No-IMG

د قام او ملت له درده بېخبر ځوانان

ځیني ځوانان وینم چې د قام په هیڅ درد او ویر کې ځان سهیم نه بولي.

وایي موږ په داسې متازغو مسایلو بحث نه کوو او دا مو ملي توب ګواښي. لکه د خوست صبريو نني قتل عام پڅېر ورځو کې دوی بیغمه د ښکلو منظرو، عشقي لنډیو او بادنجان رومي پر فوایدو غږېږي. ته به وایې دوی افغانان نه چېرته لرې د سویس یا ډنمارک اوسېدونکي دي.

خو سبا ورځ که پدې ملت رڼایي راځي او خبره د امتیاز شي نو بیا به د همدې قام رسېدلي سهم کې تر ټولو لوی سهمدار خپل ځان بولي او وایي به چې زه خو علمی کادر یم او ما په ځان همدې ورځ لپاره ډیره خواري کړې.

یاد ساتئ چې افغانستان کې د صلاحیت او مسؤلیت لپاره د علمي او تخنیکی وړتیاوو سربیره انساني، دیني او ملي حس درلودل باید اساسي شرط وګڼل شي. دغه حس چک کولو لپاره هرچا ښه امتحان ورکړی او تېره سابقه یې سوشیل میډیا، ټلویزیون او نورو چاپي رسنیو کې مستند پرته ده چې په سخته کی یې د قام او ملت په ننګ ولاړ وو که بیتفاوته لنډۍ مار.

که خبره یواځې د علمیتوب او تخنیکي توب شي نو هیڅ پروا نکوي موږ کولای شي ودان با امن او سیال افغانستان کې داسې بې ضمیره افغان پر ځای پردی بنګالی، نیپالی، افریقایی یا د نړۍ بل تخنیکي شخص وګمارو. همدا اوس عرب امارات، کاناډا، اروپا او ډیر نور هیوادونه د پیسو او معاش بدل کې د نړۍ متخصص کادرونه جذبوي او دا د اوسنۍ نړۍ منل شوی معمل رسم دی.

د بیغرته، بیتفاوته او رزیل خپل نه په ځلونو ځلونو باشرفه پردي شرف لري.

د قام او ملت په ننګ دا ویده او رزیل ځوانان ویښول او یا هم استفراق کول غواړي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک