حکمتيار: انتصابي جرگو نه يوازي ستونزي نه دي حل كړې بلكي تل ئې هغه تشديد كړې
وروڼو خوېندو!
افغانان نن له روان بحران د وتلو لپاره يوې جامع او رغنده طرحي او حل لاري ته ضرورت لري؛ په دې اړه تر نورو وړاندي؛ بايد إمارت اسلامي اقدام وكړي او له گواښونو د هېواد ژغورني لپاره مضبوط عملي گامونه واخلي؛ جگړه او عوامل ئې د تل لپاره پاى ته ورسوي.
د إمارت اسلامي له لوري چي په دې ارتباط كوم كميسيون جوړ شوى؛ مخالفينو ته ئې بلنه وركړې چي هېواد ته راستانه شي؛ هم ئې سر خوندي دئ او هم ئې عزت او هم ئې ټول ملكيتونه او شتمنۍ؛ له هري لاري او په هره توگه چي ئې تر لاسه كړې وي؛ إمارت اسلامي د دوى او د دوى د شتمنيو مصونيت تضمينوي؛ له ځينو سره ئې همداسي وكړل؛ خو د مقابل لوري عكس العمل نه يوازي سوړ وو بلكي ځينو دا وړانديز د تسليمېدو په معنى تعبير كړى او ځينو جدي غبرگون ښودلى او د جنگ پر دوام ئې ټينگار كړى. د انقرې له ناستي او اعلاميې وروسته؛ د إمارت اسلامي غبرگون هم فوري او جدي وو او هم ئې له دوى سره هر راز مذاكرات په راتلونكي كي منتفي وگڼل. وئې ويل: امنيت راغلى، اوسنى حكومت ټول شمول دئ؛ ملت ئې تر شا دئ، ...
او چا چي له بحران د وتلو لپاره د ملت رأى ته د رجوع طرح وړاندي كړې؛ هغوى ته ئې هم ځواب منفي دئ او داسي معلومېږي چي پر ځاى ئې د انتصابي جرگې پر جوړولو كار روان كړى.
اما له داسي جرگې سره يوازي د إمارت اسلامي خپل غړي او هغه هم يوه برخه ئې توافق لري؛ نه ئې وسله وال مخالفين مني او نه ټول ملت؛ او نه د رأى خاوند افغانان؛ په هيڅ هېواد كي انتصابي جرگو نه يوازي ستونزي نه دي حل كړې بلكي تل ئې هغه تشديد كړې.
روان حساس او ترينگلى وضعيت داسي دئ چي إمارت اسلامي؛ يوې درنې د ملت ممثلي شورىٰ ته ضرورت لري؛ همدا كولى شي د دښمنانو توطئې شنډي كړي؛ د ټولو ملي مسائلو په ارتباط داسي تصاميم ونيسي چي د ملت غوڅ اكثريت به ئې تر شا ولاړ وي او د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تصويب كړي.
وروڼو خوېندو!
زموږ يوه بله اساسي ستونزه دا ده چي نه وسله وال مخالفين پر يوه مضبوط او منلي محور راټول شوي او متحد دي او نه سوله غوښتونكي معترضين؛ مذاكرات په هغه صورت كي نتيجه وركوي چي دا درې محورونه؛ إمارت اسلامي، سوله غوښتونكي معترضين او وسله وال مخالفين؛ صادقانه او بامقصده مذاكراتو ته كښېني، د جگړو پاى ته رسولو ژمنه وكړي، او هر يو خپله طرح د مذاكراتو په مېز كښېږدي.
اما عملاً گورو چي وسله وال مخالفين متحد نه دي، د خونړيو خپل منځيو جگړو سابقه لري، په تېرو 44 كلونو كي ئې د پرديو په زور پر افغانستان حكومت كړى، خپل سياسي او قومي رقيبان ئې د پرديو د مټو او وسلو په زور يا وژلي، يا زنداني كړي، يا له هېواد وتلو ته اړ كړي او د دوى زمكي، كورونه او شتمنۍ ئې غصب او لوټ كړې؛ د ډېرو ئې ريكارډ دومره تور دئ چي سپين ځاى په كي نه موندل كېږي، په يوه محور راغونډېدا ئې محال برېښي؛ نه واحد قيادت لري او نه له بحران د وتلو واضح طرح؛ اوس هم د جنگ پر دوام ټينگار كوي؛ هغه هم د پرديو د وسلو او پيسو په زور.
موږ ټولو مؤمنو او وطنپالو افغانانو ته بلنه وركوو چي راشئ د مخكنيو ناكامو او خونړيو تجربو د تكرار پر ځاى نوې او رغنده تگلاره غوره كړو؛ جگړه او پر هغې اصرار او ټينگار نفي كړو او د سالم او سوله ايز رقابت او صادقانه، بلا قيد او شرط مذاكراتو له لاري ټولي ستونزي حل كړو. پرون مو همدا وړانديز وو او نه مو همدا دريځ دئ.
