د حكمتيار لیکنی
حکمتيار: په هند كي د رسول الله ص په شأن كي سپکاوی او رذالتونه په كلكه غندو
له وضعيت داسي معلومېږي چي كابل او اسلام آباد له يو بل د لري كېدو په حال كي دي؛ او په مقابل كي ئې ډهلي او كابل سره نږدې كېږي؛
افغانان داسي خارجي سياست ته ضرورت لري او دا د ټولو په گټه دئ چي فعال، متوازن او غير منسلك وي؛ د يوه لپاره له بل سره مخالفت او دشمني ونه پالو او د دوى رقابتونه هېواد ته راانتقال نه كړو؛ د ټولو رقيبو هېوادو په نسبت د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او گټو پر بنسټ متوازن سياست؛ تېر منسلك خارجي سياست په خونړيو جگړو منتج شو؛ نن رغنده نوي سياست ته ضرورت لرو.
وروڼو خوېندو!
په داسي حال كي چي د بريتانيا يوه فرهنگي مركز د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لور فاطمه رضي الله عنها په اړه د جنتي مېرمن تر نامه لاندي فيلم جوړ كړى او غوښتل ئې نند...
نور ولوله
حکمتيار: دا د الله تعالىٰ نه بدلېدونكى سنت دئ چي بې وزلي ولسونه به له اسارت او محكوميت ژغوري
الله تعالىٰ فرمايي:
او غواړو پر هغو پېرزوينه وكړو چي په زمكي كي ئې د بې وزلۍ لټه كېږي؛ پېشوايان ئې كړو، (د ټولو شتمنيو) وارثان ئې كړو، په زمكي كي تمكين او اقتدار ورپه برخه كړو او د دوى په لاس فرعون، هامان او لښكرو ته ئې هغه څه وښېو چي ترې وېرېدل.
يعني دا د الله تعالىٰ نه بدلېدونكى سنت دئ چي بې وزلي ولسونه به له اسارت او محكوميت ژغوري، له دوى به د لويو لويو مستكبرو طاقتونو د پرځولو او نسكورولو لپاره كار اخلي، تر ټولو د ستر مغرور ځواك د نسكورولو لپاره به د نړۍ تر ټولو ضعيف او مستضعف قوم انتخابوي؛ همغسي لكه چي الله تعالىٰ په تېري يوې پېړۍ كي د نړۍ درې زبر ځواكونه؛ بريتانيا، شوروي او ناټو د افغانانو په لاس له ماتي او زوال سره مخامخ كړل. ...
نور ولوله
حکمتيار: هېواد يوې معتبري شورىٰ؛ اساسي قانون او دارالإفتاء ته ضرورت لري
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 20 جوزا 1401(
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
(وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ 5 وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ6 القصص: 5- 6 صدق الله العظيم
الله تعالىٰ فرمايي:
او غواړو پر هغو پېرزوينه وكړو چي په زمكي كي ئې د بې وزلۍ لټه كېږي؛ پېشوايان ئې كړو، (د ټولو شتمنيو) وارثان ئې كړو، په زمكي كي تمكين او اقتدار ورپه ...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب نهم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د جوزا ۱۸مه، ۱۴۰۱ھش کال:
(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار خپله ۹مه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
په نننئ درسي حلقه کي نوموړي د
«الطارق» سورې په قسمونو بحث وکړ او ويي ويل:
(هغه ذات چي دا بې شمېره ځلانده ستوري ساتي؛ هغه د ټولو ساتونكى دئ)
قدرمن مشر زياته کړه:
...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب اتم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د جوزا ۱۵مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار اتمه درسي حلقه دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو پهکي گډون کړی وو.
نوموړي په خپله نننئ درسي حلقه کي د المدثر سورې پر قسمونو تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:
(د سپوږمۍ رابره كېدل، د شپې ستنېدل، او د سباوون راختل د دې نښه ده چي د دې دنيا پاى به د بلي دنيا پيل وي).
د المدثر سورې په قسمونو كي همدا مطلب راغلى؛ خو تر قسمونو وړاندي بايد وگورو چي د دې سورې اصلي مُ...
نور ولوله
حکمتيار: امارت اسلامي دی ملت د ملي مسائلو په ارتباط هر تصميم كي شريك كړئ
وروڼو خوېندو!
إمارت إسلامي ته په داسي حال كي سپارښتني لرو او مشورې وركوو چي د دوى بريا خپله بريا او ناكامي او بدنامي ئې د ځان او ټولو اسلامپالو ناكامي او بدنامي گڼو، په حكومت كي د مشاركت طمع او غوښتنه نه ترې لرو، د گواښونو په وړاندي ئې مرستي او ملگرتيا ته چمتو يو؛ ولس ته وايو پر ناخوالو صبر وكړئ؛ د داسي څه له ويلو او كولو ډډه وكړئ چي گټه ئې ډېر خطرناك كورني او بهرني دښمن ته رسېږي.
مشورې مو دا دي:
1. له بحران د وتلو لپاره جامع، د أفغان ولس اكثريت ته د منلو وړ، معقوله، عملي او رغنده طرح وړاندي كړئ.
...
نور ولوله
حکمتيار: د هر نظام بقاء او دوام په دې پوري تړلى دئ چي ملت ئې تر شا ولاړ وي
كله كله څوك د دوست په جامه كي خپل ملگري او خپلي ډلي او گوند ته دومره تاوان رسوي چي د دښمنۍ په جامه كي ئې نشي رسولى؛ د يوه گوند او حكومت لپاره تر ټولو خطرناك دښمن هغه دئ چي په خپلو ناسمو كړنو، غلطو تصرفاتو، ناسمو تصميمونو، فساد، خيانت، له زور ځواك غلطي استفادې او خپلي شخصي دښمنيو پاللو سره له يوې خوا خلك ناراض كوي او له بلي خوا الله تعالى.
هغه ډله حتماً د الله تعالى له شديدي مواخذې سره مخامخ كېږي چي هم خلك ترې ناراض شي او هم الله تعالى.
د هر نظام بقاء او دوام په دې پوري تړلى دئ چي ملت ئې تر شا ولاړ وي؛ له تصرفاتو، پرېكړو او اجراءاتو ئې راضي وي، حكام داسي مومي چي د دوى وروڼه، خادمان، د سر، عزت او مال ساتونكي او د عدالت او امنيت پلي كوونكي دي، حكام تر دې وړان...
نور ولوله
حکمتيار: أحزاب سياسى تعهد كنند كه راه هاى نامشروع رسيدن به قدرت را براى هميش تحريم مى كنند
مخالفين نظام؛ اخيراً و شايد به دليل بى نتيجه و غير مؤثر بودن عمليات مزعوم بهارى شان؛ طرحى براى حل بحران ارائه كرده اند؛ با آن كه نه روشن است، نه مى توان آن را موضع رسمي، واحد و نهائي خواند، به گونه اى كه تمامى مخالفين مسلح و غير مسلح بر آن متحد و متفق باشند؛ اما با وجود آن؛ يك انكشاف تازه تلقى مى شود. طرح شامل سه خواسته در سه ماده است:
مشاركت در قدرت و تشكيل حكومت موقت.
حضور نيروهاى خارجى؛ تحت پوشش ملل متحد و به منظور تأمين و تضمين امنيت مخالفين!!
برگزارى انتخابات.
هر چند خواست نخستين و اصلى شان؛ مشاركت در قدرت؛ چيزى است كه در دوران اشغال كشور؛ از سوى نيروهاى شوروى و متعاقب آن ناتو؛ و زمانى كه همين گروه ها؛ در رأس...
نور ولوله
حکمتيار: پر افغانانو مخصوصاً مېرمنو او نجونو خاصه جامه مه تحميلوئ
د إمارت إسلامي مسئولينو ته سپارښتنه كوو چي مه داسي خاص ډول جامه پر افغانانو مخصوصاً مېرمنو او نجونو؛ تحميلوئ چي نه په قرآن او سنت كي د هغه په اړه صريح نص شته او نه ئې د وجوب او تحريم په اړه كوم امر او نهي؛ او نه د احنافو د ائمه وو، فقهاءو، علماءو او مفسرينو په آراء او اقوالو كي كومه سپارښتنه او وينا؛ د احنافو په وړاندينيو ټولو علماءو كي پر دې شبه اجماع ده چي د مېرمنو مخ، لاسونه او پښې په عوراتو كي شامل نه دي؛ او پر دې هم اجماع ده چي په حج كي به محرمي مېرمني نه مخ پټوي او نه لاسونه؛ يوازي د گوتو په شمېر متأخرينو؛ د سلف او متقدمينو د مسلمي رأى او فتوى په خلاف ويلي چي د فتنې د احتمال له كبله مخ پټول افضل او حتى واجب دي؛ ولي د داسي شاذ رأى له كبله نجوني له خپل مسلم حق؛ تعليم محرومي كړى شي؟!! ...
نور ولوله
حکمتيار: افغانانو هم اسلام په خپله خوښه غوره كړى او هم حنفي مذهب
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
لا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 56 البقرة 256 صدق الله العظيم
الله تعالى فرمايي:
په دين كي اكراه (او په زور منل) نشته، (په دين) سره هدايت له ضلالت او بې لاريتوب څرگند شوى؛ نو څوك چي له طاغوت (طغيان كوونكي) انكار وكړي او بيا په الله ايمان راوړي هغه په داسي كلكي كړۍ منگولي ټينگي كړې چي شلېدل ئې نشته او الله خو ډېر پوه اورېدونكى دئ.
وروڼو خ...
نور ولوله
حکمتيار: تشكيل حكومت موقت؛ آن هم ائتلافى؛ تكرار تجربه ناكام قبلى است
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب ( جمعه 13 جوزا 1401(
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
لا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 56 البقرة 256 صدق الله العظيم
الله تعالى فرمايي:
په دين كي اكراه (او په زور منل) نشته، (په دين) سره هدايت له ضلالت او بې لاريتوب څرگند شوى؛ نو څوك چي له طاغوت (طغيان كوونكي) انكار وكړي او بيا په الله ايمان راوړي هغه په داسي كلكي كړۍ منگولي ټينگي كړې چي شلېدل...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب اووم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د جوزا ۱۱مه، ۱۴۰۱ھش کال:
(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار خپله ۷مه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
نوموړي وويل:
(ورېځي او بيا ژوندون) هغه إدعاء چي د إثبات لپاره ئې د النازعات سورې قسمونه د إستشهاد په توگه راوړل شوي؛ چي تفصيل ئې په لاندي ډول دی:
وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرۡقٗا ١
قسم دئ په ډوب شوو راشكېدونكو.
وَٱلنَّٰشِ...
نور ولوله
