No-IMG

حکمتيار؛ نجيب نمانځغونډه غندي خو په جنرال عظيمي سکوت!

ځيني دوستان ګيله کوي چې اسلامي حزب یا حکمت يار د نجيب لمانځغونډې خلاف را و وت خو جنرال عظيمي چې د نجيب باوجود د حکمت يار، جهاد او ټول وطن ملي ارزښتونو خلاف وو په حق کی یې سکوت اختيار کړ.

زه دا منم چې حزب هلته غږ وکړ بايد یې دلته هم غږ کړی وای او په افغان سپېڅلې خاوره کې یې د هغه د ناولي جسد ښخول د ملت په حق کې لويه ګستاخي بللې وای.

له نظار شورا خو د مخالفت توقوع نلرو ځکه تر جهاد زيات هغوی د روسانو پروټوکولي او نفوذي پاتې شوي او هغوی یې چې نن د جنازې تقدير کوي بايد یې وکړي ځکه کابل او ارګ یې ورته د نظام سقوط، کابل تباهي او افغان جهاد ارزښتونو ليلام بدل کې ور وسپاره.

شمال ټلوالې اصلا نه پخوا په جهاد باور درلود او نه هم ورته اوس جهاد او اسلام کوم ارزښت لري. که یې درلود نو دا په کوم اسلام او افغانيت کې دي چې روس خلاف جهاد خو د ناټو او امريکا بيا ملاتړ؟

مګر بلخوا په حکمت يار له نيوکې وروسته د پړې اصلي ګوته د نجيب اتشينو پلويانو ته هم ور اوړي.

دا ښاغلي چې له نورو د عزت او سيال برخورد تمه کړي نو يوځل دې خپل ګريوان ته هم سر ټيټ کړي چې دوی د نجيب تلين نمانځلو مخکې د حکمت يار سره کوم سيال برخورد کړی چې اوس پورته پورته غورځي چې يار یې ولې د مشر ياد غونډې ته نه وو پرېښودي؟ ايا همدوی نه وو چې نظار شورا نه مخکې یې حکمت يار ته هغه سپکې ښکنځلې کړې چې بنده یې په ليکلو اوس شرمېږي؟

دلته ځوان نسل د خلق، پرچم او مجاهد کیسه کاملا هېره کړې وه مګر د همدې نجيب پلويان وو چې له نظار شورا وړاندې یې نور ځوانان د طا لب، حزبي او اسلامپال په نوم پداسې قبېح شکل ښکنځل چې خلک یې دومره تنګ کړل چې قبر کی یې آن مړي ور وښکنځي او د هرو مراسمو مخالف یې شي .

زه یې په چلنج وايم تاسې دوه تنه داسې ځوانان او مشران نشئ موندلای چې په پروفايل یې د نجيب عکس وي او هغه ښکنځلمار نه وي. دا واقعا جالبه ده او هرځل چې ما هر ځای ښکنځلمار او له تاریخه بېخبر ځوان لیدلی چې وال ته یې ورغلی یم نو حتما به هلته د نجيب عکس وو.

که د نجيب پلويانو همدا سپکه خوله او خشن برخورد وي نو ګمان مې نشي چې ژوندي څه، څوک یې مړي هم په هديره کې لا پرېږدي.

زه له خواخوږۍ د نجيب پلويانو او سیکولرو ته وايم چې تر ټولو وړاندې بايد دوی له عقلي او محترم برخورد نه له نورو سره کار واخلي، ځکه دلته قاطع افغان ملت او لوی اکثريت اسلامپال او کمونيزم ضد دي. که دا ښاغلي د خپل مقام او شته وزن مطابق برخورد ونکړي نو له سخت ځپونکي او حذفونکو ګوزارونو سره به مخ شي. دا کومه هوایي خبره نه بلکې عيني واقعيتونه دي او دوی دې یې جوش پر ځای په هوش ښه سم وتلي.

ترننه چې د کمونيزم زړو بقاياوو دومره وده کړې دا د دوی ذاتي قوت او نفوذ نه بلکې د امريکا او ناټو حضور وو چې دوی ته یې کاذب قوت او زور ورکړی. د امريکا په ملاتړ کې د شمال ټلوالې او زړو بګيلو مجاهدينو اوسنی رول د روس په وخت کې د همدې کمونستانو وو نو امريکايي مجاهدينو د خپل شرم پټولو لپاره د پروني کمونستانو غېر مستقيم ملاتړ او موقف ته په درنښت قايل شول څو خپل اوسنی موقف او شرم پرې پټ او توجېه کړي چې دا چلند یې بېرته د کمونستي بقاياوو د عروج لامل شو.

خو کله چې امريکايي اشغال پای مومي نو دا د مرحمت کاذب او مصنوعي سيوری هم له منځه ځي او هلته به هرڅه په طبیعي ډول سر راپورته کړي کوم چې دوی بيا هلته اصلا ځای نلري او نه یې هم اسلام ضد مفکوره کوم خریدار.

پوه یم زما دا تبصرې به دې يارانو ته هیڅ خوند نه وي ورکړی، خو همدا واقعيت دی او که خدای مکړه سبا دوي ته د خپلې ښکنځلمارې خولې او خوی له امله هم صدمه رسي؛ پرې درډیږم.

له تارېخه عبرت او زده کړه کول غواړي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک