No-IMG

برېښنايي تذکره او قومي ټیکه داران

ځيني قومي ټیکه دارانو په سوشیل مېډيا او سياسي بازار کې د کوچنيو قومونو د عروج او ودې خلاف يوه غوغا جوړه کړې.

دوی نغواړي چې افغانستان کې میشت کوچني قومونه د خپل نوم او هويت اظهار وکړي. دا خلک د خپل سياسي نفوذ او زور پر مټ غواړي افغانستان کې مېشت لږکيو هويت ختم، بيا یې خپل قوم کی حساب او ځانونه په فیصدي لحاظ ډیر وښیي.

اجازه ورکړئ چې ټول قومونه ځان په برېښنايي تذکره او د ګلالي افغانستان په هنداره کې وګوري.

هغوی چې له اوږدې مودې نه یې د افغانستان واړه قومونه په ځان حساب او د هغوی هويت په حذف سره یې خپله سياستبازي کوله؛ نور یې د محوه کونکي سياست د پای وخت دی.

افغانستان يو بڼ او ټول قامونه یې رنګارنګ ګلان دي. سرکار ته پکار ده چې ډیر شرمونه خو یې راوړل خو پام چې دلته بيا خاوره ونه باسي. ډیرو مسايلو کې اختلاف خو وطن، جغرافيه او ملي هويت کې يووالی پکار دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک