No-IMG

د حکمتيار صاحب شپږم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د جوزا ۸مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار (د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي خپله شپږمه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

نننئ درسي مُحاضره په «القيامة» سورې کي د راغليو قسمونو توضيح ته ځانگړې شوي وه.

قدرمن مشروويل:

د القيامة په سورې کي راغلي قسمونه د قرآن د دي مُدعیٰ د إثبات لپاره د إستشهاد په توگه راوړل شوي چي:

(د انسان ملامتونكى نفس د قيامت لپاره دليل دى).

نوموړي زياته کړه:

د القيٰمة په مباركي سورې كي په " يَوْمِ الْقِيَمَةِ" او "النَّفْسِ اللَّوَّامَةِ" لوړە شوې، خو د قسمونو وروسته په ټولي سورې كي داسي څه نه مومو چي د قسمونو ځواب وي. د قرآن په ټولو نورو سورتونو كي معمول دا ده چي لومړى په څرگند او منل شوي شي لوړە كېږي؛ بيا د قسم ځواب د يوې داسي مسلمي او انكار نه منونكې دعوى په څېر ذكر كېږي چي همدا قسمونه ئې په حقانيت شهادت وركوي؛ د دې عامي قاعدې مطابق بايد لومړي په"نفس لوامة" لوړە شوې وي او بيا د قيامت راتگ د دې قسم د ځواب په توگه ورپسې راغلى وى؛ خو دلته "يوم القيٰمة" د داسي يوه حقيقت په توگه ذكر شوى چي د قرآن هر مخاطب بايد د هغه په اړە شك او ترديد ونلري او د مسلم او قطعي حقيقت په توگه ئې ومني او بيا د قيامت د اثبات لپاره په "نفس لوامة" استناد شوى. دا چي ولي دلته د نورو سورتونو په څېر د قسم ځواب په څرگنده توگه نه دئ ذكر شوى؟ او ولي د قرآن د عمومي قاعدې مغاير په داسي څه لوړە شوې چي څرگند نه دئ؟ په دې پوهېدل لږ دقت غواړي. كه لږ ځير شو په دې خبري پوهېدى شو چي د قسمونو ځواب په خپله په قسمونو كي نغښتي دئ او هغه داسي چي:

الف: د انسان په وجود كي د وجدان په نامه د داسي يوې مَلَكي شاهد يو چي انسان په هر بد عمل او گناه كي ملامتوي، د ده بد عمل غندي، دا استعداد كسبي نه دئ بلكي د ده په فطرت او خټه كي ايښودل شوى، په هر ښه او بد، صالح او طالح انسان كي شته، دا وجداني محاكمه په هر چا كي تل فعاله وي، نه يوازي د هر عمل په اړە قضاوت كوي بلكي د مجازات پرېكړە هم كوي، مگر نه گورئ چي كله كله انسان له يوه غلط كار وروسته؛ خپل مخ او تندى په څپيړە وهي، كله ئې وجدان دې ته اړ كړي چي محكمي ته رجوع وكړي او په خپل داسي جرم اعتراف وكړي چي له ده پرته هيڅوك پرې خبر نه وي، كله بيا د وجدان له عذاب د نجات لپاره ځان وژني ته پناه وړي، وجدان ئې د دې فيصله كوي چي دى د مرگ وړ دئ، په خپله ځانته همدا سزا وركوي. قدرمن مشر د لا وضاحت لپاره زياته کړه:

د ناټو ډېرو سرتېرو د هغو وحشيانه جناياتو له كبله ځان وژنه كړې چي په افغانستان كي ئې كړي؛ په انسان كي دا "ملامتوونكى نفس" د قيامت د اثبات لپاره قوي دليل دئ؛ دا ځكه چي په انسان كي د قضاوت او محاسبي دا صفت په دې شهادت وركوي چي د انسان خالق او پيداكوونكى به هم خامخا په دې صفت متصف وي؛ د "مخلوق" او "مصنوع" هر كمال او نيك صفت، په "خالق" او "صانع" كي د همدې صفت په شتون شهادت وركوي، ممكنه نه ده چي په مصنوع كي دي داسي كوم غوره صفت وي چي د ده په صانع كي دي همدا صفت په اتم او اكمل توگه نه وي. نو هغه ذات چي انسان ئې پيدا كړى او په ده كي ئې "ملامتوونكى نفس" ايښي او د وجدان مَلَكه ئې وركړې او هغه ئې داسي جوړ كړى چي د هر بد عمل او هري گناه په اړە قضاوت كوي، حتي خپل ځان ملامتوي او مناسبه سزا وركوي، دا ذات به حتماً په دې صفت متصف وي، حتماً به د انسان د كړو وړو په اړﮦ قضاوت كوي، ستا وجداني محاكمه په دې خبري شهادت وركوي چي د قيامت ورځ به هرو مرو راځي او هغه ذات به ستا د عملونو په اړە قضاوت كوي چي ستا وجدان او ملامتوونكى نفس د ده وديعه او پيرزوينه ده.

 

ب: كه انسان د هري پېښي او صحنې په اړه خامخا قضاوت كوي، يوې ته په بلي ترجيح وركوي، يوه تائيدوى، بله ترديدوى، دوه كسان د دوو بېلو بېلو كړنو په حال كي گوري، يوه ته ښه او بل ته بد وايي، دوه تنه د جگړى په حالت كي گوري، يو ظالم او بل مظلوم؛ د يوه په نسبت په خپل زړە كي ترحم او زړە سوى احساسوي، غواړي د هغه مرسته وكړي؛ د بل په نسبت په خپل زړە كي كركه محسوسوي؛ غواړي د هغه مخنيوى وكړي؛ كه ئې له وسه پوره وه حتماً د مظلوم مرستي ته وروړاندي كېږي او د ظالم مقابله كوي او ظالم ته د خپل ظلم جزاء وركوي، نو وواياست!

۱: په انسان كي دا د قضاوت استعداد چا ايښى؟

 

۲: دا د مكافات او مجازات تصور چا وركړى؟

 

۳: دا د ښه او بد د تفكيك او تميز فهم ئې له كومه كړى؟

 

۴: ته څنگه دا منې چي په انسان كي دي دا صفت وي او د ده پيدا كوونكى ذات دي په دې صفت متصف نه وي؟

 

ښاغلي حکمتيار همدي پوښتنو ته د ځواب په توگه وويل:

د عقل تقاضىٰ خو دا ده چي د انسان پيداكوونكى او خالق بايد په اتم او اكمل توگه د "قضاوت" او مكافات او مجازات په صفت متصف وي؛ هغه به حتماً د قيامت ورځ راولي چي دا قضاوت تر سره كړي. نوموړی زياتوي:

دغي شرحي ته په پام سره د دې قسمونو مطلب او په خپلو منځونو كي تړاو ښه څرگندېږي او دا معلومېږي چي دلته هم د نورو قسمونو په څېر د قرآن عمومي قاعده مراعات شوې. دلته د قرآن مخاطب ته داسي ويل شوي چي: (نه؛ قيامت يو مسلم حقيقت دئ، حتماً به راځي، له قيامت ستا انكار خوشى بې بنسټه انكار دئ، ستا "نفس لوامة" په دې شهادت وركوي چي د قيامت او محاكمي او محاسبې ورځ به حتماً راځي او وروسته په همدې تړاو فرمايي:

(آيا انسان دا گمان كوي چي د ده وراسته هډوكي او په خاورو بدل شوي اندامونه د بيا راغونډولو نه دي او الله به بيا د ده جُثه جوړە نكړي او هغه ته به سا ورنكړي!! په داسي حال كي چي الله نه يوازي د ده په بيا راژوندي كولو قادر دئ بلكي په دې هم قادر دئ چي د ده د گوتو د سرونو گاري په خپل مخكني شكل كي بيا جوړي كړي.)

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير زياتوي چي:

د قيامت په اړە د انسان د انكار وجه دا نه ده چي هغه ته كافي او قانع كوونكي دلائل په لاس نه دي ورغلي او يا له دې حقيقت د ده انكار د جهل او ناپوهي له كبله دئ، داسي نه ده؛ بلكي د گناه اراده او په راتلونكې كي د فجور او بدكاري عزم ئې دې ته هڅوي چي له قيامت عمداً انكار وكړي. په قيامت باور خو د ده د وجود په خټه كي ايښودل شوى، د ده وجدان د قيامت او حساب كتاب يوه څرگنده بېلگه ده، د ده مشكل له دې راولاړ شوى چي "هوىٰ او هوس" ئې دې ته اړ كوي چي د خپل "وجدان" او "عقل" پرېكړە تكذيب كړي، د ده قضاوتونه له هوس راخوټېږي، تل د خپل وجدان د حكم او غوښتني خلاف گناه ته ملا تړي. كه دى د خپل هوس فرمان ته غاړە كښينږدي او د گناه د ارتكاب اراده او عزم پرېږدي نو د ده او قيامت تر منځ به ټول حجابونه له منځه ولاړ شي او په خپل نفس كي به د هغه لپاره شواهد ومومي. هلته چي فرمايي:

(لَآ أُقۡسِمُ بِيَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ ١ وَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلنَّفۡسِ ٱللَّوَّامَةِ ٢ أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجۡمَعَ عِظَامَهُۥ ٣ بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُۥ ٤ بَلۡ يُرِيدُ ٱلۡإِنسَٰنُ لِيَفۡجُرَ أَمَامَهُۥ ٥ يَسۡ‍َٔلُ أَيَّانَ يَوۡمُ ٱلۡقِيَٰمَةِ ٦)

(نه؛ زما دي قسم وي د قيامت په ورځي او نه؛ زما دي قسم وي په ملامتوونكى نفس؛ آيا انسان داسي انگېري چي هډوكي به ئې بيا راغونډ نكړو، هو؛ په دې برلاسي يو چي د گوتو سرونه ئې بيا جوړ كړو، بلكي انسان غواړي په خپل راتلونكي كي فجور وكړي، نو ځكه پوښتي: د قيامت ورځ به كله وي؟!)

په " لا أُقْسِمُ" كي د "لا" په اړە د مفسرينو تر منځ اختلاف شته، صحيح رأيه دا ده چي په "لا" سره د مخاطب رأيه او نظر رد شوى، بيا مكث دئ او بيا لوړە شوې، د دې تفصيل د همدې رسالې د البلد د قسمونو په شرح كي وگورئ.

 

دغه راز نوموړی وايي:

په دې آيت كي د قرآن يو ستر علمي اعجاز ځلېږي چي وايي: نه يوازي انسان به بيا راژوندى كړو بلكي د گوتو د سرونو گاري به هم د مخكي په څېر برابري كړو؛ نن هر چا ته دا حقيقت جوت شوى چي د انسانانو د گوتو د سرونو گاري يو ډول نه دي، د همدې لپاره اوس د كشف او تحقيق ادارې، پوليسان او محاكم تر عكس د گوتو د سرونو نښو ته اهميت وركوي، له هر متهم تر هر څه وړاندي د گوتو د سرونو نښه اخلي، د جرم په ځاى كي د گوتو په نښو پسي گرځي، او په دې باور دي چي په دنيا كي د دوو انسانانو د گوتو د سرونو گاري يوه بل ته ورته نه دي!! قرآن څوارلس نيمي پېړۍ وړاندي همدې حقيقت ته اشاره كړې.

 

قدرمن مشر همدا راز د (المرسلات) په سورې کي راغليو قسمونو ته هم په تفصيلي توګه إشاره وکړه او ويې ويل:

(بادونه شهادت وركوي چي د قيامت وعده رښتينې ده).

د پورتنئ مُدعیٰ د إثبات لپاره د المرسلات په سورې كي هم د يوه شي په پنځو حالتونو لوړە شوې او ورپسې ويل شوي:

(هغه څه حتماً واقع كېدونكي دي چي وعده ئې دركول كېږي.) هلته چي فرمايي:

(وَٱلۡمُرۡسَلَٰتِ عُرۡفٗا ١ فَٱلۡعَٰصِفَٰتِ عَصۡفٗا ٢ وَٱلنَّٰشِرَٰتِ نَشۡرٗا ٣ فَٱلۡفَٰرِقَٰتِ فَرۡقٗا ٤ فَٱلۡمُلۡقِيَٰتِ ذِكۡرًا ٥ عُذۡرًا أَوۡ نُذۡرًا ٦ )

(قسم په دغو لېږل شوو په پيژانده توگه، بيا قسم په دې شيندونكو د شيندلو په حالت كي، قسم په دغو خوروونكو د خوروولو په حالت كي، بيا قسم په فرق كوونكو د بېلولو په حالت كي، بيا د ذكر په دغو القاء كوونكو، د عذر او يا د خبرداري لپاره.)

نوموړي وويل: د كومي خبري د اثبات لپاره چي دا قسمونه شوي، هغه دا ده:

(إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَٰقِعٞ ٧)

(بې شكه چي له تاسو سره ژمنه حتماً تر سره كېدونكي ده.)

وروستي آيتونه دا "محتومه وعده" په پوره وضاحت سره معرفي كوي او وايي چي له دې وعدې مراد د قيامت او بيا ژوندون وعده ده. خو بايد وگورو چي: الف: دلته په څه څه لوړە شوې؟

 

ب: او ارتباط ئې د قسمونو له ځواب سره څنگه دئ؟

 

ج: او دا قسمونه څنگه په دې خبري دلالت كوي چي د بيا ژوندون وعده رښتينې وعده ده او حتماً به تحقق مومي؟

قدرمن مشر همدي پوښتنو ته د ځواب په توگه وويل:

په دې اړە څو خبرو ته توجه وكړئ:

۱: د مفسرينو تر منځ په دې اړە ژور اختلاف گورو چي دلته په څه څه لوړە شوې، ځيني ئې "بادونه" گڼي، ځيني ئې د ملائكو هغه بېل بېل ټولگي گڼي چي په بېلو بېلو امورو موظف شوي، ځيني لومړي څلور قسمونه په بادونو او پنځم ئې په ملائكو حمل كوي. دا د رأى اختلاف ښيي چي د دغو آيتونو په اړە مربوط روايات په خپلو كي متعارض دي او داسي واحده رأيه چي په صحيح حديث او د صحابه وو په متفق عليه نظر مستند وي؛ نشته

 

2: د قرآن د عمومي قاعدې له مخي دا بايد داسي څرگند شىء وي چي د قرآن هر مخاطب ته واضح وي او پر هغه باندي په استناد سره دا خبره ثابته كړى شي چي د بيا ژوندون وعده رښتينې وعده ده.

 

3: د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي بادونه د "عاصف" په صيغه ياد شوي او د ملائكو لپاره په هيڅ ځاى كي دا صيغه نه ده كارول شوې.

 

4: د قرآن په ډېرو آيتونو كي د بادونو د لېږلو لپاره د "ارسال" صيغه راغلې.

 

5: د قرآن په ډېرو آيتونو كي ويل شوي چي الله تعالى بادونه رالېږي، په سر كي ورو ورو او نرم نرم خوځي، داسي چي تاسو ترې خوند اخلئ، بيا توند او تېز شي، په سيلۍ او طوفان بدل شي، ورېځي په سر واخلي، د آسمان په غېږ كي ئې خوري وري كړي، د تږو او مړو سيمو او ټاټوبو په لوري ئې وخوځوي، چېري باران، چېري واوره او چېري ژلۍ ووروي، چېري نباتات رازرغونه كړي او چېري د سيلابونو باعث شي او په خلكو كي وېره او خوف راولاړ كړي.

 

دې ته پر کتو نوموړي زياته کړه:

الف: كه وغواړو چي د دې آيتونو تفسير په خپله په قرآن كي ولټوو او له تفسير بالرأى ډډە وكړو نو له بادونو پرته په بل څه ئې نشو تطبيقولى، دا ځكه چي قرآن يوازي بادونه په دې صفاتو ياد كړي نه بل څه.

 

ب: دا آيتونو د "فاء" توري له يوه بل سره تړلي او دا ښيي چي دلته د يوه شي څو حالتونو ته اشاره شوې نه بېلو بېلو شيانو ته.

 

ج: لكه چي په مخكنيو قسمونو كي تاسو وليدل چي قسمونه د تعظيم لپاره نه بلكي د استشهاد لپاره راغلي، دلته هم په "بادونو" باندي استناد سره د قيامت منكرانو ته دا خبره شوې چي بيا ژوندون داسي دئ لكه هره ورځ چي تاسو گورئ د يوه باد په لگېدو سره د ژوندون بهير پيل شي، بادونه د ژوند پيغام له ځان سره راوړي، په هغو ورېځو سره چي پر خپلو اوږو ئې وړي او په هغه باران سره چي له دغو ورېځو ئې راوروي، د مړې زمكي د ژوندۍ كېدو باعث شي، د زمكي تر كلك قشر لاندي د ژوندون بڅركي وخوځوي او په هغه كي ساه پو كړي او سپيره ډاگ په زرغونه چمن بدل كړي. نو ته چي هره ورځ د مړو د بيا ژوندي كېدو شاهد يې؛ څنگه مجدد ژوندون محال گڼې او له هغه انكار كوې؟!! تا چي په وار وار توندي او تېزي سيلۍ ليدلې چي په طوفانونو منتج شي او هر څه گډ وډ كړي، څنگه گمان كوې چي ستا نړۍ به د تل لپاره همداسي آرامه او آباده وي او هيڅكله به له داسي كوم ستر طوفان سره نه مخامخ كېږي چي هر څه ئې وځپي او نظم ئې متلاشي كړي؟!

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير زياتوي چي:

په څو دلائلو د هغو كسانو رأيه ضعيفه ده چي وايي دلته په ملائكو لوړە شوې:1: لومړى دا چي د دې رأى لپاره نه له قرآن كوم دليل وړاندي كولى شي او نه انساني عقل ته د منلو وړ دليل.

 

2: د قيامت د منكرانو د اقناع لپاره په ملائكو استشهاد او استناد نشو كولى؛ هغوى ملائكي نه مني، په يوه متنازع فيه شي باندي بل متنازع فيه شىء نشو ثابتولى او دا كار نه معقول دئ او نه د مخاطب د قانع كولو لار.

 

3: په قرآن كي معمولاً د معاد، مجدد بعثت، مكافات او مجازات او دې ته ورته قضاياوو د اثبات لپاره په هغو شيانو استشهاد شوى چي هر مخاطب ته څرگند او د منلو وړ وي؛ لكه شپه، ورځ، لمر، سپوږمۍ، ستوري، زمكه او آسمان؛ تل د غيبي امورو د اثبات لپاره په مشهود او محسوس شيانو استناد شوى، نبايد دا عمومي قاعده دلته په استثنائي توگه له پامه وغورځوو او داسي رأى قائمه كړو چي له عمومي قاعدې سره اړخ نه لگوي.

 

4: په عربي كي په "الف" او "تاء" سره يا حقيقي مؤنث جمع كېږي او يا د غير ذوي العقولو صفت. فرښتې مؤنث نه دي او په دې پوري متعلق صفات په "الف او تاء" نشو جمع كولى، مرسلات او عاصفات او … د دوى جمع نشو گڼلى، په قرآن كي د ملائكو لپاره اكثراً د جمع مذكر صيغه كارول شوې. د دې مطلب شرح د النازعات د سورې په تفسير كي وگورئ.

 

5: كه دا ملائكي وگڼو نو بايد په ټولو هغو مواردو كي چي دې ته ورته صيغې راغلې لكه: العاديات، الموريات، المغيرات، النازعات، الناشطات، السابحات، السابقات، المدبرات، الذاريات، الحاملات، الجاريات او ډېر نور موارد؛ دا ټول بايد ملائكي وگڼو، حال دا چي دا كار له يوې خوا ناسم دئ، له بلي خوا غير قابل قبول او غير قابل تطبيق او له بلي خوا د داسي تكرار موجب چي د قرآن له اوچت بلاغت سره اړخ نه لگوي.

 

6: د قرآن په هيڅ آيت كي فرښتې د "عاصف" په صفت نه دي ستايل شوې، بلكي دا صفت دبادونو لپاره راغلى.

 

7: د آيتونو تر منځ تنسيق او د "فاء" په توري سره د دوى تر منځ ارتباط دا ښيي چي ټول د "عاصفات" په شان دي او د بادونو بېل بېل حالت په گوته كوي.

ښاغلي حکمتيار دغو مطالبو ته په پام سره وويل:

په كامل ډاډ او اطمئنان ويلي شو چي:

* له "المرسلات عرفاً"  هغه بادونه مراد دي چي په معروف، معمول او عادي توگه خوځي؛ نرم نرم او ورو ورو.

 

* له "العاصفات عصفاً"  توند او تېز بادونه چي د طوفانونو باعث كېږي.

 

* له "الناشرات نشراً" هغه بادونه چي ورېځي په فضا كي منتشر كوي او له يوې سيمي ئې بلي ته انتقالوي.

 

* د "الفارقات فرقاً" معنى يا دا ده چي دا بادونه ورېځي په سترو سترو كتلو او كنډكونو كي متفرق كړي او په مختلفو لوريو ئې وخوځوي او يا دا چي دا بادونه د فرق كولو او تمييز استعداد لري، د ښه او بد، مستحق او غير مستحق تر منځ فرق كولى شي، په دې پوهېږي چي څومره چېري انتقال كړي، چېري څومره باران ووروي، د كومي سيمي اوسېدونكي د كومي معاملې مستحق دي، د نرم او ورو ورو خوندور باران مستحق دي كه د غضبناك سيل او طوفان!! خو دا دوهمه توجيه د دې لپاره  ارجح ده چي لومړئ مفهوم په مخكني آيت كي راغلى، نبايد له "الفارقات فرقاً" همغه د "الناشرات نشراً" معنى واخلو، قرآن د بې ځايه تكرار له عيب منزه ده.

 

* له "الملقيات ذكراً عذراً او نذراً"  هم بادونه مراد دي چي د ذكر او پند باعث دي، انسان ته الله وريادوي، كله داسي چي گوري الله تعالي د ده عذر او توبه قبوله كړې، د باد په نرمي وږمي سره ئې ده ته د باران زېري وركړي او كله له دې اړخه چي وېروونكى طوفان په ده كي له الله وېره راولاړوي او د داسي هيبتناكو او وېروونكو پېښو خبر وركوي چي له شر ئې د ځان ژغورني لپاره له الله پرته د نجات بله مرجع او پناه ځي نه گوري.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا له پورتنيو قسمونو سره د "انما توعدون لواقع" معنىٰ او ارتباط ئې له مخكنيو قسمونو سره دا دئ چي:

د بادونو دغه بېلابېل حالات په دې شهادت وركوي چي د قيامت محتومه وعده هرومرو تحقق مومي او مړي به بيا راژوندي كېږي، هغه ذات چي بادونه رالېږي، د ژوندون زېري په لاس، د مړو د بيا ژوندي كولو وسيله، دا ذات بې شكه چي د مړو په بيا راژوندي كولو قادر دئ او هغه ذات چي په بادونو سره ستر ستر وېروونكي طوفانونه او لوى لوى ورانوونكي سيلابونه راولاړوي بې شكه چي په دې هم قادر دئ چي دا دنيا ورانه كړي او په ځاى ئې د بلي نوي دنيا بنسټ كښېږدي.

 

د مُحاضرې په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ علمي مُحاضره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک