د حكمتيار لیکنی
د حکمتيار صاحب شپږم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د جوزا ۸مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار (د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي خپله شپږمه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
نننئ درسي مُحاضره په «القيامة» سورې کي د راغليو قسمونو توضيح ته ځانگړې شوي وه.
قدرمن مشروويل:
د القيامة په سورې کي راغلي قسمونه د قرآن د دي مُدعیٰ د إثبات لپاره د إستشهاد په توگه راوړل شوي چي:
(د انسان ملامتونكى نفس د ...
نور ولوله
حکمتيار: افغانان ئې بايد د بلي نيابتي جگړي د پيلېدو او له تكرار ئې مخنيوى وكړي
امريكا د بريد گواښونه كوي؛ لهجه ئې ورځ په ورځ تونده كېږي؛ په داسي حال كي چي نه پرون او نه نن له افغانستان امريكا ته كوم گواښ متوجه وو او نه نن؛ مكرر وايي: كه له القاعده او داعش امريكا ته كوم گواښ متوجه شي نو فوري نظامي عكس العمل به ښيي او گواكي داسي عكس العمل ته ئې عملاً ټول چمتو والى نيولى!!
هر افغان پوهېږي چي القاعده او داعش په افغانستان كي داسي فعال حضور نه لري چي امريكا او يا په سيمي كه بل هېواد وگواښي؛ نه دلته څرگند او ثابت مراكز لري او نه د سترو كارونو امكانات؛ عملاً گورو چي دلته په جوماتونو كي له چاودنو پرته بل كار نه تر سترگو كېږي؛ او د گاونډېو په خلاف يوازي تر لسو لږ ړانده داسي راكټونه توغول شوي چي له آمو سيند د اوښتو توان ئې هم نه درلود. دا ټول ښيي چي د امريكا گواښونه بې دليله ...
نور ولوله
حکمتيار: انتصابي جرگو نه يوازي ستونزي نه دي حل كړې بلكي تل ئې هغه تشديد كړې
وروڼو خوېندو!
افغانان نن له روان بحران د وتلو لپاره يوې جامع او رغنده طرحي او حل لاري ته ضرورت لري؛ په دې اړه تر نورو وړاندي؛ بايد إمارت اسلامي اقدام وكړي او له گواښونو د هېواد ژغورني لپاره مضبوط عملي گامونه واخلي؛ جگړه او عوامل ئې د تل لپاره پاى ته ورسوي.
د إمارت اسلامي له لوري چي په دې ارتباط كوم كميسيون جوړ شوى؛ مخالفينو ته ئې بلنه وركړې چي هېواد ته راستانه شي؛ هم ئې سر خوندي دئ او هم ئې عزت او هم ئې ټول ملكيتونه او شتمنۍ؛ له هري لاري او په هره توگه چي ئې تر لاسه كړې وي؛ إمارت اسلامي د دوى او د دوى د شتمنيو مصونيت تضمينوي؛ له ځينو سره ئې همداسي وكړل؛ خو د مقابل لوري عكس العمل نه يوازي سوړ وو بلكي ځينو دا وړانديز د تسليمېدو په معنى تعبير كړى او ځي...
نور ولوله
حکمتيار: په امريكا كي امنیتي پېښي په بې ساري توگه زياتي شوې
هغه وگړي او ډلي څنگه د دې طمع لري چي د بې گناه انسانانو د وژلو او ځپلو له لاري به خپلو موخو ته ورسېږي؛ الهي مرسته به ئې په برخه شي او افغانان به ئې مرسته وكړي؛ كوم افغان او كوم مسلمان انسان به د يوه بې رحمه ظالم او د هغه چا ملاتړ وكړي چي كار ئې په جوماتونو كي چاودني وي؟ په لمونځ كوونكو رحم نه كوي؛ له مخلصو او صالح مجاهدينو سره دښمني پالي؛ كافر ته د مرستي لاس اوږدوي او له مسلمان سره دښمني كوي؛ هغه چي پر مظلومو افغانانو رحم نه كوي؛ په چا به ئې وكړي؟
د جهاد په تېرو كلونو كي؛ ټولي دغسي چاودني او په کابل او مزار كي وروستۍ وحشيانه چاودني؛ د هغو كار دئ چي په هيڅ ديني او انساني ارزښت باور نه لري؛ او په خپل ژوند كي هيڅ سپېڅلى هدف او آرمان نه لري؛ د نيابتي جگړو اجير جنگيالى دئ.
هغه چي عا...
نور ولوله
حکمتيار: روان حساس وضعيت کي اسلامي إمارت يوې درنې د ملت ممثلي شورىٰ ته ضرورت لري
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 6 جوزا 1401(
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ 21 أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ 22 آل عمران: 21- 22
صدق الله العظيم
الله تعالىٰ فرمايي:
يقيناً هغه چي د الله په آيتونو كافران كېږي او د الله پيغمبران په ناحقه وژني او له خلكو هغه هم وژني چي د عدل كولو امر...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب پنځم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار
پنځمه درسي حلقه او علمي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ شمېر وروڼو او خویندو په کي گډون کړی وو.
نننئ علمي مُحاضره د
«الحاقة» په مبارکي سورې راغليو قسمونو ته ځانگړې شوې وه چي د يوي مهمي مُدعیٰ (د پيغمبر لوړ شخصيت د ده د صداقت نښه ده) تائید او إثبات په کي شوی.
ښاغلي حکمتيار وويل:
د الحاقة سورې په 38 او 39 آيتونو كي په "ما تبصرون: څه چي تاسو ويني" او " ما لاتبصرون: څه چي تاسو نه وينئ&quo...
نور ولوله
حکمتيار: نسأل الله أن يبطل كل مؤامرات أعداء الإسلام وأعداء شعبنا وبلادنا
الترجمه: الأخ حامد جویا_ ترکیا
خطبة القائد المحترم المجاهد حكمتيار زعيم الحزب الإسلامي في افغانستان (الجمعة 19 شوال 1443هـ، 30 الثور 1401هـ ش الموافق 20 مايو 2022م(
الحمد للّٰهِ وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى وبعد: فأعوذ باللّٰهِ من الشيطان الرجيم، بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ.
أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لا يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا 53 أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا 54 (النساء: 53 – 54 ) صدق الله العظيم...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب څلورم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ دجوزا لومړۍ نېټه، ۱۴۰۱ھش کال:
(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار څلورمه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
په نننئ درسي حلقه کي
د «الواقعة» سوره پر هغه قسمونو بحث وشو چي د لاندينئ مُدعیٰ
(قيامت به هرومرو راځي) د إثبات لپاره راوړل شوي.
ښاغلي حکمتيار وويل:
د الواقعة په سورې كي هم، د النجم د قسم په څېر؛ د قيامت د اثبات لپ...
نور ولوله
حکمتيار: د اسلامي پوهنتون په اړه له داسي دريځ ډډه وكړئ چي هيڅ عقلي او شرعي توجيه ورته نشي وړاندي كېدئ
اجازه راكړئ د إمارت اسلامي اړوند مسئولينو او چارواكو ته د دې منبر له لاري هم ووايو:
1. ځوان او نشيط دعوتگر؛ او د جامع جومات خطيب او امام؛ مولوي حشمت او د حزب اسلامي نور غړي چي په غير قانوني توگه او د شخصي رقابتونو او حسادتونو له كبله نيول شوي؛ فوراً خوشي كړي او په راتلونكي كي د داسي غيراصولي نيونو مخه ونيسي.
2. د شهيد مولوي عزت الله محب او نورو هغو مؤمنو او مجاهدو شخصيتونو قاتلان بايد ونيول شي او د شريعت مطابق محاكمه او مجازات شي چي لومړى اختطاف شوي؛ هغه هم په ي...
نور ولوله
حکمتيار: له ټولو گاونډيو مو غوښتي چي د وسله والو مخالفينو حمايت ونه کړي
وروڼو خوېندو!
موږ له ټولو گاونډيو؛ د تركيې، پاكستان او ايران په شمول غوښتي چي د وسله والو مخالفينو او د دوى له جنگي سياستونو حمايت ونه كړي؛ دوى ته د داسي تحركاتو اجازه ورنه كړي چي د بل نيابتي جنگ په پيلېدو منتج كېږي او تاسو هم په كي ښكېلوي. موږ ته ئې اطمئنان راكړى چي داسي به نه كوي؛ هيله ده زموږ ټول گاونډيان همدا دريځ غوره كړي؛ او په سيمي كي د بلي جگړي پيلېدا د ټولو په ضرر وگڼي.
وروڼو خوېندو!
په تاجكستان كي د ايران له لوري د ډرون طيارو جوړولو توافق ډېرو افغانانو ته اندېښنې راولاړي كړې؛ دا ځكه چي تاجكستان وسله والو مخالفينو ته دوه ځلي پناه وركړې؛ اوس هم او هغه مهال هم چي شمالي ټلواله د حزب اسلامي او طالبانو په خلاف جنگېدل...
نور ولوله
حکمتيار: د مقتدره او باصلاحيته شوری لپاره بايد شفاف انتخابات ترسره شي
كه همدغو مخالفينو؛ له خپلو بدو او تورو سوابقو سره؛ د بحران د حل په اړه كومه رغنده طرح وړاندي كړي نو موږ به ئې حمايت كوو؛ دوى ته وايو: په جنگ سره هيڅ نشئ تر لاسه كولئ؛ هيڅ مؤمن او شريف افغان د مخكني نظام او پرديپالو واكمنو بيا اعاده او مجدد تسلط؛ هيڅكله او په هيڅ صورت كي نه مني؛ د حل يوازينۍ لار دا ده چي:
1. ټول افغان لوري د مخكنيو خونړيو او ناكامو تجربو تكرار؛ د تل لپاره نفي كړي؛ اقتدار ته د پرديو د مټو او وسلو په زور رسېدل پرېږدي.
2. صادقانه او...
نور ولوله
حکمتيار: له هېواد بهر د مقاومت ائتلافونه کومه نتيجه نه لري
حتماً به خبر شوي يئ چي د مخكيني پرځېدلي رژيم ځيني فراري چارواكي په انقره كي او د يوه جنرال په كور كي راغونډ شوي او د يوې اعلاميې په خپرولو سره ئې دا غونډه پاى ته رسولې؛ په غونډي كي داسي څېرې يو ځاى شوې چي تر دې وړاندي؛ په وار وار يو د بل خلاف په خونړيو جگړو كي ښكېل شوي؛ ويلى شو چي دا په حقيقت كي د پرځېدلي حكومت د فراريانو غونډه وه؛ كه جمهور رئيس ئې غير حاضر وو نو معاونان، وزيران، د ملي امنيت او استخباراتو رئيسان او مشاورين ئې حاضر ول؛ د اعلاميې اصلي ټكي ئې دوه وو: له إمارت اسلامي ئې غوښتنه كړې چي له دوى سره د مذاكراتو لړۍ پيل كړي او كه داسي ونه كړي نو جنگ به پيل كړي؛ د جنگ لپاره ئې د مقاومت داسي جبهې جوړولو پرېكړه كړې چي نوم ئې (شورای عالی مقاومت ملی برای نجات افغانستان) دئ!!
داسي ائتلاف...
نور ولوله
