فکر کوي ټول ملت خر دی، واښه خوري او يواځې دی هوښيار دی
پاکستان ته خو یې ډيورنډ کرښه او لویه ملي داعېه اغزن تار تیرولو بډل کې د توتو په بیه ور وبخښله نور نو هغوی په دوی څه کوي؟ کابل خو چې خپله هم ور وبخښئ د نړيوال شرم له امله هم پکې اغزن تار نه تېروي.
قسم در کوم دقيق فکر وکړئ دې خلکو د پاکستان کوم نيمګړی ارمان پرې ایښی چې هغې پوره کولو لپاره دې پاکستان د خپلو داسې مخلصو يارانو سينه غلبیل کړي؟
دا د امام حسين لمسی؟! که وپوښتل شي چې دا نولس کاله په لومړۍ کرښه، پوسته او بې زرې رينجر کې ته ناست وې که دې زوی یا بل د زړه ټوټه؟ واضح خبره ده چې شاخوا څنګ کی یې د غريب بچي لسګونه وژل کېږي خو دی تر اوسه غوړ بشاش.
ټول عمر زرهي موټرو او اووه کانکریټو دیوالونو شاته او بچي یې اسټراليا، نيويارک او يورپ کې لوړو معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کوي.
واضح دې و وايي چې دې ملت ته سوله د خپلې څوکۍ، مليونونه ډالرو ګټو او نورو سهولتونو بدل کې نه پریږدم. باقي که د دوی د لجاجت له وجې د سولې فرصت له لاسه وځي او تخت د تورو په بدل کې د دوی له لاسه وځي، نو سينه به د نورو غلبیل وي او دی به له ډالرو ډک بېکونو سره د غريب بچه وو په غلبیل سينو او سرونو قدمونه ږدي او بيا به تورې دريشي سره په تورو زرهي لنډکروزرو کې له هوایي ډګره وځي.
دا ملت د داسې خودخواهانو له داړو خلاصول غواړي!
