No-IMG

سوله د ځای نه ارادې تقاضا لري

د سولې مذاکراتو لپاره ځای نه اراده مهمه ده.

چې اراده نه وي؛ اسمان کې هم مذاکرات پېل شي نو اوازونه به یې يو بل ته پخ پخی، پخ پخی ورځي.

ملت بېوزله او ناتوانه دی؛ خو احمق ندی. د سولې راتګ لپاره جدي اراده او بلاخره په ځان او دې ملت رحم پکار دی.

په والله که هيڅ څه هم پټ پاتې شي. په هر لوري کې به د سولې خنډ او ځنډ اچونکي داسې بربنډ شي لکه په شين اسمان کې د ورځې لمر‌. دوی به خپله په ليکلې بڼه په يو بل شاهدي وهي.

له هغې ورځې وېره پکار ده چې بيا نه واک وي، نه دغه شته ګارډان، نه تورې زرهي لښکرې او موټرې.

هوښيار سړی بايد د اقتدار په اوج کې هغه صحنه مجسم کړای شي چې داسې وخت هم راتلونکی دی چې يو وخت به د يوه زنداني لباس په تن او يوه تند خویه عادل قاضي پر وړاندې ملت سره د کړو خيانتونو او ظلمونو په اړه سخت پوښتل کېږې‌.

دا ورځ راتلونکې ده او بېلګې یې شاخوا تاریخ کې وګورئ چې څرنګ د زور او زر استبداي مشران يو وخت تش لاس، زیړ الوتی رنګ، لاس تړلي د خپل ملت محاکمې ته کش کړل شول.

ژوند عجيب امتحان وي او ډېر ناممکن پکې ممکن کېږي. دولس محکمې اړوند د يوه شاعر لاندې بېت د خواخوږۍ په نيت دويته ډالۍ کوم چې:

دا خلک ولې انتظار د هغې ورځې کوي

چې پاچا مړ وي او وزير په زولنو تړلی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک