دا چې پوځ اصلا د ملت او خاورې روزولو په نيت او هدف ایجادېږي نو متاسفانه د جدې په شپږمه له خاورې، وطن او ملت سره د روسانو مخامخ يرغل مقابل کې لومړۍ ناځواني همدې افغان پوځ وکړه.
دوی د ملت هغه احسان هېر کړ چې کلونه کلونه یې په تش لاس، وږي نس حکومت ته مالیه ورکوله او حکومت بيا بدل کې همدې پوځ او جنرالانو ته لوړ معاش، موټر، خدمه او نور امتيازات ورکول چې بده ورځ کې پاچا، سردار او دا ملت له پرديو يرغلګرو وژغوري خو برعکس روسانو يرغل کې نه يواځې دا چې دغه افغان پوځ د ملت څنګ ته ونه درېد؛ برعکس د افغان کمونست ګوډاګيانو په اشاره سور پوځ ته تیارسی ولاړ او هغوی سره په ګډه د اسمان او زمکې له لارې افغان کلي تر اور لاندې ونيول.
نړۍ د سور پوځ زور او دبدبې ته په کتو مطلق خاموشه نندارګره وه. افغان ملت همت ونه بايلود او د دين، وطن او ملي نواميسو په ننګ له خپل پوځ پرته بزرګر، ملا، انجنير، معلم، ډاکټر، لوستی او نالوستی را پورته او پر وسله وال مقاومت یې پېل وکړ.
کله چې نړۍ د سور پوځ خلاف د افغانانو دا بېساری مقاومت وليد نو ساکت حالت نه را و وتل او ورو ورو یې افغانانو ته لاس ورکړ او بلاخره افغانانو روسانو ته داسې درس ورکړ چې د مخته تګ ټول خوبونه یې له سر خارج او مرکزي اسيا په شمول ټول تیر کړي هيوادونه یې استفراق او سور شوروي بېرته په سړې روسیې بدله او کراره کېناسته.
مګر موږ پڅیر کوچني هیواد ته د روسانو دغه يرغل 1.5 ملیونه شهيدان، 3 مليونه معلول، 5 مليونه مهاجر او د ځينو تخميناتو له مخې څلور تر شپږ سوه ملیارد ډالرو په ارزښت زيان واوښت.
نن زموږ ټول ګاونډ هېوادونه له قوي زيربنا او ملتونه یې زموږ په پرتله ډيرو خدماتو ته لاس رسی لري خو موږ د روسانو له يرغل او چت را غورځیدو وروسته څو نسله پوره څلویښت کاله د کورني او بيروني مداخلاتو په بل شويو اورونو کې تاندې ځوانۍ او نامراده سلګۍ وهو.
د زيربنا باوجود يو څه چې دغه يرغل او ترې را وروسته يرغلونو موږ ترې محروم کړو هغه ټولنيز اخلاق او باور دی. نن ورځ له دې بحران نه وتل يواځې په يووالي او پر يو بل د کلک باور له لارې ممکن دي، مګر دا هر څه له منځه تللي او هر سړی په منفرد ډول تاریکه کې روان له ګړنګونو په غورځېدو دی.
افغان ملت حق لري چې شاخوا د نورو ملتونو پڅیر امن کې سيال ژوند ولري. بېرته خپل ټپونه مداوا او په خپلو پښو روان شي. اوس امريکا سره د څه کم شل کلن يرغل خونړۍ څپه په ختمیدو ده. سولې اړوند سيميزه او نړيواله اجماع رامنځته شوې.
دا طلایي فرصت په بې ځایه شعارونو، سرو او شنو کرښو، د يو څو تنو په موقتي واک، څوکۍ او ځاني ګټو لپاره ضايع کول ندي پکار. موږ سولې ته اړتيا لرو چې سوله راشي بيا کولای شو د قوي نظام تر چتر لاندې او امن فضا کې په ګډه نورو ژورو اصلاحاتو، ازاديو او هر هغه ارزښت او حق ته لاس رسی پیدا کړو کوم چې زموږ دين او ټولنيزو ارزښتونو او اخلاقو کې مجاز بلل کېږي.
يواځې سوله کولای شي د ملت ټول هغه ارمانونه پوره کړي کوم چې موږ تاسې ټول یې غوښتونکي يو. يواځې سوله کولای شي چې ګاونډ، سيمې، اروپا او امريکا ته تللي ټول افغان مهاجر بېرته لکه ورک اواره مرغان خپل کور ته را ستانه کړي.
د سولې راتګ سره دا بستر ټولو ته هوارول غواړي.
نجيب هم کمونيست او د پرچمي شورا له مخکښو غړو څخه وو.
