No-IMG

فاتح افغانان او ماته شوې روسيه؟!

ډیری ځوانان وينم په شعوري او لاشعوره توګه په جمعي ډول افغانانو ته پېغور ورکوي.

دوی دا پېغور د روسېې اوسني اقتصادي ځواک او فقر کې غرق افغانستان سره په مقایسې سره کوي. بيا په ډېر توهين ډوله انداز اضافه کړي چې ماته شوې روسیه چېرته او فاتح افغانان په څه شان بدرنګ.

دا ښاغلي دومره نه پوهېږي چې افغانانو په روسانو مسکو کې تیری نه وو کړی بلکې دا روسان وو چې خپلو روزل شويو وطني افغان مور فروشانو سره په ګډه د افغانانو په کور ننوتل.

که د افغانانو ځواک او اقتصاد له يرغل مخکې روسانو سره مساوي وای بيا مو حق درلود چې افغانستان او روسيه داسې مقايسه کړو لکه نن یې چې مقايسه کوو او و وايو چې فاتح چېرته او مغلوب کوم ځای.

حال دا چې روسان له افغان جګړې مخکې هم د نړۍ ستر زبرځواک وو او د ټولې نړۍ د تسخير خوبونه یې ليدل. هيوادونه یې هیوادونو پسې يو په يو نيول‌.

مګر افغانان او افغانستان لا هماغه وخت حتا خودکفا نه وو او په فقر کې ډوب کم زوری او د روسانو په پرتله بيخي ډیر غېر قابل مقایسه بېوزله هيواد او حکومت یې درلود.

مګر کله چې همدې شوروي ډ افغانانو غرور او وسپنيز هوډ ته په سپکه وکتل او مرکزي اسيا هيوادونو پڅیر یې زموږ د وطن د تیرولو لپاره را ودانګل نو یې داړې داسې ماتې شوې چې پخواني هضم کړي هیوادونه یې هم استفراق کړل.

هغوی له افغانانو سره له دغه ټکر وروسته اتحاد جماهير شوروی پرځای د وخت پاشلې ويشلې روسيه شوه او افغانستان هم تر پخوا نوره بېوزله او هغه کمزوری نظام یې هم د ستر ټکر له وجې ړنګ ويجاړ. دا احمق ناقدين توقوع لوري چې له دغه يرغل وروسته شوروي په روسيه بدلېږي او افغانستان بايد برعکس ضعيف کېدو پرځای سنګاپور شوی وای‌.

پيغور ورکونکي دې يوځل د افغانستان جي ډي پي او نور اقتصادي شاخصونه مخکې د روسې له يرغل نه وګوري نو هغه وخت هم افغانستان فقير او د نورو هیوادونو په مرستو چلېده.

نږدې يوه پېړۍ کېږي افغانستان د خپلو چارو تنظيم لپاره کله د انګريز، کله شوروي او اوس د امريکا پر مرستو پايي.

ځيني ناخبره چې اوس خپل اقتصاد د روسېې له اقتصاد سره پرتله کوي او بيا پيغور ورکوي چې ماته شوې روسیه به دغسې وي او فاتح افغانان داسې؛ نو دا ډول پیغور د پیغور ورکونکو په لويه سياسي او تاريخي بیسوادي دلالت کوي.

هيڅکله ځان د روسې له اقتصاد سره مه پرتله کوئ او پدې کار سره مليونونه هغو مهاجر شويو، شهيدو او معيوبو افغانانو ورکړې قرباني ته توهین کوئ چې هغوی د خپل دين، وطن، ملي نواميسو او حتا موږ تاسې لپاره خپل ټول شته او ژوند قربان کړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک