د جمهوريت تر چتر لاندې بدرنګه ديکتاتوري
اوسنۍ نړۍ کې هیوادونه د دوی پر پلازمینو پېژندل کېږي.
پایتخت کې د نظام او حکومت ستر انجن، فعاله کاري ټيم او قوي څېرو شتون د دې لامل کېږي چې هر يو په خپله برخه کې د خپلو صلاحیتونو نه په استفاده ټول نظام او حکومت کې ايجاد شوې ستراتيژي، پلانونه او پاليسيانې د تطبيق په موخه د هيواد بیلابیلو څنډو ته ور پمپ کړي.
خو دلته کیسه سر چپه روانه ده. حکومت، قواوو، اشخاصو او نظام کې شاملو څېرو رنګ پيکه او ټول افغانستان په کابل او کابل هم مطلق په امرالله صالح يا د حکومت لومړي مرستيال خلاصه کېږي.
په جمهوريت کې د قواوو تفکيک او د نظام دننه د هر فرد صلاحيت، مسوليت او د کار نتیجه کاملا ښکاره وي. رسنۍ د معلوماتو له شديدې خلا سره مخ دي. له هاغه پخواني زور او کشه لوېدلي. د بيان ازادۍ او د ژورنالستانو فيزيکي مصونيت د مرګ څپیړه خوړلې.
ملت او عامه ذهنيت له سل پوښتنو سره مخ دی چی سرقومندان اعلی اشرف غني په څه بوخت دی؟ ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ولې نښکاري؟ داکټر فضلي په څه مصروف دی؟ دفاع وزير اسدالله خالد ولې لا درک دی؟ کورنيو چارو ملنګ وزير ښاغلي اندرابي نه خو بيخي د کابل برېښنا جوړه شوې. خلاصه دا چې ټول حکومت او نظام يوه فرد په خپل ګرو کې اخیستی.
کله رئیس جمهور شي جمهوريت ته ګولډن لاينز کاږي. بيا د مصالحې شورا رئیس شي د سولې مذاکراتي ټيم ته هدايتونه ورکوي. بله ورځ د سولې بې پرې اکاډميک متخصص وي ځوانانو ته تينک تانک کې سوليز بحثونه څېړي. پسې د ارغنديوال پکول په سر مالیې وزیر وي په ګمرکونو ګرځي، بله ورځ یې پارلمان کې وکيلانو سره سوټه جنګي شروع غټ ګيس یې ډاکټر غني ته جوړ او پارلمان یې هم ټس کې ټول وزيران پسې اخيستي، بيا د امنيت شورا سلاکار شي د هند او چين استخباراتي لانجو کې د افغانستان موقف بيانوي، پسې کورنيو چارو وزير شي د پوليسو تشکيل زيات او کم کړي، بله ورځ د کابل امنيه قومندان شي د حوزو امرين ګماري. بيا يودم کابل ښاروال شي منډوي کې یې غالمغال جوړ کراچيوانانو پسې یې ډنډې راخیستې وي او کفن فروش هردم شهيد یې سرک په سر له ګریوان نه نيولی وي چې پدرنالت چرا تابوت را سر سرک کشيده ای؟
نظام، حکومت، ټيم ورک، تقسيم وظايف، نور ظرفيتونه د هغوی مسوليت او صلاحيت هرڅه تاله ترغه دي.
دا جمهوريت نه بلکې د ديکټاتورشيپ تر ټولو ناوړه او بدرنګه بڼه ده خو تعريف او تمثيل یې هره ورځ د شين سوټي په زور د جمهوريت او ولسواکۍ کېږي.
د داسې جمهوريت خبرې به حفیظ الله امین هم د سټيج له سره د سوکانو پر وهلو کولې. کارمل به هم د داسې اتشين جمهوريت په وصف د ستوني رګونه پړسول او نجيب به هم په همدې ټون حماسي چيغې وهلې.
خو د ميز لاندې او ټول وطن کې جمهوريت سر خوړلی، ولسواکي په مرګ محکومه او د سرونو تالان روان وو.
نن د دغې فرد محورۍ له وجې د نظام او حکومت باقي مهرې ځانونه محروم او د خپل حیثیت او ځايګي موندلو په پار په ځينو برخو کې له همکارۍ لاس اخيستی او ځيني نور د خپل موقف او صلاحيت دوباره حصول په پار د ستونزې حل پرځای ښایي په خپله د تخريب يوه برخه و اوسي.
همدا علت دی چې کابل د خپل شل کلن دور تر ټولو تورو ورځو ګواه دی. فضا او د حکومتولي ټول رنګ او بوی استخباراتي دی. کټ مټ د روسانو د وخت او تر هغې وړاندې کمونستي ریژیم.
هر فرد په ويره دی. ځوان، زوړ، ښځه، ماشوم، دوکاندار، معلم، داکتر، انجنير، مدني فعال، تاجر، سياسيون، علما او بلاخره هر هغه څوک چې په خپل کلي او منطقه کی پرې يو څوک راټولېدای شي.
د حکومت لومړي مرستيال د دومره اوچت صلاحيت او مطلقې ديکتاتورۍ باوجود چې د ټول وطن په چارو کې ورته د تداخل خلاص لاس ورکړل شوی، مګر بيا هم نور وطن څه په امنيتي لحاظ کابل تر بدو بدتر شو.
اوس یې تازه د کورنيو چارو وزير له ګريوانه سر راویستی او وایي د کابل امنيت ټينګښت په موخه د ګزارش ۶:۳۰ پر ځای د کابل پوليسو تعداد دوه چنده کوم.
که هدف ريښتيا امنيت ټينګښت وي ښه خبر خو پوښتنه ده چې دا پوليس به ملي پوليس او ټول وطن او نظام ته مسول وي که د همدې فوق العاده ګمارنو په اساس شخص معاون اول او د ده بانډ ته؟
ځکه موږ تېر ځل هم د نوموړي د امنيت رياست مهال د ملي امنيت رياست پرسونل وليدل چې د خپل مطلق صلاحيت نه په ګټه اخيستنه یې له اويا سلنې زيات پرسونل او رهبري د يوه قوم او بيا يوه قوم کې هم مطلق د يوې ولسوالۍ کسان وګمارل.
ايا په ټوله کې د معاون صېب دا هڅې به ريښتيا د کابل امن کېدو، ټول افغانستان ته امنيتي سپورټ يوه هڅه وي او که د همدې فرد محورۍ او خپلو ريښېو ټينګول او دې شته یکه تازۍ تداوم؟
دا وطن د ټولو ګډ کور دی. جمهوريت په ولسواکي او ولسواکي په تنوع ښه ښکاري. موږ وينو چې کټ مټ د ډاکټر نجيب اشتباه تکرارېږي. هغه د ملي پوځ، کورنيو چارو وزارت منصوبينو او نظام نورو برخو پر ځای اتکا په سيميزه خونړۍ مليشه او مليشه کې هم باور په بدنام جنرال دوستم وکړ.
اوس يوځل بيا ډاکټر غني د شته دفاع، داخله، ملي امنیت شورا، پارلمان او نورو ايجاد شويو سیستمونو پرځای ټوله اتکا په يوه فرد او د هغه پر بانډ کوي.
کابل کې د ترور، ويرې او وهم شته وضعيت ته په کتو کټ مټ هماغسې دوستم پڅېر پر فرد اتکا او زړه سناریو او پايله پېښېدونکې ده.
هرکه ناموخت از گزشت روزگار
هیچ نیاموزد زی هیچ آموزگار
