No-IMG

جنرال نبي عظيمي؛ د حکمت يار او داکتر نجيب د سوليز پلان تباه کونکی

حکمت يار او داکتر نجيب د سولې يوه توافق ته رسېدلي وو.

د دې توافق له مخې داکتر نجيب واک په سوليز ډول رسما انجنير حکمت يار اونورو مطرحو افغان لورو ته سپاره او د نظام ټولې چارې په محفوظ ډول د حکمتيار په مشرۍ مجاهدينو ته سپارل کېدې څو هر اړخیز ډول ټاکنو ته زمینه سازي وشي. نجيب په خپل اړخ او حکمت يار له خپل ادرسه د حکومت سولیز لېږد ته چمتوالی نيوه.

په پلان جنرال نبي عظيمي خبريږي او مسعود سره په ګډه د دې سوليز توافق خلاف پلان جوړوي او دا سوله د پښتنو په ګټه او تاجکانو خلاف بولي ګويا چې واک له يوه پښتون مشر نه بل پښتون ته لېږدول کېږي.

مخکې لدې چې ډاکتر نجيب خپل ټيم همغږی کړي نو جنرال نبي عظيمي وار ړومبی کوي او له نورو کمونست جنرالانو سره په ګډه د جنرال دوستم او مسعود سره کابل تر بريد لاندې نيسي.

ډاکتر نجيب چې د پلان ناکامي ويني نو د سر خوندیتوب په موخه له ناکامه هوایي ډګر پر لور هند ته د تېښتې هڅه کوي چې لار کې د جنرال دوستم مليشو له لوري یې مخه نیسي او الوتکی ته د ختلو په صورت کې په مرګ ګواښل کېږي . داکتر نجيب له ناکامه ملګروملتونو دفتر ته پناه ور وړي.

تر دې دمه نظام روغ، حکومت د سیمې په کچه لوی تسلیحاتي قوت او کابل لاهم یو سیاله پلازمینه وه خو زوال او جګړې ته د ننوتلو وروستۍ ټېله یې د جنرال عظیمي په غدر او مسعود فاشستي نظریه تطبیقېږي چې د سولې او واک سوليز انتقال هڅه همدلته نطفه کې خنثی شي.

حکمت يار چې د پلان له ناکامي، داخلي کودتاه او شمال ټلوالې او کمونستانو له پټو توطیې خبرېږي نو رباني او مسعود خلاف اواز پورته کوي دا دومره ناوخته ويچې مسعود د کمنستانو په ټانګونو سپور ارګ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

کابل کې خونړۍ حګړې پېلېږي د جګړې او همدا پټه توطیه د يوه داسې اور بلېدو لامل کېږي چې ټول کابل او د هيواد لوی ښارونه په داسې لمبو سوځي چې تر اوسه یې دودونه خېږي.

هغه پټانان چې ځانونه د نجيب حاميان بولي يوځل دې له خپلو مشرانو د جنرال عظيمي غدر، حکمت يار سره د شوي توافق او ټوله کې د کابل ورانولو او دار ته د نجيب رسولو اصلي عاملان وپيژني.

ژوند ټول عمر نورو ته په ښکنځلو نه تېرېږي کوم چې متاسفانه د داکتر نجيب پلويانو ته صرف همدا په برخه رسېدلي.

تاریخ دقيقه مطالعه غواړي کنې احمق به د تاریخ له تکرار سره بار بار مخ کېږي.

نوټ: شمال ټلوالې مجاهد نماو له لوري کمونست جنرال عظیمي مړي ته دومره اوچت پروټوکول اصلي داستان هغه کوتاه وه.

نه یم پوه د نجیب پلویان او د ټامیانو بابا اشرف غني ورته ولې څڼې غورځوي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک