موږ بايد د احمد شاه بابا پر فکر د زوړ برم احيا ته کار و وايو
نن د بابا 249 تلين دی
احمدبابا د خپلې تورې/قلم او پوهې پر مټ موږ ته لويه جغرافيه په ميراث پرېښوه چې له سمرقند، بخارا تر اصفهانه، پسې له نيشاپور، ډهلي او هند سمندره.
موږ يو ورک/پاشلی قام وو چې یې نوم او هويت راکړ کنې نن به لکه کرد/بلوڅ په څو وطنونو تقسیم سرګردان وو.
احمد شاه بابا د خپل عمر لويه برخه ارام او تخت نشيني پرځای د اس پر شا او د جګړو په تورو او خړو ګردونو کې خپلو سپاهيانو سره يوځای تیره کړه څو راتلونکي نسلونه یې په ارام او دې خطه کې سیال ژوند ولري.
خو موږ د بابا توره په نفاق او ګټلې خاوره او جغرافيه په نا پوهي کې بايله.
بابا د تورې، فکر، قلم او تخنيک سړی وو.
کندهار کی یې د عصري توپونو کارخانه ايجاد کړه چې پر مټ ېې پاني پت او مرهټیانو زړونه ولړزول.
علمي پوهې اړوند یې انګريز ليکوال راورټي وایي چې ديني او ادبي پوهه یې د وخت ډوکټورا معادل وه.
موږ بايد د بابا پر فکر د زوړ برم احيا ته کار و وايو.
