حکمتيار: د اسلامي پوهنتون په اړه له داسي دريځ ډډه وكړئ چي هيڅ عقلي او شرعي توجيه ورته نشي وړاندي كېدئ
اجازه راكړئ د إمارت اسلامي اړوند مسئولينو او چارواكو ته د دې منبر له لاري هم ووايو:
1. ځوان او نشيط دعوتگر؛ او د جامع جومات خطيب او امام؛ مولوي حشمت او د حزب اسلامي نور غړي چي په غير قانوني توگه او د شخصي رقابتونو او حسادتونو له كبله نيول شوي؛ فوراً خوشي كړي او په راتلونكي كي د داسي غيراصولي نيونو مخه ونيسي.
2. د شهيد مولوي عزت الله محب او نورو هغو مؤمنو او مجاهدو شخصيتونو قاتلان بايد ونيول شي او د شريعت مطابق محاكمه او مجازات شي چي لومړى اختطاف شوي؛ هغه هم په يونيفورم كي د اختطافچيانو له لوري؛ بيا له غير انساني تعذيب وروسته په وحشيانه توگه وژل شوي؛ سرونه ئې غوڅ شوي او جسدونه ئې يا په ډاگ او د سړك خوا ته غورځول شوي او يا په ونو راځوړند شوي؛ اسلامي إمارت بايد د حكومت تر واك لاندي هېوادوالو ته بشپړ ډاډ او اطمئنان وركړي چي هر يوه سر، مال او عزت خوندي دئ او د خوندي ساتلو مسئوليت ئې د حكومت پر غاړه دئ؛ دلته بايد هيڅوك د چار كور او دفتر ته د ده له اجازې او موافقې پرته او د واكمني شرعي محكمې له پرېكړه پرته داخل نشي؛ يوازي شرعي محكمي د يو چا د مجازات حق لري؛ نه هر پوليس او د استخباراتو او امنيتي ادارو هر مسئول. د اسلامي نظام او شريعت حكم او غوښتنه همدا ده.
3. د اسلامي پوهنتون په اړه له داسي دريځ ډډه وكړئ چي هيڅ عقلي او شرعي توجيه ورته نشي وړاندي كېدئ؛ دا معياري او په ټولو اصولو برابر پوهنتون دئ؛ تر دريو لسيزو زياته سابقه لري، په زرگونو مؤمن كادرونه ئې روزلي او افغاني ټولني ته ئې اسلام ته متعهد شخصيتونه وړاندي كړي؛ عجيبه ده چي دلته د كمونستانو، سيكولرانو، ملحدينو او حتىّٰ بهرنيو هېوادونو پوهنتونونه او په لسگونو نور تعليمي مراكز منل كېږي خو د عالي تحصيلاتو وزارت اسلامي پوهنتون نشي زغملى!! او دا په داسي حال كي چي د إمارت اسلامي مشران مخالفينو ته بلنه وركوي چي هېواد ته راشي او دلته پانگوني وكړي؛ وسله والو مخالفينو ته هم بلنه وركوي چي هېواد ته راشي او مطمئن دي وي چي دلته به ئې هم سر خوندي او هم كورونه، ښارگوټي، زمكي، ماركيټونه او هر څه ئې؛ كه دا ئې له هري لاري تر لاسه كړي وي!! د ملت انتظار دا وو او دئ چي له خائنانو، غلو، لوټمارانو او غاصبانو سره د شريعت مطابق محاسبه وشي او اسلام او هېواد ته ژمن صادقان او مخلصان حمايت او پالل شي.
دعاء كوو چي الله تعالى د اسلام او زموږ او د ولس او هېواد د ټولو دښمنانو توطئې شنډي كړي او له ناامنيو، جگړو، فقر او لوږي فارغ افغانستان او بشپړ اسلامي نظام زموږ مظلوم ولس ته ورپه برخه كړي او په سرلوړي او آزاد افغانستان كي واقعي اسلامي نظام قائم او دائم كړي. آمين
