د مظلوم په ننګ ودرېږئ څو ستر خالق په خپله ستاسې ساتونکی شي
په ارګ کې د ناستو، شاهانو او زورورو ننګ د نظام او افغانستان ساتل او مېړانه نه بلکې خپلې څوکۍ، شخصي ګټو او رزالت تدوام دی.
صالح او اشرف غني د خپل ارګ ساتلو لپاره درې لکه پوځ، زرګونه ټانګونه، لسګونه الوتکې او ملیاردونه ډالر لري نو اړتیا نشته چې د مظلومانو د هډوکو خرپولو په بیه یې موږ تاسې هم ننګ ته راټوپ وهو.
دلته که حکومت ملکیان وژني که طا لب یا بل څوک، نو په ټول قوت یې مخته ودرېدل غواړي.
هو شخصا اعتراف کوم چې د طا لب مخالفت هغسې نکوم لکه په ارګ کې د ناستو فرعونیانو د طا لب خلاف همدا اوس هم نظام او بلاخره ټوله نړۍ را وتې. دا د پښتو او ځوانمردۍ اصولو خلاف بولم چې زه هم په حق ناحق کې لکه دا ځیني کرایي لیکوال ورپسې خوله خلاصه کړم.
هو که سبا ورځ طالب همداسې له زرګونه لښکرو او سرپرېکړو سپاهیانو سره ارګ ته راځي او بیا د افغانستان د دیني، ملي او مظلومو ګټو خلاف حرکت کوي، نو تر نورو وړاندې به یې باطل دریځ ته باطل وایو.
دې قام لپاره اپرچونسټ او ځانځاني سیاستوال نه بلکې له ځان نه د ارزښتونو ساتونکي مبارزین او سپاهیان جوړول غواړي
