No-IMG

خدایه موږ له دې امتحان نه نور بريالي خلاص کړه

دې ځوان ته به یې مېرمن، مور، خورکۍ، ورونه او واړه بچي په تمه وي چې لالا مو په رخصتي راځي، جیب به یې ډک وي چکر ته به مو بوځي.

دا ځوان به هم قام او قبيل کې سل سيالي او شريکي لري‌. څومره ارمانونه به یې په زړه وي. خو لالا ګانو ته کابل کې زرهي موټرو او کود ۹۱ نه مليونونه ډالر يواځې دسترخوان خرچې ورځي.

سړی کوم غم وژاړي. د داسې هیلو او ځوانانو د سر په بيه د دې جنګي ماشين انجن چلېږي. د نړيوال ټروريزم په پلمه پرې همداسې نور د وطن مظلوم ځوانان وژني.

موږ یې وينو چې دواړه خوا همداسې معصوم ځوانان له يو بله ژوند اخلي او په ټولو نامراده هيلو یې خاوری اوړي.

دا ځوان هم زموږ خپل دی. د همدی وطن دی. مور او بچي یې زموږ ستاسې ګاونډ کې اوسي‌. مقابل کې ولاړ ځوان یې هم زما او ستا د وجود برخه ده.

بس دا د رب يو لوی امتحان دی. لاسونه لپه کړئ چې خدایه موږ له دې امتحان نه نور بريالي خلاص کړه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک