No-IMG

داکتر غني ته د امريکا تازه ليک، ډاډ که مودب اخطار...؟!

ډاکتر غني ته د امریکا د بهرنيو چارو وزير تازه ليک په خپله محتوا کې ډېر څه لري.

لومړی د مې تر اولې د ټولو امريکايي ځواکونو پر خروج ټينګار او څنګ کی یې پر نورو اپشنونو د کار يادونه هم شوې.

پسې زياتوي چې ښایي زموږ د عسکرو له ويستلو وروسته له افغان ځواکونو سره د مالي مرستو بنديدل هم يو له اپشنونو کېدای شي او زياتوي چې بيا نو تاسې پوهیږئ چې په داسې صورت کې به وضعيت کوم حالت ته ور وګرځي چې نه به لاسته راوړنې پاتې وي نه نور ثبات.

د يادونې وړ ده چې امريکا هر کال له افغان حکومت سره شاخوا څلور مليارده ډالر مرسته کوي چې هغې کې د پوځي عسکرو او نورو ملکي ادارو معاشات، تجهيزاتو تېل، خوراک، البسه او نور موارد شامل دي.

ممکن د امريکا د مرستو بنديدو وروسته ډاکتر غني او صالح سترګې هند ته ور واوړي.

تېرو شلو کالو کې د هند ټوله مرسته نږدې دوه مليارد ډالرو ته رسي کوم چې ډونالډ ټرمپ د خپلې رياست جمهوري مهال په ډیر تمسخرانه ډول يوه مجلس کې و ويل:

د هند نريندرا مودي مې څو ځله غوږ ته را نږدې شو چې موږ هم افغانستان کې کتابخانه جوړه کړې. ټرمپ خاندي وایي ستا د دې کتابخانې ټول لګښت هلته زموږ د يوه ساعت لګښت سره نه برابریږي او بل دا چې افغانستان کې به څوک کتاب وایي يا نه چې ته دې کتابخانه ماته دومره نېغ نېغه کوې.

نو اصلي خبر داده چې افغانستان کې جنګي ماشين په دومره لوی لګښت چلېږي چې يو وخت اتحاد جماهیر شوروي پورې وتړل شو نو څو کاله بعد یې انجن نه داسې سوي دودونه پورته شول چې نوم یې روسیه شوه او تر څو کالو به یې پرنچي سره غررتا خته.

همدا امريکا او د هغوی غول اقتصاد وو چې دا جنګي ماشين یې د ناټو ايتلاف په مرسته تر شلو کالو وځغلوو او اوس ترې دوی هم ستړي ښکاري.

که دا جنګي ماشين د هند پاني پورې اقتصاد پورې وتړي نو مياشت پس به یې شا نه د دودونو پرځای بيخي زېړ ريخ روان وي او موده پس به لکه شپېته کلنه لنګه د پښو را ټولولو نه وي.

غوره خبر دا ده چې يوځل بيا د جنګي امکاناتو برابرولو او مالي سپانسر موندلو پرځای دلته په سوله او روغه کار وشي.

د هيڅ هيواد هيڅ جنګي ملاتړ د هيڅ سيال افغان په ګټه نه تمامیږي. امريکا، روس، چین، هند، پاکستان يا بل هر هیواد....!

صرف او صرف خپله خاوره خپل اختيار!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک