د حکمتيار صاحب پنځم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار
پنځمه درسي حلقه او علمي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ شمېر وروڼو او خویندو په کي گډون کړی وو.
نننئ علمي مُحاضره د
«الحاقة» په مبارکي سورې راغليو قسمونو ته ځانگړې شوې وه چي د يوي مهمي مُدعیٰ (د پيغمبر لوړ شخصيت د ده د صداقت نښه ده) تائید او إثبات په کي شوی.
ښاغلي حکمتيار وويل:
د الحاقة سورې په 38 او 39 آيتونو كي په "ما تبصرون: څه چي تاسو ويني" او " ما لاتبصرون: څه چي تاسو نه وينئ" لوړە شوې. هلته چي فرمايي:
(فَلا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ). 38 (وَمَا لا تُبْصِرُونَ). 39
(نو نه؛ داسي نه ده؛ قسم په هغه څه چي گورئ). 39- (او په هغه څه چي نه ئې گورئ).
او ورپسې ويل شوي:
(إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ). 40
(بې شكه چي دا حتماً د مخور رسول وينا ده).
نوموړي وويل:
مخكي له دې چي د قسمونو او ځواب تر منځ ارتباط تشريح شي؛ بايد څو خبري توضيح كړو:
الف• په دې قسم كي هم د الواقعه سورې اسلوب كارول شوى؛ لومړى په (فلا) سره د مخاطب انگېرنه او اندېښنه ترديد شوې او بيا په (أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ. وَمَا لا تُبْصِرُونَ). سره د قسم ځواب په دې صيغه راغلى: (إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ). (بې شكه چي دا حتماً د مخور رسول وينا ده). دلته نه (لا) زائد ده او نه په دې معنى راغلې چي قسم نه كوم؛ نه په قرآن كي زائد شته نه ناقص؛ هغه رأى قطعاً مه منئ چي د قرآن په الفاظو كي په تزئيد او تنقيص ولاړه وي.
ب• د داسي غلط اسلوب يوه بله بېلگه هم ستاسو مخي ته ږدم:
ځيني وايي: د الاحزاب سورې په آيت كي تر «يُعْرَفْنَ» مخكي «لا» مقدر ده؛ آيت داسي دئ:
(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا). 59 الأحزاب 59
(اې نبي! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه چي خپل پړوني پر خپلو ځانونو راتاو كړي؛ همدا دې ته نږدې ده چي وپېژندى شي او ونه ځورول شي؛ او الله مهربان بخښونكى دئ).
دلته د «يُعْرَفْنَ» صيغه راغلې او معنى ئې دا ده چي مؤمني مېرمني دي د دې لپاره خپل پړوني پر ځان راتاو كړي؛ چي په دې سره به وپېژندى شي او د مفسدينو له ځورونو به وساتل شي. يعني د دوى جلباب او پړونى د دوى د شفاف شخصيت معرف او ښكارندوى دئ؛ نورو ته دا پيغام لېږي چي دوى عفيفي، پاك لمني او متقي مېرمني دي؛ همدا پړونى به دوى د هغو مفسدينو له ځورونو خوندي ساتي چي په كوڅه او بازار كي د بدلمنو مېرمنو په لټه كي وي.
خو متأسفانه ځيني همدا صريح او واضح آيت؛ د خپلي سليقې او انگېرني خلاف مومي؛ نو د دې پر ځاى چي خپل غلط تصورات او انگېرني تصحيح كړي؛ د الله تعالى په كلام كي د داسي تصرف جسارت كوي چي له (يُعْرَفْنَ)؛ (لاَيُعْرَفْنَ)؛ جوړ كړي او ووايي: دلته «لا» مقدر ده او گواكي معنى ئې دا ده چي ونه پېژندل شي!! د خپلي ذهني ستونزي حلولو لپاره چي غواړي وښيي د مېرمنو مخ به پټ وي چي ونه پېژندل شي؛ نو (لا) پرې اضافه كوي؛ او «لا يُعْرَفْنَ» ترې جوړوي!!! الله تعالى يو څه وايي او دوى د الله تعالى په كلام كي تصرف كوي او بل څه ترې جوړوي!!!
ج• ځيني وايي: «لاَ أُقْسِمُ» كي «لا» زائد ده او ځيني وايي: د «لاَ أُقْسِمُ» معنى دا ده چي قسم نه كوم؛ گواكي خبره دومره واضح ده چي قسم ته ضرورت نشته!! دا دواړه آراء او تعبيرونه بې بنسټه دي؛ كه قسم ته ضرورت نه وو نو بيا خو به ئې قسم نه كولو؛ او ولي به حكيم خداى زائد لفظ كارولو؛ سمه رأى دا ده چي په «لا» سره د معترض مخاطب رأى ترديد شوې او ورپسې قسم د خپلي مدعى د اثبات لپاره د شاهد په توگه وړاندي شوى؛ دقيقاً لكه هغسي چي په دې آيت كي راغلي: (فلا و ربك لايؤمنون....) (نو نه؛ ستا پر رب قسم چي دوى ايمان نه راوړي...)
د• په "مَا لا تُبْصِرُونَ: څه چي نه ئې ويني" قسم؛ يو له هغو دوو قسمونو دئ چي په نامرئي شيانو لوړە شوې؛ دلته په نه ليدل شوو او د «اَلْقِيٰمَةِ» په سوره كي د قيامت په ورځ او دا د قرآن د عمومي قاعدې خلاف برېښي؛ خو دا بايد وگورو چي آيا په دې دوو مواردو كي واقعاً عمومي قاعده نه ده مراعات شوي او كه نه؛ دا هم د عمومي قاعدې مطابق ده خو په سطحي نظر بېل برېښي؟
ر• دا هم بايد وگورو چي آيا له "ما تبصرون" او " ما لاتبصرن" ټول شيان په عام توگه له كومي استثناء پرته مراد دي؛ كه نه د كلام مخكنۍ يا وروستنۍ برخه ئې محدودوي او په خاصو شيانو كي ئې راخلاصه كوي؟
ز• له قسمونو وروسته آيتونه په دې مطلب تأكيد كوي چي دا د يوه مخور پيغمبر وينا ده؛ نه د شاعر وينا ده او نه د كاهن، د رب العالمين له لوري لېږل شوى كلام دئ:
(إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ ٤٠ وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَاعِرٖۚ قَلِيلٗا مَّا تُؤۡمِنُونَ ٤١ وَلَا بِقَوۡلِ كَاهِنٖۚ قَلِيلٗا مَّا تَذَكَّرُونَ ٤٢ تَنزِيلٞ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٤٣)
(بې شكه چي دا حتماً د مخور رسول وينا ده او د شاعر وينا نه ده، ستاسو باور كول لږ دي او نه هم د كاهن وينا ده؛ ستاسو پند اخيستل لږ دي؛ د رب العالمين له لوري رالېږل شوى دئ).
او ورپسې وايي: كه ده له خپلي خوا څه ويلي وى او هغه ئې الله ته منسوب كړي وى؛ نو الله حتماً داسي كار جدي نيولو او حتماً ئې هغه ته سخته سزا وركوله، له دې په څرگنده معلومېږي چي قسمونه هم د پيغمبر عليه السلام په اړە دي او له "ما تبصرون" او " ما لاتبصرون" هم د ده د شخصيت څرگندي او ناڅرگندي برخي مراد دي.
دا صحيح نه ده چي د يوې خاصي خبري نطاق؛ د هغې مخكي او وروسته كلام ته له پام پرته؛ هر څه ته عام وگڼو.
س• دا هم يوه اشتباه ده چي د يوه كلام يوه برخه د ورته برخو او د عمومي قاعدې خلاف تعبير كړو؛ پداسي حال كي چي د قرآن په ټولو قسمونو كي په ډېرو څرگندو او واضح شيانو لوړە شوې؛ دا صحيح نه ده چي يو دوه قسمونه؛ داسي تعبير شي چي له دې عمومي قاعدې سره تصادم كوي.
قدرمن مشر زياته کړه:
دې مطالبو ته په پام سره د قسمونو او ځواب تر منځ ئې ارتباط ډېر په آساني درك كولى شو او هغه دا چي: دلته قريشو او د قرآن ټولو مخاطبينو ته ويل شوي چي د پيغمبر عليه السلام د ژوند هغو برخو ته پام وكړئ چي تاسو ته څرگندي دي؛ د هغه د لوړ شخصيت بارزي برخي؛ هغه څه چي تاسو ته ئې در اوروي؛ هغه پيغام چي تاسو ته ئې ابلاغوي؛ دا د خپلو شاعرانو او كاهنانو له شخصيت او ويناوو سره مقايسه كړئ، د دوى تر منځ دا ژور او ستر تفاوت به حتماً تاسو په دې قانع كړي چي دى نه شاعر دئ نه كاهن؛ بلكي د الله مخور استازى دئ او وينا ئې د الله تعالى كلام. ستاسو شاعران خو د مفسدو او ظالمو حاكمانو خدمت كي دي، د څو پيسو لپاره د دوى مدح او ستاينه كوي، د هغه چا هَجْوَ كوي چي څه ورنكړي او يا د دوى په هَجْوي سره له بل څه تر لاسه كړي. ستاسو كاهنان خو هغه دي چي هر يوه؛ دلته او هلته؛ په بازار او كوڅه كي؛ دُكانونه پرانستى، خلك غولوي، په فال، كوډو او تعويذونه سره له خلكو شكراني تر لاسه كوي، خو پيغمبر هغه څوك دئ چي تاسو په خپله د ده په صداقت، عدالت، امانت او زړي سوي؛ شهادت وركوئ، د ظلم او تېري مخالف، د مظلومانو ملگرى، د ظالمانو دښمن، د برابري او عدالت داعي، هغه چي فساد، تېرى، خدعه او دروغ حرام گڼي، نه يوازي دا چي په خپلي مبارزې له خلكو د څه اجر او بدلې طمع نه لري؛ بلكي قرباني وركوي، له خطرونو سره ډغري وهي او ستونزې گالي؛ هغه خو خلكو ته وايي:
(وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ). 109 الشعراء 109
(او له تاسو پر هغه (خپل دعوت) هيڅ اجر نه غواړم؛ اجر مي يوازي پر رب العالمين دئ).
د هغه د پيغام لارښوونه خو دا ده:
(اتَّبِعُوا مَنْ لا يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُمْ مُهْتَدُونَ). 21 يس: 21
(د هغه چا متابعت وكړئ چي له تاسو هيڅ بدله او اجر نه غواړي؛ او دوى هدايت شوي دي).
يعني په هغه چا پسې اقتداء وكړئ چي په سمه لار روان وي، قول او عمل ئې سم وي او له تاسو هيڅ طمع نه لري؛ نه مالي او مادي طمع او نه معنوي طمع؛ قرآن د ټولو پيغمبرانو په اړه فرمايي: له الله تعالى پرته له بل چا ئې اجر نه غوښتلو او امين وو؛ لږ د پيغمبر عليه السلام د ژوند هغه برخي هم وڅېړئ چي ستاسو له سترگو پټى دي او يوازي نږدې ملگري او د كورنۍ غړي ئې پرې پوهېږي، دا برخي د خپلو مشرانو، شاعرانو او كاهنانو د شخصي ژوند له پټو برخو سره مقايسه كړئ، له ژور تفاوت به په خپله پوه شئ چي دى د الله مخور استازى دئ او وينا ئې د الله كلام؛ آيا د ده په قول، عمل او اخلاق كي يوه داسي بېلگه په گوته كولى شئ چي د ده د لوړ شخصيت او د رسالت د ادعاء منافي وي؟ لومړى كس چي پر ده ايمان راوړي او د ده وينا د الله له لوري وحي گڼي؛ هغه د ده درنه مېرمن ده چي د ده له ټولو پټو اسرارو خبره او له هره اړخه ئې ښه پېژني، هغه ښځه چي تاسو د قريشو تر ټولو صالح، نيكه، عقلمنه او پوه ښځه گڼله!!
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير دغه راز
د «المعارج» په مبارکي سورې کي راغليو قسمونو ته هم تفصيلي إشاره وکړه او ويې ويل:
(بيا ژوندون يو حقيقت دئ)؛ او د همدغه حقيقت د إثبات لپاره
د «المعارج» سورې په 40 آيت كي په "مشارق" او "مغارب" لوړە شوې او ورپسې ويل شوي: موږ په دې قادر يو چي دوى تر اوسني حالت په ښه بڼه واړوو او تر دې په غوره كيفيت كي ئې بيا راپيدا كړو او موږ وروسته پاته كېدونكي نه يو. هلته چي فرمايي:
(فَلَآ أُقۡسِمُ بِرَبِّ ٱلۡمَشَٰرِقِ وَٱلۡمَغَٰرِبِ إِنَّا لَقَٰدِرُونَ ٤٠ عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَمَا نَحۡنُ بِمَسۡبُوقِينَ ٤١)
(نو نه؛ د مشارق او مغارب (ختيځونو او لوېديځونو) په رب مې قسم چي موږ قادر يو؛ پر دې چي دوى تر اوسني حالت په ښه بڼه واړوو (تر دې ئې په غوره كيفيت كي بيا راپيدا كړو) او موږ وروسته پاته كېدونكي نه يو).
نوموړي وويل:
دلته هم د قرآن د عمومي قاعدې مطابق په يو څرگند حقيقت لوړە شوې او د دې ادعاء لپاره د شاهد په توگه وړاندي شوى چي الله د انسان په بيا راژوندي كولو قادر دئ او هيڅ څه ئې په هيڅ كار كي نشي ناتوانه كولى. د مشارق او مغارب پر پالونكي قسم؛ پر هغه ذات چي د ده په اراده دا ستوري، لمر او سپوږمۍ راخېژي او لوېږي. راشئ وگورو چي مشارق او مغارب څه دي او څنگه پر دې خبري شهادت وركوي؛ چي الله تعالى د انسان په بيا راژوندي كولو قادر دئ؟
د همدي پوښتنې د ځواب په اړه قدرمن مشر وويل:
1: يو ځل مشرق او مغرب ته توجه وكړئ، د لمر او ستورو ختو او لوېدو ته لږ په غور سره پام وكړئ، په دې غور وكړئ چي دا لمر څنگه هره ورځ له خاص ځاى طلوع كوي او په خاص ځاى كي پرېوځي، هر ستورى همداسي ځانته معين ختيځ او لوېديځ لري، ځاى او وخت ئې ټاكل شوى، په خپل خاص وخت او په خپل خاص ځاى كي ئې ختل او پرېوتل دي، مگر هغه ذات چي دا پراخ او ستر عالم له خپلو ټولو بې شمېره سماوي اجرامو سره اداره كوي، هره ورځ لمر او ستوري له خپل خپل خاص ځاى او له هيڅ تغيير او تأخير پرته؛ راپورته كوي او پرې باسي، آيا دا ستر او ځواكمن ذات له دې عاجز گڼئ چي انسان له مرگ وروسته بيا راژوندى كړي؟!! زما دي په دې ذات قسم وي چي هغه نه يوازي په دې كار قادر دئ بلكي كولى شي تاسو په داسي نوې بڼي كي راپيدا كړي چي تراوسني حالت مو ډېر ډېر غوره وي، هغه نه يوازي له دې كار عاجز نه دئ بلكي د هيڅ كار په وړاندي بى وسه او مغلوبېدونكى نه دئ.
2: همدا راز د لمر طلوع او غروب د ژوندون له اساسي عواملو دئ، كه دا د لمر راختل او پرېوتل نه وى؛ په منظمه توگه او يوه په بلي پسي د شپې ورځ راتگ نه وى؛ نو د زمكي پر سر به يو ژوندى موجود هم نه وو پيدا شوى، ټول ژوي د خپل پيدايښت او د خپل ژوند د دوام لپاره هغي تودوخي او رڼا ته اړ دي چي لمر ئې زمكي ته وركوي، كه دا نه وى او په دې سره د زمكي هوا داسي معتدله نه ساتل كېدى چي ژوندون ورته ضرورت لري، نو د زمكي پر سر به هيڅ ژوى نه وو پيدا شوى. كه دا مطلب په پام كي ولرو نو په دې خبري پوهېدل آسان دي چي پر مشارق او مغارب د بيا ژوندون لپاره ولي استناد شوى.
نوموړي همدا راز د خپلي علمي مُحاضرې گډونوالو ته د دې قسمونو د لا وضاحت او مزيد شرحي په اړه (د قرآن پلوشې) تفسير کي د المعارج سورې تفسير د لوستلو سپارښتنه وکړه، او زیاته يې کړه:
دا مطلب هم د پام وړ دئ چي په دې آيتونو كي د "مشارق" او "مغارب" صيغې كارول شوې چي د مشرق او مغرب جمع او زياتوالى افاده كوي او له دې معلومېږي چي قرآن كريم د خپلو مطالبو په بيان كي څومره دقيق دئ او د څومره دقيقو او ظريفو نقاطو خيال ساتي. په دې پوهېږو چي د لمر طلوع او غروب هره ورځ له بلي فرق كوي، نن له يوه ځاى او سبا له بل ځاى، د كال د ورځو په شمېر مشارق او مغارب لري، د همدې لپاره قرآن كريم د مشارق او مغارب صيغې كارولې، همدا راز لمر په يوه كال كي دوه مشرق او دوه مغرب په دوبي او ژمي كي لري، يو د دوبي تر ټولو اوږدي ورځ كي او بل ئې د ژمي تر ټولو لنډي ورځ كي، يو ئې د استوىٰ خط شمال ته او بل ئې جنوب ته؛ د همدې لپاره قرآن په بل ځاى كي د مشرقين او مغربين الفاظ كارولي چي دوه مشرق او دوه مغرب افاده كوي.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا:
د زمكي، آسمان، لمر، سپوږمۍ او ټولو ستورو دا اوسنى دقيق انتظام په دې منتج شوى چي زمكه دا اوسنى وضعيت غوره كړي او په خپلي غېږ كي ژوي وپالي؛ په دې نظم كي معمولي اختلال د ژوندون امكانات له منځه وړي؛ آيا هغه ستر رب چي دا عظيم عالم ئې په داسي منظمه او دقيقه توگه پيدا كړى او ساتنه او پالنه ئې كوي؛ له دې عاجز گڼئ چي تاسو له مرگ وروسته بياراپيدا كړي؟!!
د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
