د طا لبانو او اسلامي حزب سوليزې ناستې ته منفي غبرګون
د برادر او حکمت يار په مشرۍ طا لبانو او حزبي مشرانو دوستانه مجلس درلود.
د روانو ناخوالو پای په موخه د هر دردېدلي افغان لپاره دا ښه خبر او ښکلی زیری دی، مګر ځيني دغه سوليزې ناستې هم تقبيح او تصوير ليدلو سره یې سل سپکې سپورې ليکي.
پوهېږئ دا څوک دي؟
دا هغه خلک دي چې پرون یې پلارانو مور ته سره روسان راوستل او نن چې دوی د خبرو او فیصلو شول په ملت یې ناټو او امريکا مسلطه او د مور افغانستان قباله یې پنجاب سره په اغزن تار تیرولو عملا لاسليک کړه.
دا هغه رزيل نسل دی چې د خپل باطل فکر او عقیدې له امله افغان مسلمان ملت کې ابدا سيال او ازاد ژوند نشي تېرولای نو د خپلی بقا لپاره به په مور افغانستان پرديو سره معامله کوي او بيا به د هغوی په عسکرو دلته کانکريټي ديوالونو کې د ارام شپې تېروي.
د داسې رزيلانو د رزالت پای لپاره هم په افغانستان کې ټولو اسلامي ډلو ته د اخوت او يووالي خواست کېږي. که طا لبان، اسلامي ح ز ب او نور هغه جوړښتونه چې اسلامي فکر لري خپلې وړې سليقې کنج ته نکړي نو همداسې به د دغو بېدینه ناموس فروشانو په جالونو کې دا ملت د ابد لپاره بنديوان وي.
يوه ديني عالم ويل چې کله افغاني کمونستانو کمونيزم د زړه له تله د عقيدې په حیث قبول کړ نو هماغه لحظه یې خپلې ښځې سره نکاح فسخه شوه. له دې وروسته چې د دوی اولاد پیدا شوی دا ټول حراميان دي. اوس چې په سوليز خبر کې د دوی ښکنځل او ناخوښي ګورې نو شک دې په يقين بدل شي چې لعنت په شیطان او لاحول ولا قوه.....!
